د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسد عمر د تحریک انصاف له دندو او فواد چودري له ګونده استعفا ورکړې ده


اسد عمر (ښي لوري ته) او فواد چودري د مې پر ۲۴مه د تحریک انصاف پرېښودو اعلان وکړ - پخوانی انځور.
اسد عمر (ښي لوري ته) او فواد چودري د مې پر ۲۴مه د تحریک انصاف پرېښودو اعلان وکړ - پخوانی انځور.

د پاکستان تحریک انصاف مخکښ سیاستوال اسد عمر له خپلو دندو او بل سیاستوال فواد چودري له ګونده استعفا ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د مې پر نهمه د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان د ګرفتارۍ په غبرګون کې په پاکستان کې په قهرجنو مظاهرو کې پر دولتي او شخصي ودانیو حملې وشوې چې تر هغې وروسته د تحریک انصاف ګڼ مخکښه سیاستوالان او سلګونه پلویان نیول شوي دي.

په تېرو شاوخوا دوو اوونیو کې د تحریک انصاف یوشمېر مخکښه مشرانو له ګونده د جلاکېدو اعلانونه کړي دي.

اسد عمر د مې پر ۲۴مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د ګوند د عمومي سېکرټر دنده او د مرکزي کمېټۍ غړیتوب پرېږدي. "اوسمهال زما لپاره ممکنه نه ده چې د یو مشر په توګه چې کوم کردار لوبولای شم، هغه ترسره کړم. له دې وجې زه د [پاکستان تحریک انصاف] د عمومي سېکرټر له دندې او د مرکزي (کور) کمېټۍ له غړیتوبه استعفا ورکوم."

عمر په خپلو خبرو کې د مې د نهمې او ۱۰مې د پېښو غندنه وکړه او زیاته یې کړه چې باید د هغو واقعاتو رڼې پلټنې وشي.

تر نوموړي وروسته د تحریک انصاف یو بل مخکښ سیاستوال او د اطلاعاتي چارو پخواني وزیر فواد چودري پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه په بیان کې ویلي دي چې تر څه وخت پورې سیاست پرېږدي، "له ګونده یې استعفا ورکړې ده او له عمران خان سره لارې جدا کوي."

تر عمر او چودري یوه ورځ مخکې د ګوند دوو نورو مخکښو سیاستوالانو شیرین مزارۍ او فیاض الحسن چوهان د ګوند پرېښودو اعلان کړی وو.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان دعوه کوي چې د فشار له کبله یې د ګوند غړي مجبورېږي چې ورسره لارې بېلې کړي.

نوموړي د مې پر ۲۴مه خپلو پلویانو ته په ویډیويي وینا کې وویل چې ده "شکر وکړ" چې شیرین مزارۍ له "ظلمه د ځان ژغورلو لپاره له ګونده استعفا ورکړه."

ده په خپلو خبرو کې وویل چې که نور سیاستوالان هم ورڅخه ولاړ شي، ګوند یې نه کمزوری کېږي. عمران خان د ګوند پر غړو او پلویانو غږ وکړ چې له ګرفتاریو څخه د ځان ژغورلو لپاره دې پټ شي او د تحریک انصاف په حق دې له ویناګانو او څرګندونو ډډه وکړي.

عمران خان تر دې مخکې هم ویلي ول چې په "جبري ډول" ورڅخه د سیاستوالانو د بېلولو هڅې کېږي.

خو د پاکستان حکومت وايي چې د خان پلویانو د مې پر نهمه او ۱۰مه پر دولتي او شخصي ودانیو د حملو په کولو هغه څه کړي دي چې تر دې مخکې نه ول شوي.

د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د مې پر ۲۴مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، تحریک انصاف ګوند پر "پوځي تاسیساتو حملې وکړې" چې دا د "ریاست پر اساساتو برید" دی او همدا لامل دی چې وفاقي اېتلافي حکومت پر هغه ګوند د بندیز پر لګولو غور کوي.

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل شول او پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو ته زیان واوښت.

پوليسو د تحريک انصاف د یوشمېر مشرانو په ګډون په مظاهرو او بلوو کې ګډون کوونکي سلګونه کسان نيولي او د يوشمېر نورو د نيولو لپاره يې عمليات دوام لري.

د پاکستان حکومت د مې نهمې ته د "تورې ورځې" نوم ورکړی دی او وايي، هر کال به یې رسماً یادونه کېږي.

عمران خان ټینګار کوي چې پلویان یې د حکومتي، پوځي او شخصي ودانیو په زیانمنولو کې ککړ نه دي او دعوه کوي چې د استخباراتي ادارو کارکوونکو دا کار کړی دی.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر ویلي دي چې پر پوځي ودانیو او څلو د بریدونو په تور پر ککړو کسانو د پوځي قانون له مخې مقدمې دایروي.

د هغه هېواد وفاقي اېتلافي حکومت هم ویلي دي چې په حملو او د اور اچونې په پېښو کې د ککړو کسانو پرضد له پوځي قوانینو سره سم اقدامات کوي او په دې لړ کې د مې پر ۲۲مه قامي اسمبلۍ یو قرارداد هم منظور کړ.

د عمران خان دریځ

د تحریک انصاف مشر عمران خان د مې پر ۲۰مه په لاهور کې خپلو پلویانو ته په ویډیويي وینا کې د مې نهمې پېښې د خپل ګوند پرضد "یو منظم سازش" وبللې او دعوه یې وکړه چې اوسمهال پر "عدلیې فشار دی چې تحریک انصاف ته اسانتیا ور نه کړي."

ده د چا نوم وانخیست او زیاته یې کړه چې د قهرجنو مظاهرو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یې د ګوند ۲۵ بې وسلې پلویان وژل شوي دي.

نوموړي د خپلو دعوو د ثابتولو لپاره شواهد وړاندې نه کړل.

عمران خان زیاته کړه چې په سپریم کورټ کې یې مشر قاضي ته په سپینه ویلي ول چې په سختو ټکو کې د مې نهمې پېښې غندي.

د عمران خان خان پرضد قضیه او عدالتي اقدامات

د پاکستان سپریم کورټ د مې پر ۱۱مه د احتساب ملي ادارې (نیب) له لوري د خان د ګرفتارۍ طریقه ناسمه وبلله او سمدستي یې د هغه د خوشې کولو امر وکړ.

تر دې یوه ورځ وروسته اسلام اباد های کورټ نوموړي ته د القادر ټرسټ درغلۍ په قضیه کې د دوو اوونیو ضمانت ورکړ او په نورو ټولو قضیو کې یې د هغه د نه ګرفتارولو امر وکړ.

په هغه قضیه کې راغلي چې کله د ۲۰۱۹ز کال په پای کې د پاکستان یوه لوی کاروباري ملک ریاض حسین د برتانیا د جرمونو له ملي ادارې سره د ۱۹۰ مېلیونه پاونډه جوړجاړی وکړ او هغه پیسې یې د پاکستان سپریم کورټ ته واستولې، نو تر هغې وروسته نوموړي القادر بنسټ ته د پوهنتون جوړولو لپاره د پنجاب له جهلم سره نېږدې سلګونه کناله ځمکه ورکړه او د ټولو لګښتونو پرې کولو اعلان یې وکړ.

عمران خان، د هغه ښځه بشرا بي بي او د هغې ملګرې فرح خان د القادر ټرسټ غړي دي. ملک ریاض لا د قضیې په اړه څه نه دي ویلي خو عمران خان پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG