د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوليسو د پاکستان تحريک انصاف لسګونه مشران او سلګونه پلويان نيولي


د مې پر نهمه د پاکستان د پخواني وزيراعظم او پي ټي ای د مشر عمران خان تر نيولو وروسته د هغه پلويانو په ټول هېواد کې احتجاجونه پيل کړل.
د مې پر نهمه د پاکستان د پخواني وزيراعظم او پي ټي ای د مشر عمران خان تر نيولو وروسته د هغه پلويانو په ټول هېواد کې احتجاجونه پيل کړل.

د اسلام اباد پوليسو ويلي چې "امن ته د زيان رسولو د خطر له مخې" يې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) يوشمېر مشران نيولي دي.

پوليسو نن (د مې پر ۱۱مه) پر خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي چې د پي ټي ای مرستيال مشر شاه محمود قريشي، جنرل سېکرېټري اسد عمر، مرستيال صدر فواد چودري او همدا راز جمشيد اقبال چيمه، فلک ناز چترالي، مسرت جمشيد چيمه او مليکه بخاري يې ګرفتاره کړې ده.

پوليس زياتوي چې ټولې ګرفتارۍ يې د "قانوني اړتياوو تر بشپړلو وروسته" کړي او "نورې ګرفتارۍ" به هم کوي.

د اسلام اباد پوليس وايي چې تر اوسه يې شاوخوا ۲۰۰ کسان نيولي چې عامه ځايونه يې سوځولي او زيانمن کړي ول.

پوليسو دا بيان تر هغه وروسته خپور کړی چې د مې پر نهمه د احتساب ملي ادارې پر امر د درغلۍ په يوه قضيه کې د پاکستان د پخواني وزيراعظم او پي ټي ای د مشر عمران خان تر نيولو وروسته د هغه پلويانو په ټول هېواد کې احتجاجونه پيل کړل او يوشمېر سرکاري او غيرسرکاري ځايونو او املاکو ته يې زيان واړاوه.

پر اسلام اباد سربېره په لاهور، کراچۍ، پېښور او د پاکستان په يوشمېر نورو ښارونو کې هم پوليسو د "بلوو او زيان" رسولو په تور سلګونه احتجاجيان نيولي دي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د مې پر ۱۰مه ناوخته ولس ته په وينا کې خبرداری ورکړ چې "هېواد دښمنه عناصر" دې له خپلو کړنو راوګرځي. نوموړي زياته کړه چې له "شرخوښوونکو" سره به سخت چلند کوي.

تر دې وړاندې د مې پر ۱۰مه د پاکستان پوځ مطبوعاتي ادارې په يو بيان کې پي ټي ای ته په اشارې وويل چې "د اقتدار په حوس کې ښکېل، سياسي پوښ اغوستې ډلې هغه کار وکړ چې د پاکستان ابدي دښمنانو په ۷۵ کلونو کې نه وو کړی."

په هغه بيان کې زياه شوې چې "پر پوځي تاسیساتو حملې وشوې، خو پوځ بیا هم له زغم څخه کار واخیست. تر دې وروسته به د هر ځوابي عمل مسوليت د پي ټي ای د دې مظاهرو پلانونکو او اسانچارو پر مشرانو وي چې موږ پېژندلي. د دوی پر ضد به سخته قانوني کارروايي کېږي."

بل خوا پاکستان تحريک انصاف د پوځ دغه بیان له حقيقت سره په ټکر کې بللی چې پکې د عمران خان تر نيول کېدو وروسته پر دې ګوند پر پوځي تاسیساتو د منظمو بريدونه تور پورې شوی دی.

ګوند د مې پر ۱۰مه پر خپله رسمي ټويټر پاڼه په خپور کړي بیان کې دعوه کړې چې "پر ايين او قانون په عمل کولو سره له تشدد پرته په سوله ييز ډول د خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي".

بیان زیاتوي چې د عمران خان تر نيول کېدو وروسته د ولسي غبرګون راتلو بېلا بېل لاملونه دي چې په وينا يې، نيول شوي مشر [عمران خان] يې په تېرو ۱۳ میاشتو کې په وار وار په ګوته کړي دي.

په عين حال کې د پنجاب او خیبر پښتونخوا لنډمهالو صوبايي حکومتونو د مې پر ۱۰مه د نظم او عامه امن ساتلو په موخه هلته د پوځ ځای پر ځای کولو پرېکړه وکړه.

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د امنیتي ځواکونو او د تحریک انصاف ترمینځ د اخ و ډب په پېښو کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د خيبر پښتونخوا د پوليسو په وينا، تر دې دمه په هغه صوبه کې د احتجاج پر مهال اووه کسان وژل شوي دي. بلخوا د بلوچستان حکومت ويلي چې هلته د احتجاج پر مهال يو کس وژل شوی دی. پر دې سربېره په ټول هېواد کې سلګونه پوليسان او احتجاجيان ژوبل شوي هم دي.

عمران خان دا وخت په القادر ټرسټ قضيه کې د پوښتنو ګروېږنو لپاره د پاکستان د احتساب ملي ادارې (نېب) په توقيف کې دی. د اسلام اباد يو عدالت د مې پر ۱۰مه نوموړی په اته ورځني جسماني رېمانډ نېب ته وسپاره.

نوموړی د مې پر نهمه اسلام اباد های کورټ ته په نورو قضیو کې تر ګرفتارۍ مخکې د ضمانت اخیستو لپاره ورغلی وو چې د رېنجرز ځواک سرتېرو د احتساب ملي ادارې پر امر د عدالت له ودانۍ بهر ونیوه.

د وزیراعظمۍ له دندې څخه له ګوښه کېدو راهیسې پر نوموړي د تورو پیسو سپینولو، توشه خانې او د حکومت ضد احتجاجي غونډو پر مهال د ګډودۍ او ترهګرۍ په تورونو یوشمېر قضیې ثبت شوې دي چې پکې په یوشمېر مقدمو کې هغه ضمانتونه ترلاسه کړي دي.

عمران خان پر ځان لګېدلي ټول تورونه ردوي او وايي چې ورباندې جوړې مقدمې سیاسي موخې لري.

XS
SM
MD
LG