د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي ولې عدالت ته نه سپاري؟


=پښتون ژغورنې غورځنګ د دې غړو د خوشي کولو لپاره د جون له درېمې پرلت وهلی چې لا هم دوام لري.
=پښتون ژغورنې غورځنګ د دې غړو د خوشي کولو لپاره د جون له درېمې پرلت وهلی چې لا هم دوام لري.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي نژدې درې اوونۍ وشوې چې پوځ یې درې نیولي غړي لا هم نه خوشي کړي‌ او نه یې هم عدالت ته وړاندې کړي دي.

د دوی په وینا، د غورځنګ د شمالي وزیرستان رابطه کار عید رحمان وزیر د مې پر ۳۰مه پر سیدګۍ امنیتي پوسته نیولی او د مې پر ۳۱مه یې د غورځنګ دوه نور غړي جلال خان او زاکیم وزیر هم نیولي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د دې غړو د خوشي کولو لپاره د جون له درېیمې تر نهمې په میرلي او له نهمې نېټې راهیسې د میرامشاه پریس کلب مخې ته پرلت وهلی چې لا هم دوام لري.


دوی وايي، پوځ دې دا کسان یا خوشې کړي او یا که هغوی څه ناقانونه کار کړی وي نو دې په سمدستی توګه عدالت ته وړاندې کړي.

په عین وخت کې د غورځنګ بل غړي ګیلمن وزیر د جون پر ۱۷مه پر فیسبوک په یو ویډیويي‌ بیان کې تور پورې کړی چې د پاکستان پوځ او جاسوسي ادارې یې د کورنۍ غړو ته دهړکې ورکوي.

نوموړي په خپل بیان کې پر ریاستي ادارو غږ کړی چې د ده پر سر دې د هغه کورنۍ او خپلوان نه ځوروي.


ګیلمن وویل، "زما کورنۍ، زما ترونو او وروڼو ته د پاکستان پوځ، ايي اېس ايي او اېم ايي دهړکې ورکوي، زه له دوی خواست کوم چې هغوی په سیاست او مزاحمت نه دي خبر، تاسو هغوی مه ځوروئ، زه مو که په کار یم، زه هر وخت او هر ځای تیار یم، که مې په چړو او مرمیو زرې زرې کړی هم زه د زاریو او خواستیو سړی نه یم."

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن ـ ایچ ار سي پي ـ وايي، دوی د ریاستي ادارو له خوا په داسې توګه د خلکو د نیولو او لادرکه کولو غندنه کوي.

د یاد کمېشن د خیبر پښتونخوا مشر اکبر خان د جون پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، په ملک کې د هر څه په اړه څرګند قوانین موجود دي او په کار ده چې هیڅ ریاستي اداره له خپل قانوني چوکاټه ونه وځي.


اکبر خان زیاته کړه، "کوم ښاریان چې په یو ریاست کې اوسېږي نو د هغوی د خوندیتوب زمه واري د هغه ریاست ده او اړوند ریاستي ادارې په دې اړه جوابده دي، د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن د داسې هر قسمه ناقانونه کړونو غندنه کوي او پر ریاست ټینګار کوي چې خپلې زمه وارۍ پوره کړي."

د پوځ ځینو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې دې کسانو له قانون سرغړونه کړې ده او تر پلټنو وروسته به یې خوشي‌ کوي.

خو پوځي چارواکو دا نه دي ویلي چې دوی له قانون څخه کله، چېرې او څنګه سرغړونه کړې او له دوی څخه به دا پلټنې تر څه وخته روانې وي؟


د خیبر پښتونخوا د قانون او بشري حقونو له وزیرې او پخوانۍ جسټسې ارشاد قیصره مو وپوښتل چې دا کسان عدالت ته ولې نه وړاندې کېږي؟

نوموړې په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه او ویې ویل، "زه په دې اړه هیڅ معلومات نه لرم، نه په دې اړه وضاحت کولای شم او نه هم غواړم چې په دې اړه خبرې وکړم، زه صوبايي وزیره یم خو دا زما په د کار په برخه کې نه دي راغلي، چې د چا کار دی او د چا زمه واري ده له هغوی تپوس وکړئ."

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، تر هغه وخته به د میرامشاه پریس کلب مخې ته پرلت جاري ساتي چې عید رحمان وزیر، جلال خان او زاکیم وزیر خوشې شوي نه وي.

XS
SM
MD
LG