د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ګرفتاريوو سربېره، په ميرامشا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت دوام لري


په ميرامشا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ
په ميرامشا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ

د شمالي وزیرستان په میرامشا کې د پوځي مرکز مخې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د خپلو ملګرو د خوشي کولو لپاره پرلت دوام لري.

دا پرلت د جون پر نهمه په میرعلي کې پیل شوی وو او وروسته بیا میرامشاه ته هم وغځول شو. د غورځنګ غړي وايي د ځينو مهمو کسانو پر نيول کېدو سربیره به هم دوی تر هغه وخته پورې خپل احتجاج جاري ساتي تر څو یې ملګري خوشې شوي نه وي.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين وايي امنيتي ځواکونو د غورځنګ د شمالي وزیرستان رابطه کار عید رحمان وزیر د مې پر ۳۰مه پر سیدګۍ امنیتي پوسته نیولی. پوځ د مې پر ۳۱مه د غورځنګ ۲ نور غړي جلال خان او زکیم وزیر هم ونيول. تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کسان په کوم ځای کې په زندان کې ساتل شوي او څه تورونه پرې پورې شوي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د دې غړو د خوشي کولو لپاره د جون له درېیمې تر نهمې په میرلي او له نهمې نېټې راهیسې د میرامشاه پریس کلب مخې ته پرلت وهلی دی. پرلت ته د پارلېمان غړی او د غورځنګ مخکښ علي وزیر هم ورغلی وو. خو پوځيانو نوموړی هم، د جون پر ۱۹مه د نفرت خپرولو او بغاوت ته د خلکو هڅونې په تور ونيو. نوموړی د بنو زندان ته لېږل شوی دی.

احتجاجي ناستې ته د جون پر ۲۱مه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل، که ملګري یې خوشي نه شول نو د اختر په ورځو کې به هم پرلت ته دوام ورکړي. "ګرفتاریانې او جېلونه به وي. موږ ترې نه ويريږو. دا کیسې مو نه شي ستړي کولی. موږ به په اختر کې به هم مزاحمت کوو. دلته او یا په بل ځای کې. خو زموږ پر خپل وطن د خپل واک، اختيار او د خلکو د ښه ژوند پورې به دا مزاحمت جاري وي."

د پاکستان تحقیقاتو وفاقي ادارې (اېف ای اې) د جون پر ۱۷مه منظور پشتين او د دې غورځنګ دريوو نورو مشرانو ته په لېږلو نوټسونو کې تور پورې کړی چې د امنيتي ادارو په خلاف یې په خلکو کې د نفرت پيدا کولو هڅه کړې ده. د منظور پښتين تر څنګ، علي وزیر، حاجي عبدالصمد، عالمزېب مسيد او حضرت نعيم ته امر شوی وو چې د جون پر ۲۳مه، د انټرنېټي جرمونو د مخنيوي د قوانينو لاندې د تحقیقاتو لپاره حاضر شي.

خو منظور پشتين دا نوټسونه ناروا بللي وو. هغه مشال راډيو ته ويلي چې اېف ای اې بايد ترهګر ونیسي، د ولس لپاره د سوله ییز غږ اوچتونکي نه. د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن اداري مشرې، فرح ضيا د جون پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې ریاست بايد د خپلو وګړو پر ضد قوانين په غلط ډول ونه کاروي، حکومت دې د بیان ازادۍ ته احترام وکړي او د بشري حقونو فعالان دې نه خاموشوي.

د ميرامشا په پرلت کې شامل، د پښتون ژغورنې غورځنګ يو غړي حیات وزیر د جون پر ۲۱مه، مشال راډيو ته وويل چې د دوی غوښتنې قانوني دي، بايد پوره شي. هغه زیاته کړه چې که د غورځنګ په کوم غړي څه تور وي، بايد عدالتونه ته وړاندې کړل شي.

د شمالي وزيرستان انتظامیې يو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ويلي چې کوښښ کوي پرلتوالو سره مذاکرات وکړي. د دغه چارواکي په خبره، د احتجاج کوونکو د راضي کولو کوښښ کوي.

XS
SM
MD
LG