د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف پېښور کې د رېډیو پاکستان د ودانۍ د سمدستي بیارغونې امر کړی دی


د مې پر ۱۰مه لسګونه بلوه ګرو پېښور کې د دولتي راډیو ودانۍ ته اور واچاوه.
د مې پر ۱۰مه لسګونه بلوه ګرو پېښور کې د دولتي راډیو ودانۍ ته اور واچاوه.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په سمدستي ډول په پېښور کې د دولتي راډیو د سوځېدلې ودانۍ د بیارغولو امر کړی دی.

نوموړی د مې پر ۲۵مه په پېښور کې د دولتي راډیو د ودانۍ بېلابېلې برخې ولیدې او د مې پر ۱۰مه یې د تحریک انصاف د مشر عمران خان د ګرفتارۍ په غبرګون کې د مظاهرو پر مهال د بلوه ګرو کارونه وغندل. "زه ګڼم چې له دې زیاته له هېواد سره نوره دښمني نه شي کېدای. د دې راډیو له مرکز سره نېږدې د چاغي د غره نمونه هم سوځول شوې ده، حال دا چې هغه د پاکستان د دفاعي قوت یوه بېلګه وه."

چاغي د بلوچستان غرییزه سیمه ده چې پکې په ۱۹۹۸ز کال کې پاکستان د اټومي بمونو ازموینې کړې وې. د هغو غرونو یو یادګار په پېښور کې د رېډیو پاکستان له ودانۍ سره نېږدې جوړ شوی وو چې د مې پر ۱۰مه ورته بلوه ګرو اور واچاوه.

شهباز شریف حکومتي دریځ تکرار کړ چې رېډیو پاکستان او نورو حکومتي او پوځي ودانیو ته زیان رسوونکي به د قانون منګولو ته سپاري. "چې کومو خلکو دا شرمناک کار کړی دی، په هغو او ترهګرو کې هېڅ توپیر نه شته. موږ ټول قام، په ګډه دا ژمنه کوو چې داسې به بیا نه کېږي او چې څوک هم په دې کې ککړ دي، نو د قانون او ایین له مخې به ورته سزا ورکوو."

له شریف سره د اطلاعاتي چارو وزیره مریم اورنګزېب، د مالیې وزیر اسحاق ډار او د پلانونو وزیر احسن اقبال هم پېښور ته تللي.

پېښور کې مظاهرچیانو د رېډیو پاکستان وداني سوځولې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:15 0:00

خو د تحریک انصاف مشر عمران خان ټینګار کوي چې پلویان یې د حکومتي، پوځي او شخصي ودانیو په زیانمنولو کې ککړ نه دي او دعوه کوي چې د استخباراتي ادارو کارکوونکو دا کار کړی دی.

وزیراعظم دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل هم شول او پولیسو د تحريک انصاف د یوشمېر مشرانو په ګډون په مظاهرو او بلوو کې ګډون کوونکي سلګونه کسان نيولي او د يوشمېر نورو د نيولو لپاره يې عمليات دوام لري.

د پاکستان حکومت د مې نهمې ته د "تورې ورځې" نوم ورکړی دی او وايي، هر کال به یې رسماً یادونه کېږي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د مې پر ۲۴مه په اسلام اباد کې له خبریالانو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې د تحریک انصاف ګوند پر "پوځي تاسیساتو حملې کړي" چې دا د "ریاست پر اساساتو برید" دی او همدا لامل دی چې وفاقي اېتلافي حکومت پر هغه ګوند د بندیز پر لګولو غور کوي.

پښتانه هنرمندان د پېښور رېډیو پاکستان ودانۍ ته ورغلي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00

پخواني وزیراعظم عمران خان د مې پر ۲۰مه په لاهور کې خپلو پلویانو ته په ویډیويي وینا کې د مې نهمې پېښې د خپل ګوند پرضد "یو منظم سازش" وبللې او دعوه یې وکړه چې اوسمهال پر "عدلیې فشار دی چې تحریک انصاف ته اسانتیا ور نه کړي."

ده د چا نوم وانخیست او زیاته یې کړه چې د قهرجنو مظاهرو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یې د ګوند ۲۵ بې وسلې پلویان وژل شوي دي.

خان د خپلو دعوو لپاره شواهد وړاندې نه کړل.

عمران خان تر دې مخکې د مې پر ۱۳مه ویلي ول چې د سپریم کورټ د مشر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ یوه پلټنیزه کمېټي دې د مې نهمې او ۱۰مې د پېښو راڼه تحقیقات وکړي.

اخوا د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر په بیا بیا ویلي دي چې پر پوځي ودانیو او څلو د بریدونو په تور پر ککړو کسانو د پوځي قانون له مخې مقدمې دایروي.

د هغه هېواد وفاقي اېتلافي حکومت هم ویلي دي چې په حملو او د اور اچونې په پېښو کې د ککړو کسانو پرضد له پوځي قوانینو سره سم اقدامات کوي او په دې لړ کې د مې پر ۲۲مه قامي اسمبلۍ یو قرارداد هم منظور کړ.

د عمران خان خان پرضد قضیه او عدالتي اقدامات

د پاکستان سپریم کورټ د مې پر ۱۱مه د احتساب ملي ادارې (نیب) له لوري د خان د ګرفتارۍ طریقه ناسمه وبلله او سمدستي یې د هغه د خوشې کولو امر وکړ.

تر دې یوه ورځ وروسته اسلام اباد های کورټ نوموړي ته د القادر ټرسټ درغلۍ په قضیه کې د دوو اوونیو ضمانت ورکړ او په نورو ټولو قضیو کې یې د هغه د نه ګرفتارولو امر وکړ.

په هغه قضیه کې راغلي چې کله د ۲۰۱۹ز کال په پای کې د پاکستان یوه لوی کاروباري ملک ریاض حسین د برتانیا د جرمونو له ملي ادارې سره د ۱۹۰ مېلیونه پاونډه جوړجاړی وکړ او هغه پیسې یې د پاکستان سپریم کورټ ته واستولې، نو تر هغې وروسته نوموړي القادر بنسټ ته د پوهنتون جوړولو لپاره د پنجاب له جهلم سره نېږدې سلګونه کناله ځمکه ورکړه او د ټولو لګښتونو پرې کولو اعلان یې وکړ.

عمران خان، د هغه ښځه بشرا بي بي او د هغې ملګرې فرح خان د القادر ټرسټ غړي دي. ملک ریاض لا د قضیې په اړه څه نه دي ویلي خو عمران خان پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG