د لاسرسي ځای

تازه خبر

قامي اسمبلۍ د مې نهمې تشدد پېښو کې ښکېلو کسانو ته تر پوځي قوانينو لاندې سزا ورکولو قراردار منظور کړ


د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف د مې پر ۲۲مه په پارلېمان کې د مې نهمې د تشدد پېښو په اړه وينا کوي.
د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف د مې پر ۲۲مه په پارلېمان کې د مې نهمې د تشدد پېښو په اړه وينا کوي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ د مې پر نهمه د تحريک انصاف د مشر عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د احتجاجونو پر مهال د تشدد په پېښو کې ښکېلو کسانو ته تر پوځي قوانينو لاندې د سزاو ورکول تاييد کړي دي.

اسمبلۍ د مې پر ۲۲مه، په دې اړه يو قرارداد منظور کړ چې پکې ويل شوي پارلېمان "تر پوځي قوانينو لاندې شرخوښو ته د سزا ورکولو ملاتړ کوي". قرارداد د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف وړاندې کړ.

نوموړي وويل چې د مې نهمه د پاکستان په تاريخ کې توره ورځ ده او هر کال به یې په همدې نوم يادونه کېږي. د نوموړي په خبره د تحريک انصاف د دغو مظاهرو پر وخت د شوي تاوان تر شا پلانوونکي او پر پوځي ادارو د حملو هڅوونکي ول چې پر ضد یې ثبوتونه شته او پولیسو نيولي دي.

د مې پر نهمه د درغليو په يوه مقدمه "القادر ټرسټ" کې د پاکستان پخواني وزیراعظم او د تحريک انصاف مشر، عمران خان تر نیول کېدو وروسته د دې ګوند د غړيو د مظاهرو پر مهال ولسي او پوځي املاکو ته زیان رسېدلی وو. د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان وژل شوي او لسګونه ژوبل شوي ول. همداراز پوځي تاسیساتو، پوځي مجسمو او څلو او د رېډيو پاکستان په شمول ګڼو دولتي ودانیو ته زیان واوښت.

د مظاهرو پر وخت پارېدلي خلک د پاکستاني پوځ پر مرکز (جي اېچ کيو) ورغلل، په بنو، چکدره او ځينو نورو ځايونو کې یې پوځي تنصيباتو ته اور واچاوه. مظاهرچيان همداراز په لاهور کې د پاکستاني پوځ د يو کور کمانډر پر کور هم ورغلل او له هغه ځايه یې ځينې شيان يووړل. د دې تر څنګ جناح هاوس ته، چې د پاکستان لپاره تاريخي حیثیت لري، اور پورې کړل شو.

تر دې مخکې د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منير ويلي‌ وو چې له تشدده ډکو مظاهرو کوونکو او پلانوونکو ته به تر پوځي قوانينو (ارمي اېکټ او افیشل سېکرېټ اېکټ يا سرکاري خفيه قانون) لاندې سزاوې ورکول کېږي. هغه زیاته کړې وه چې ګډوډيو جوړونکو او د پوځ یادګارونو ته زیان اړوونکو سره به هېڅ رعايت نه کېږي.

همدغه خبره د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د مې پر ۲۲مه تکرار کړ. هغه په پارلېمان کې د وينا پر وخت وويل چې د پوځ بې عزتي کوونکي او حکومتي املاکو ته اور اچوونکي مظاهرچيان ځکه بايد بې سزا پاتې نه شي چې په سیاست کې د تشدد کولو ځای نه شته. نوموړي له تفصيل ورکولو پرته ادعا وکړه: "که د مې پر نهمه له تشدد کوونکو خلکو سره رعايت وشو نو پاکستان به بچ پاتې نه شي."

د مې پر ۱۱مه، عمران خان د سپريم کورټ لخوا د يوې پرېکړې له مخې په ضمانت له زندانه خوشې شو. تر هغه وروسته نوموړي په بیا بیا ادعا کړې چې پلويان یې په تشدد کې لاس نه لري.

نوموړي زیاته کړې چې داسې کافي شواهد ورسره شته چې ښيي چې د هغه تر نيول کېدو وروسته، د شويو مظاهرو پر وخت په بېلا بېلو ځایونو کې املاکو ته په زیان رسولو او د ډزو په پېښو کې د استخباراتي ادارو کسان ښکېل ول.

خو پوليسو د تحريک انصاف د یوشمېر مشرانو په ګډون په مظاهرو او بلوو کې ګډون کوونکيو نيولو ته دوام ورکړی دی. پولیس وايي چې تر دې دمه یې په سلګونو تورن کسان نیولي او لا هم د تحريک انصاف د ځينو مشرانو او د مظاهرو په وخت د خلکو پاروونکو پر ضد يې عمليات دوام لري.

XS
SM
MD
LG