د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم د خپلو غړو ګرفتارۍ ضد پرلت له میرلي میرامشا ته غځولی


د پي ټي اېم غړي د جون پر نهمه د میرامشا پریس کلب مخې ته په احتجاجي خیمه کې ناست دي.
د پي ټي اېم غړي د جون پر نهمه د میرامشا پریس کلب مخې ته په احتجاجي خیمه کې ناست دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو نیول شویو غړیو د خوشي کولو لپاره احتجاجي پرلت د شمالي وزیرستان له میرلي څخه میرامشاه ته غځولی دی.

هغه احتجاج د تېرو شپږ ورځو راهیسې په میرعلي چوک کې روان وو، خود جون پر نهمه مظاهره چیانو د میرامشاه پریس کلب مخې ته پرلت ووهلو.

د جون پر نهمه له مشال راډیو سره په خبرو کې د غورځنګ یو فعال ګیله من وزیر وویل، انتظامیه یې غوښتنې په پام کې نه نیسي او د نیول شویو ملګرو یې هیڅ درک نه نشته چې چیرته بند دي.

د غورځنګ د مشرانو په وینا د مې په ۳۰مه نیټه په سیدګۍ امنیتي پوسته پوځ د دوی ملګري عید رحمان وزیر، جلال خان او زاکیم وزیر نیولي دي.

امنیتي سرتېرو تر دې مخکې د مې پر ۱۹مه هم عید رحمان وزیر نیولی وو چې تر څو ساعتونو وروسته یې خوشې کړ.

مظاهره چیان وايي چې د خپلو ملګرو تر خوشې کېدو احتجاج ته دوام ورکوي.

د غورځنګ یو غړي او د احتجاج ګډونوال حیات وزیر مشال راډیو ته وویل، نیول شوي ملګري دې یې خوشې شي، یا دې پولیسو ته ورکړي او یا دې هم عدالت ته وړاندې کړل شي.

پولیسو لا په دغه اړه څه نه دي ویلي خو په میرام شاه کې ځیني پوځي چارواکیو څو ورځې وړاندې د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته ویلي وو چې د نیول شویو څخه یو شاکر خان نومي ځوان چې د ګردې یا پښتورګو ناروغه وو، او یو بل غړې خوشي شوي او پاتې درې کسانو له قانونه سرغړونه کړې نو د پلټنو وروستو به خوشي کولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې عید رحمان وزیر او د غورځنګ د یوه مخکښ مشر علي وزیر په ګډون یوشمېر فعالان چې د مې پر ۲۶مه د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې د خړ کمر په پېښه کې د وژل شویو په یاد غونډې ته روان ول نو په میرامشا کې یې له امنیتي سرتېرو سره لفظي شخړه شوې وه.

د هغې پېښې یوه ویډیو هم پر ټولنیزو شبکو خپره شوې وه چې پکې عید رحمان وزیر ښکاري چې له یوه سرتېري سره تود بحث کوي.

د غورځنګ په وینا، امنیتي سرتېرو د مې پر ۲۵مه د پي ټي اېم غړو مخه نیولې وه او ورته یې دته خېلو ته د تګ اجازه نه ورکوله چې په غبرګون کې یې هلته فعالانو احتجاج وکړ.

د شمالي وزیرستان ملکي او پوځي چارواکو د هغې پېښې په اړه رسما څه نه دي ویلي خو مشال راډیو ته د پوځ یو چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط وویل چې سرتېرو د غورځنګ لار نه وه نیولې خو فعالانو پر پوسته د تېرېدو په مهال له قانونه سرغړونه کړې وه.

هغه دا ونه ویل چې څه ډول سرغړونه یې کړې وه او ولې یې نیول شوي کسان تراوسه پولیسو ته نه دي سپارلي او یا هم عدالت ته یې نه دي وړاندې کړي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په ۲۰۱۸ز کال کې له جوړېدو راهیسې د ناامنۍ پرضد او د پښتنو د مدني او بشري حقونو لپاره احتجاجونه، جلسې، لاریونونه او غونډې کوي او وايي، ټولې هلې ځلې یې د پاکستان له ایین او قانون سره سمې دي.

په تېرو وختونو کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او پلویان نیول شوي چې وروسته په ضمانت خوشې شوي دي. داراز، د غورځنګ یو مخکښ حنیف پښتین له تېرو نېږدې څلورو کلونو راهیسې د بنو په جېل کې دی.

پي ټي اېم وايي، پر ګرفتاریو سربېره د پښتنو د مدني او بشري حقونو لپاره سوله ییزې او قانوني مبارزې ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG