د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: د پوځ له مشر سره هېڅ لانجه نه لرم


په پاکستان کړکېچ د مې پر نهمه د تحریک انصاف مشر عمران خان تر نیولو وروسته زیات شوی دی ـ
په پاکستان کړکېچ د مې پر نهمه د تحریک انصاف مشر عمران خان تر نیولو وروسته زیات شوی دی ـ

د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي، د پوځ له مشر سره يې نه پخوا څه ستونزه درلوده او نه یې اوس لري.

د امریکا غږ راډیو له اردو څانګې سره د مې پر ۱۹مه په مرکه کې عمران خان وویل، څو وارې يې هڅه کړې چې د پوځ له مشر جنرال عاصم منير سره مسله هواره کړي او د خپلې خبرې سپيناوی وکړي خو د هغه په خبره، ستونزه د مقابل لوري لخوا ده.

خان تور پوری کړ چې د پوځ مشر نه غواړي چې ګینې هغه (عمران خان) دې په واک کې راشي.

د عمران د دې تازه څرګندونو په اړه پوځ څه نه دي ويلي خو په تېر وختونو کې يې په وار وار ویلي دي چې د هېواد په سياست کې مداخلت نه کوي.

په پاکستان کې له کړکېچ وروسته له هغې زیات شوی چې د مې پر نهمه نیمه پوځې ځواک (رېنجرز ) سرتېرو د درغلۍ په یوه قضیه کې عمران خان ونیولو. د هغه تر ګرفتارۍ وروسته د تحریک انصاف پلویانو په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وکړې.

د احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول او پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو ته زیان واوښت.

د مې له نهمې تر ۱۱مې په پاکستان کې پر اوښتو زیانونو د هغه هېواد حکومت او پوځ سخته غصه ښکاره کړې او د پاکستان د ملي امنیت کمېټې هر کال د مې نهمه د "تورې ورځې" په توګه د لمانځلو پرېکړه کړې ده.

دا راز د پاکستان پوځ د مې پر ۱۵مه د کور کمانډرانو تر ځانګړې غونډې وروسته وویل چې د مظاهرو پر مهال پوځي ودانيو، دفترونو، د کور کمانډر کور او نورو ځايونو ته زیان رسوونکو پر ضد به د پوځي قوانينو لاندې مقدمې درجوي.

پوليسو د تحريک انصاف د ځينو مشرانو په ګډون په مظاهرو او بلوو کې ګډون کوونکي سلګونه کسان ونیول او د يوشمېر نورو د نيولو لپاره يې عمليات دوام لري.

د مې پر ۱۱مه د سپریم کورټ په امر عمران خوشی شو او په لاهور کې خپل کور ته لاړ خو د لاهور پولیسو د مې پر ۱۹مه په بیان کې ویلي دي چې په زمان پارک کې د عمران خان د کور د تالاشۍ امر یې ترلاسه کړی دی.

تر دې یوه ورځ مخکې د پنجاب د لنډمهالي حکومت د اطلاعاتي چارو وزیر ویلي وو چې د خان په کور کې له ۳۰ څخه تر ۴۰ پورې هغه مشکوک ترهګر پټ" دي چې د مې پر نهمه یې د هغه تر ګرفتارۍ وروسته د مظاهرو پر مهال پر پوځي تاسیساتو حملې کړې وې.

خو د ګوند مشر عمران خان دغه تورونه ردوي او وايي چې ډزې د هغوی پلویانو نه دي کړي او نه هم املاکو ته تاوان د هغوی د ګوند د پلویانو لخوا رسول شوی. هغه تور پورې کړ چې دا کار د استخباراتي ادارو کسانو کړی دی.

XS
SM
MD
LG