د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عالمزیب مسید نیولی دی


عالمزېب مسيد د پښتون ژغورنې غورځنګ له بنسټګرو دی.
عالمزېب مسيد د پښتون ژغورنې غورځنګ له بنسټګرو دی.

د ‌‌ډیره اسماعیل خان پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مرکزي مشر او د حقونو فعال عالمزیب مسید له خپل کوره ګرفتار کړی دی.

نوموړي تور پورې کړی چې پولیسو پرې ډېر سخت تشدد کړی دی. نوموړی د جون پر ۱۷مه په ډېره اسماعيل خان کې عدالت ته وړاندې کړل شو. عدالت ویلي دي چې د عالمزيب خلاف به د جون په ۲۰مه مقدمه پیلېږي.

عدالت ته تر وړاندې کېدو وروسته چې کله عالمزېب د ډېره اسماعيل جيل ته پوليسو بوتلو نو نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې پر ده د درواغو پر بنياد د چرسو درلودو مقدمه جوړه کړل شوې. د هغه په خبره دا ځکه چې هغه د بشري حقونو لپاره مبارزه کوي.

هغه وویل، "زه يې پرون ونیولم. زما ګنا دا ده چې زه د بشري حقونو لپاره اواز پورته کوم. بدترينه تشدد راباندې شوی دی، يوازی له دې کبله چې موږ د بشري حقونو لپاره اواز ولی پورته کوو؟ "

په ډیره اسماعیل خان کې د غورځنګ مشر مصطفا چمتو نن (د جون پر ۱۷مه) مشال راډیو ته وویل چې پولیسو بیګا نیمه شپه د عالمزیب مسید په کور چاپه وهلې ده او هغه او د هغه یو رشته دار یې نیولي دي. د چمتو په وینا پولیسو د ځان سره د عالم زیب د کور څخه موبایلونه هم وړي دي.

چمتو زیاته کړه چې عالمزیب لومړی د پولیسو د صدر تاڼې په حوالات کې وو خو چې کله دوی ورسېدل نو هغه هلته موجود نه وو او پولیسو ورته وویل چې په ساده کالیو کې ځني کسان راغلي وو او هغوی د ځان سره بیولی دی.

خو د صدر تاڼې مشر ارسلان ګنډاپور مشال راډیو ته وویل چې عالمزیب مسید یې د منشیاتو په تور نیولی دی او زر به یې عدالت ته وړاندې کړي. د پولیسو لخوا په اېف ايي ار کې ویل شوي چې د عالم زیب مسید څخه یې ۱۰۳۰ ګرامه چرس ترلاسه کړي دي. خو پښتون ژغورنې غورځنګ د پولیسو د دې ادعا تردید کړی دی.

عالمزېب مسید د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه غړی دی چې په ځانګړې توګه په قبایلو کې د ځمکلاندو ماینونو او د لادرکه کسانو په اړه معلومات غونډوي او د هغوی د موندلو او خوشې کولو لپاره مبارزه کوي.

پر عالمزېب مسید د دې مبارزې په ترڅ کې څو ځله مقدمې شوې دي‌ او هغه نیول شوی او په زندان کې اچول شوی دی.

هغه د ۲۰۲۱ز کال په اکتوبر کې په ټانک کې پولیسو په سرکاري چارو کې د لاسوهنې په تور نیولی وو.

عالمزېب مسيد د پښتون ژغورنې غورځنګ له بنسټګرو دی او د ۲۰۱۹جنورۍ پر ۲۱مه نېټه په کراچۍ کې د وژل شوي وزيرستاني ځوان نقیب الله مسيد د لومړي تلين په غونډه کې تر وينا وروسته پوليسو نيولی وو.
پر هغه وروسته د ترهګرۍ قانون لاندې د پوځ پر ضد د وينا کولو او د خلکو راپارولو تور ولګول شو.

د ترهګرۍ ضد عدالت د هغه ضمانت رد کړ خو د شاوخوا نهو مياشتو تر بند وروسته د پاکستان سپريم کورټ يې د خوشي کولو ضمانت منظور کړ.

عالمزېب مسيد د "میں ملزم نہیں مدعی ہوں" په نوم کتاب هم ليکلی دی چې "زه ملزم نه، مدعي يم" تر سرليک لاندې پښتو ژبې ته هم ژباړل شوی دی.

عالمزېب مسيد پر ۱۰۵ پاڼو مشتمل په دې کتاب کې په کراچۍ کې د ځان د نيونې، د زندان د ورځو شپو، د لادرکه کسانو د ورکېدو د پیل او لاملونه، پر ولسي خلکو د تشدد، د مځکني ماينونو پر ضد د خپلو هلو ځلو، پر امنتي پوستو له عامو خلکو سره چلند او د پښتون ژغورنې غورځنګ د جوړېدو پر لاملونو ليکل کړي دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG