د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول: د بایډن د څرګندونو په تړاو د امریکا سفیر احضاروو


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ويلي، حکومت پرېکړه کړې چې د امریکا سفیر ډونالډ بلوم به د اټومي وسلو په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن د څرګندونو په اړه د رسمي دریځ لپاره ورغواړي.

بلاول بوټو زرداري د اکتوبر پر ۱۵مه، په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته وويل چې د پاکستان اټومي اثاثې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې له معیارونو سره برابرې په امنيت پوره دي.

د امريکا ولسمشر جو بايډن ويلي دي چې د هغوی په فکر پاکستان ښايي د نړۍ يو له تر ټولو خطرناکو هېوادونو څخه وي چې په وينا يې ورسره موجودې اېټمي وسلې غير منظمې دي.

ولسمشر بايډن دا څرګندونې د اکتوبر پر ۱۳مه د کيلفورنيا رياست په لاس اينجلس کې د ډيموکريټک کانګريشنل کمپاين کمېټۍ اسقباليې ته د وينا پرمهال کړي. د بايډن دا وينا سپيني ماڼې پر خپله ويبپاڼه د اکتوبر پر ۱۴مه خپور کړی دی.

په دې کې د ولسمشر جو بايډن په حواله ويل شوي: "ایا چا فکر کړی چې موږ به په داسې حالت کې یو چې چین هڅه کوي خپل رول د روسیې، هند او پاکستان له پلوه معلوم کړي؟"

د امريکا ولسمشر جو بايډن
د امريکا ولسمشر جو بايډن

ولسمشر بايډن په خپله وينا کې د چين ولسمشر شي جن پينګ په حواله وويل چې له نوموړي سره يې زيات وخت تېر کړی او ورته معلومه ده چې څه رنګه معامله وکړي.

ولسمشر زياته کړه: "موږ دا (چین) څنګه اداره کوو؟ موږ دا څنګه په روسیه کې د څه په پرتله اداره کوو؟ او هغه څه چې زه يې فکر کوم شاید په نړۍ کې یو له خطرناکو هېوادونو څخه وي هغه پاکستان دی چې پرته له کوم یووالي (نظم) اټومي وسلې لري."

خو د پاکستان د توانايۍ وفاقي وزير خرم دستګير په ګوجرانواله کې د يوې خبري غونډې پرمهال د يوې پوښتني په ځواب کې وويل، د امريکا ولسمشر جو بايډن چې د پاکستان په اړه د کومو شکوکو او شبهاتو څرګندونې کړي، هغه بيخې ناسمې دي. ده زياته کړه:

"زما معلومات د هغه وخت دي چې زه کله د دفاع وزير وم. د پاکستان د اټومې وسلو د خونديتوب تصديق نړيوالو ادارو يو وارې نه بلکې څو څو وارې کړی. د پاکستان کمانډ او کنټرول سیسټم، د نړيوالو معيارونو مطابق بلکل خوندي دی، نو د امريکا د ولسمشر بيان بې بنياده دی."

پاکستان د ۱۹۹۸م کال په مې مياشت کې اټومې طاقت جوړ شو کله چې يې د هند اټومې چاودنو په ځواب کې د بلوچستان په چاغي کې اټومې چاودنې وکړي.

د پاکستان جوهری وسلې څومره خوندی دي؟ د دې په ځواب کې په اسلام اباد کې یو اټومي فزیک پوه پرويز هودبای د اکتوبر پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې د اټومي وسلو خوندي ساتلو معلومات ډير پټ وي او په اړه یې اټکل کول بې ځاي دی.

هغه وايي:

"په دي اړه څوک هم څه نشي ويلي، بې له هغو خلکو چې د دي مشران وي. ځکه دا هغه راز وي چې بهر والو ته معلوميدی هم نشي. دا صرف د پاکستان خبره نه ده بلکې په نړيواله توګه يو اصول دی. که چېرې معلومه شي چې اټومې وسلې چرته دي؟ څومره دي؟ او د دې مشري څوک کوي؟ نو بيا حريف هېواد له دې ګټه پورته کولی شي. ځکه د دې پوښتني ځواب ورکول ممکن نه دي. خو دا خبره موږ ته معلومه ده چې پوځ کې دننه اختلافات موجود دي. ټولو ته معلومه ده چې څه رنګه يې ترهګرو سره مذاکرات وکړل؟ په کوم وخت کې چې د ترهګرو خلاف کارروايي پکار وه، هغه وخت يې ونکړه. نو ځکه څوک هم د پاکستان په پوځ اعتبار نه لري چې هغوی کوم پلو دي."

د پاکستان د اټومي انرژۍ د ويبپاڼې له معلوماتو سره سم په هېواد کې د جوهري توانايۍ درې کارخانې يا بټۍ دي. په دې کې دوه په کراچۍ او يوه په چشمه کې ده.

XS
SM
MD
LG