د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتين وايي د غورځنګ غړي يې له ګرفتاريو څخه نه ډارېږي


د جون پر ۱۶مه د پښتون ژغورنې غورځنګ منظور پښتین او د یاد غورځنګ یو مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر هم ویناوې وکړې.
د جون پر ۱۶مه د پښتون ژغورنې غورځنګ منظور پښتین او د یاد غورځنګ یو مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر هم ویناوې وکړې.

د شمالي وزیرستان په میرامشاه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي پرلت دوام لري.

دوی د پریس کلب مخې ته ناست دي او د خپلو ګرفتار کړل شویو ملګرو د خلاصون غوښتنه کوي. دا احتجاج د جون پر نهمه د میرلي څلورلارې نه پیل شوی وو.

هغه احتجاج تر شپږو ورځو پورې په میرعلي چوک کې روان وو، خود جون پر نهمه مظاهره چیانو د میرامشاه پریس کلب مخې ته پرلت ووهلو.

د غورځنګ د مشرانو په وینا د مې په ۳۰مه نیټه په سیدګۍ امنیتي پوسته پوځ د دوی ملګري عید رحمان وزیر، جلال خان او زاکیم وزیر نیولي دي. امنیتي سرتېرو تر دې مخکې د مې پر ۱۹مه هم عید رحمان وزیر نیولی وو چې تر څو ساعتونو وروسته یې خوشې کړ.

مظاهره چیان وايي چې د خپلو ملګرو تر خوشې کېدو احتجاج ته دوام ورکوي. یاد پرلت ته د جون پر ۱۶مه د پښتون ژغورنې غورځنګ منظور پښتین او د یاد غورځنګ یو مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر هم ویناوې وکړې. منظور پښتین پر دې مهال په خپله وینا کې وویل، که پوځ پي ټي اېم له ګرفتاریو ډاروي، نو پر دې دې پوه شي چې د هغوی ملګرو کلونه موده په جیلونه کې تېره کړې ده خو خپل دریځه نه دي اوښتي.

نوموړي وړاندې وویل:

"موږ اورو چې زموږ ملګري عیدرحمان وزیر ته ویل کېږي چې هغه دې بخښنه وغواړي خو زموږ ملګري له چا څخه معافي نه غواړي. موږ د خپل وطن او د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوو."

منظور پښتین دا هم وویل چې د پښتنو په حقونو قبضه شوې ده او د دغې قبضې د ختمولو لپاره به دوی خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

پولیسو لا په دغه اړه څه نه دي ویلي خو په میرام شاه کې ځیني پوځي چارواکیو څو ورځې وړاندې د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته ویلي وو چې د نیول شویو څخه یو شاکر خان نومي ځوان چې د ګردې یا پښتورګو ناروغه وو، او یو بل غړې خوشي شوي او پاتې درې کسانو له قانونه سرغړونه کړې نو د پلټنو وروستو به خوشي کولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې عید رحمان وزیر او د غورځنګ د یوه مخکښ مشر علي وزیر په ګډون یوشمېر فعالان چې د مې پر ۲۶مه د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې د خړ کمر په پېښه کې د وژل شویو په یاد غونډې ته روان ول نو په میرامشاه کې یې له امنیتي سرتېرو سره لفظي شخړه شوې وه.

د هغې پېښې یوه ویډیو هم پر ټولنیزو شبکو خپره شوې وه چې پکې عید رحمان وزیر ښکاري چې له یوه سرتېري سره تود بحث کوي.

د غورځنګ په وینا، امنیتي سرتېرو د مې پر ۲۵مه د پي ټي اېم غړو مخه نیولې وه او ورته یې دته خېلو ته د تګ اجازه نه ورکوله چې په غبرګون کې یې هلته فعالانو احتجاج وکړ.

د شمالي وزیرستان ملکي او پوځي چارواکو د هغې پېښې په اړه رسما څه نه دي ویلي خو مشال راډیو ته د پوځ یو چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط وویل چې سرتېرو د غورځنګ لار نه وه نیولې خو فعالانو پر پوسته د تېرېدو په مهال له قانونه سرغړونه کړې وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران بیا وايي، که د هغوی ملګرو له قانونه سرغړونه کړې وي نو پکار ده چې پولیسو ته دې وسپارل شي او عدالتونو ته دې وړاندې کړل شي. دوی یو وارې بیا وویل چې تر څو یې ملګري خوشې شوي نه وي، خپل احتجاج به جاري ساتي.

XS
SM
MD
LG