د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان تحریک انصاف مظاهرو ته ولې "توند" غبرګون ونه ښوول شو؟


د مې پر ۱۰مه په اسلام اباد کې د مظاهرینو او پولیسو ترمینځ د نښتې انځور.
د مې پر ۱۰مه په اسلام اباد کې د مظاهرینو او پولیسو ترمینځ د نښتې انځور.

په پاکستان کې د مې پر نهمه د تحریک انصاف ګوند پلویانو د درغلۍ په يوه قضيه کې د عمران خان د نیولو په غبرګون کې د پاکستان په ګڼو ښارونو کې له تشدده ډکې مظاهرې وکړې او ځینې ملکي او پوځي ځایونه یې په نښه کړل.

د مې پر ۱۱مه که څه هم عمران خان د سپریم کورټ پر امر پرېښودل شو، خو د مظاهرو په مهال پر اوښتي زیان لا هم بحثونه دوام لري.

پوښتنه دا ده چې ایا په هغه ورځ د مظاهرینو او اوښتي زیان مخه نیول کېدای شوه او که نه؟

په پېښور کې خبریال شمیم شاهد وایي چې په خیبر پښتونخوا کې هغه زیانونه ځکه زیات ول چې د صوبې نګران حکومت او پولیسو کې ځینې کسان د تحریک انصاف لپاره نرمه رویه لري او نه يې غوښتل چې د دې ګوند د مظاهرچيانو پر خلاف اقدامات وکړي.

نوموړي زياته کړه: "د خېبرپښتونخوا په [لنډمهاله] حکومت کې د بېلابيلو ګوندونو کسان دي.په داسې حالاتو کې د پوليسو مشر ته پته نه لګي چې څه باید وکړي."

شميم شاهد وايي، پوليسو کولای شول چې مظاهرچيان په رېډيو پاکستان او نوره صوبه کې وراني ته پرېنږدي خو داسې یې ونه کړل.

د مې له نهمې تر ۱۱مې مظاهرینو په خیبر پښتونخوا کې بېلا بېلو ځایونو ته ننوتل او د رېډیو پاکستان ترڅنګ یې پوځي او ملکي ودانیو او ګاډو ته زیانونه واړول.

بلخوا د خيبر پښتونخوا د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير فيروز جمال شاه د مې پر ۱۶مه د پاکستان شخصي ټېلېویژن "دنيا نیوز" ته وويل، د مظاهرچيانو پر وړاندې يې ځکه له زغمه کار واخيست چې چاته مرګژوبله وانه وړي.

د پولیسو په وینا په هغو مظاهرو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل شوي ول.

په کراچۍ کې شنونکی ډاکټر توصیف احمد خان وایي، که پولیسو د مظاهره کونکو پر ضد سخته کاروایي کړې وای نو مرګژوبله به زیاته وه.

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې د مظاهرچيانو تاوان اړولو ته د پرېښودو يو بل هدف دا هم کېدای شي، چې په دې توګه د تحریک انصاف د مشرانو او پلويانو خلاف مقدمې جوړې کړل شي.

هغه زیاته کړه: "تحريک انصاف والو ته موقع ورکړل شوه چې خپل ټول عزایم پوره کړي او هغسې وشوه. البته که پوځ او پوليسو ډزې کړې وای نو سلګونه کسان به مړه شوي وای."

ډاکټر توصیف وویل، د حکومت تګلاره ښه وه چې پر مظاهرچيانو يې تشدد ونه کړ چې ورسره مرګژوبله کمه وشوه.

تر مظاهرو وروسته حکومت د تحریک انصاف ګوند ځینې مشران او غړي نیولي دي. د پاکستان پوځ هم ویلي چې په مظاهرو کې پوځي ودانيو، دفترونو، د کور کمانډر کور او نورو ځايونو ته زیان رسوونکو پر ضد به تر پوځي قوانينو لاندې مقدمې درجوي.

د پېښور پوهنتون د ژورناليزم څانګې ښوونکی او خبريال ډاکټر سيد عرفان اشرف وايي، که د مظاهرو پر مهال د پولیسو شمېر زيات وای نو ښايي کم تاوانونه اوښتي وای.

نوموړي د مې پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، په رياستي ادارو کې د عمران خان د پلويانو او مخالفينو ترمینځ د ممکنه ټکر د مخنیوي په هدف، د مظاهره کوونکو خلاف کاروايي ونه شوه.

اشرف زياته کړه: "کېدای شي په رياستي ادارو کې ځينې [کسان] له عمران خان سره مينه او ځينې نفرت لري نو د دې دواړو خواوو د ممکنه ټکر د رامينځته کېدو له کبله د پاکستان تحريک انصاف د مظاهرچيانو خلاف کاروايي نه ده شوې."

د مې له نهمې تر ۱۱مې په پاکستان پر اوښتو زیانونو د هغه هېواد حکومت او پوځ سخته غصه ښکاره کړې او د پاکستان د ملي امنیت کمېټې هر کال د مې نهمه د "تورې ورځې" په توګه د لمانځلو پرېکړه کړې ده.

پوځ او حکومت وايي چې د دې تشدد ډکو مظاهرو تر شا د پاکستان تحريک انصاف لاس دی خو د ګوند مشر عمران خان دغه تورونه ردوي او وايي چې ډزې او املاکو ته زیانونو د استخباراتي ادارو کسانو اړولي دي.

XS
SM
MD
LG