د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپريم کورټ د عمران خان د "سمدستي خوشې کولو" امر وکړ


د پاکستان رېنجرز ځواک سرتېرو د مې پر نهمه د احتساب ملي ادارې پر امر عمران خان نيولی وو ــ انځور له ارشيفه
د پاکستان رېنجرز ځواک سرتېرو د مې پر نهمه د احتساب ملي ادارې پر امر عمران خان نيولی وو ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان سپريم کورټ يا ستر عدالت د هغه هېواد د پخواني وزيراعظم او تحريک انصاف د مشر عمران خان د "سمدستي خوشې کولو" امر کړی دی.

نن (د مې پر ۱۱مه) پر چيف جسټس عمر عطا بنديال، جسټس محمد علي مظهر او جسټس اطهر من الله باندې مشتملې درې کسيزې جرګګۍ د پاکستان د احتساب ملي ادارې (نېب) له خوا د عمران خان د ګرفتارۍ پر ضد د پاکستان تحريک انصاف د درخواست د اورېدنې پر مهال دا پرېکړه وکړه.

نېب عمران خان د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د تحقیقاتو لپاره ګرفتار کړ.

په سپريم کورټ کې د عمران خان د ګرفتارۍ پرضد درخواست د ګوند مخکښ فواد چودري د مې پر ۱۰مه ورکړی وو او غوښتنه يې کړې وه چې هغه دې خوشې کړل شي.

نن په هغه اړه په ستر عدالت کې د اورېدنې پر مهال د عمران خان وکیل حامد خان وويل چې د هغه موکل عمران خان د مې پر نهمه تر "ګرفتارۍ مخکې ضمانت" لپاره اسلام باد های کورټ ته مراجعه کړې وه خو رېنجرز ځواکونو له هغه سره "بد چلند وکړ او هغه یې ونیوی."

پر دې مهال د سپريم کورټ ستر قاضي عمر عطا بنديال وويل چې څوک څنګه د عدالت له احاطې يو ملزم نيولی شي؟ نوموړي زياه کړه چې د عدالت په احاطه کې د عمران خان په نيولو د عدالت سپکاوی شوی دی.

وروسته عدالتي جرګګۍ د نېب څارنوال اصغر حيدر ته امر وکړ چې عمران خان دې په يو ساعت کې دننه سپريم کورټ ته حاضر کړي.

د سپريم کورټ پر امر چې کله عمران خان عدالت ته حاضر کړل شو نو د تحريک انصاف پر درخواست اورېدنه بيا پيل شوه. پر دې مهال ستر عدالت د هغه ګرفتاري غير قانوني وګرځوله او عمران خان ته يې سبا (د مې پر ۱۲مه) يو ځل بيا اسلام اباد های کورټ ته د رجوع کولو امر وکړ چې دا ډول د مې پر نهمه نيمګړې پروسه بيل پيل کړي.

عدالت د عمران خان تر خوشې کولو وروسته هغه ته امر وکړ چې تر سبا (د مې تر ۱۲مې) دې په اسلام اباد کې د پوليس لاينز په مېلمستون کې پاتې شي او تر ۱۰ پورې کسان له نوموړي سره د ملاقات لپاره ورتلی شي.

عمران خان دا وخت په القادر ټرسټ قضيه کې د پوښتنو ګروېږنو لپاره د پاکستان د احتساب ملي ادارې (نېب) په توقيف کې دی. د اسلام اباد يو عدالت د مې پر ۱۰مه نوموړی په اته ورځني جسماني رېمانډ نېب ته وسپاره.

خان د مې پر نهمه اسلام اباد های کورټ ته په نورو قضیو کې تر ګرفتارۍ مخکې د ضمانت اخیستو لپاره ورغلی وو چې د رېنجرز ځواک سرتېرو د احتساب ملي ادارې پر امر ونیوه.

د وزیراعظمۍ له دندې څخه له ګوښه کېدو راهیسې پر نوموړي د تورو پیسو سپینولو، توشه خانې او د حکومت ضد احتجاجي غونډو پر مهال د ګډودۍ او ترهګرۍ په تورونو یوشمېر قضیې ثبت شوې دي چې پکې په یوشمېر مقدمو کې هغه ضمانتونه ترلاسه کړي دي.

عمران خان پر ځان لګېدلي ټول تورونه ردوي او وايي چې ورباندې جوړې مقدمې سیاسي موخې لري.

په اسلام اباد کې د تحريک انصاف پلويانو احتجاج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:48 0:00

د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته په پاکستان کې قهرجنې مظاهرې دوام لري او پولیسو د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د هېواد په یوشمېر ښارونو کې د مظاهرچیانو ګرفتارۍ دوام لري.

د اسلام اباد پوليس وايي چې تر اوسه يې شاوخوا ۲۰۰ کسان نيولي چې عامه ځايونه يې سوځولي او زيانمن کړي ول. له دې پرته پولیسو په لاهور، کراچۍ، پېښور او د پاکستان په يوشمېر نورو ښارونو کې هم د "بلوو او زيان رسولو" په تور سلګونه احتجاجیان نيولي دي.

د پنجاب او خیبر پښتونخوا لنډمهالو صوبايي حکومتونو د مې پر ۱۰مه د نظم او عامه امن ساتلو په موخه هلته د پوځ ځای پر ځای کولو فیصله وکړه.

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د امنیتي ځواکونو او د تحریک انصاف ترمینځ د اخ و ډب په پېښو کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د خيبر پښتونخوا د پوليسو په وينا، تر دې دمه په هغه صوبه کې د احتجاج پر مهال اووه کسان وژل شوي دي. بلخوا د بلوچستان حکومت ويلي چې هلته د احتجاج پر مهال يو کس وژل شوی دی. پر دې سربېره په ټول هېواد کې سلګونه پوليسان او احتجاجيان ژوبل شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG