د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ميرامشا د ويجاړ شوي بازار دکاندارانو د معاوضې لپاره بیا احتجاجي پرلت وهلی


پاکستاني پوځيان د ميرامشا په ويجاړ شوي بازار کې (د ۲۰۱۴ کال د جولای تصویر)

د شمالي وزیرستان د میرامشا دوکاندارانو د پوځ په ضرب عضب عملیاتو کې د ړنګ شوي بازار تاوان نه ورکول کېدو پرضد پرلت پیل کړی دی.

دوی وايي، د پېښور های کورټ پر پرېکړه سربېره راغلې معاوضې نه ورکول کېږي. د پرلت یو ګډونوال حمزه داوړ بېګا مشال راډیو ته وویل چې معاوضې راغلې دي خو بیا هم ځايي انتظامیه ورته نن او سبا کوي. هغه زیاته کړه: "له مرکزه د پيسو ورکړه منظور شوي خو دپټي کمیشنر موږ ته چيکونه نه راکوي. موږ سره له احتجاج بغیر بله لاره نشته."

د شمالي وزيرستان د میرامشا بازار دکانونه په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستاني پوځ د ضرب عضب پوځي عملياتو په وخت وران کړل شوي وو. حکومت اعلان کړی وو چې د بيا بحالۍ د پلان په ترڅ کې به دکاندارانو ته پیسې ورکول کيږي چې خپل دکانونه پرې جوړ کړي. په ۲۰۱۶ کال کې د دې عملياتو تر ختمېدو وروسته د دې دکانونو مالکانو څو ځل مظاهرې وکړي خو مسله یې حل نه شوه.

د اپريل په ۲۴مه په مظاهره کې شامل او د ميرامشا يو دکاندار، عبدالرووف وايي د معاوضې د اخیستلو لپاره عدالت ته هم تللي وو. نوموړي د اپريل په ۲۴مه مشال راډيو ته وويل: "عدالت زموږ په حق کې پرېکړه کړې خو بیا هم پيسې نه راکوي. که حکومت همداسې رویه جاري وساتي نو موږ به خپل احتجاج پراخه کړو."

د اپريل په ۲۱مه د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف شمالي وزیرستان ته تللی وو او هلته یې له ځايي مشرانو سره په ملاقات کې د نورو مسایلو تر څنګ د ميرامشا د دکاندارانو دا مسله هم واورېده. په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي، محسن داوړ د ډپټي کمیشنر په مخ کې له وزيراعظمه غوښتنه کړې وه چې زیانمنو دکاندارانو ته دې معاوضه ورکړل شي.

د شمالي وزیرستان د انتظامیې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته منلې چې دغو دکاندارانو ته پیسې له مرکزه ورغلي دي خو دوی یې د ویشلو لپاره يو طریقه کار جوړوي چې له هغه وروسته به چيکونه دکاندارانو ته ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG