د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ په القادر ټرسټ قضیه کې عمران خان ته ضمانت ورکړی


عمران خان د مې پر ۱۲مه ګڼو امنیتي سرتېرو عدالت ته بدرګه کړ.
عمران خان د مې پر ۱۲مه ګڼو امنیتي سرتېرو عدالت ته بدرګه کړ.

اسلام اباد های کورټ د پاکستان پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان ته د القادر ټرسټ په قضیه کې ضمانت ورکړی دی.

د های کورټ قاضي میا حسن اورنګزېب او قاضیې ثمن رفعت امتیاز د مې پر ۱۲مه د تحریک انصاف د درخواست اورېدنه وکړه او هغه ته یې د دوو اونیو لپاره ضمانت ورکړ.

د پاکستان رسنۍ وايي، د هغو قاضیانو جرګګۍ تر دې وروسته په نورو مقدمو کې هم د خان د ضمانت د درخواستونو اورېدنه وکړه او بیا یې حکومت ته سپارښتنه وکړه چې د مې تر ۱۷مې پورې دې په هېڅ قضیه کې هغه نه ګرفتارېږي.

د وزیراعظمۍ له دندې څخه له ګوښه کېدو راهیسې پر نوموړي د تورو پیسو سپینولو، توشه خانې او د حکومت ضد احتجاجي غونډو پر مهال د ګډودۍ او ترهګرۍ په تورونو یوشمېر قضیې ثبت شوې دي چې پکې په یوشمېر مقدمو کې هغه ضمانتونه ترلاسه کړي دي.

عمران خان پر ځان لګېدلي ټول تورونه ردوي او وايي چې ورباندې جوړې مقدمې سیاسي موخې لري.

د مې پر ۱۲مه د خان عدالت ته د تګ پر مهال په اسلام اباد کې ګڼ پوځيان، پولیس او د رېنجرز ځواک سرتېري ځای پر ځای ول. د های کورټ ودانۍ شاوخوا ته هم د رېنجرز ځواک سرتېري د امنیت لپاره درېدلي ول.

دا پرمختګونه تر هغې وروسته شوي دي چې د مې پر ۱۱مه سپریم کورټ په القادر ټرسټ قضیه کې د خان د ګرفتارۍ طریقه ناقانونه وبلله او د هغه د خوشې کولو د امر تر څنګ یې ورته سپارښتنه وکړه چې د مې پر ۱۲مه دې اسلام اباد های کورټ ته حاضر شي.

د مې پر نهمه د پاکستان د رېنجرز ځواک ګڼو سرتېرو عمران خان د احتساب د ملي ادارې (نیب) په وینا​ د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د تحقیقاتو لپاره ګرفتار کړی وو.

د خان ګرفتارۍ په هېواد کې پراخې مظاهرې وپارولې چې په غبرګون کې پولیسو سلګونه کسان ګرفتار کړل.

د سپریم کورټ مشر قاضي عمر عطا بندیال، قاضي محمد علي مظهر او قاضي اطهر من الله درې کسیزه جرګګۍ د مې پر ۱۱مه د پاکستان د احتساب د ملي ادارې (نیب) له لوري د خان ګرفتارۍ پرضد د تحریک انصاف د درخواست اورېدنه وکړه.

عدالت په خپله فیصله کې وویل چې عمران خان دې د هغې قضیې چیلېنجولو لپاره اسلام اباد های کورټ ته حاضر شي.

درې کسیزه جرګګۍ حکومت ته امر وکړ چې د اسلام اباد پولیس لاینز په مېلمستون کې د پاتې کېدو او های کورټ ته د حاضرېدو پر مهال دې د نوموړي د امنیت پوره انتظام وکړي.

په عین وخت کې تحریک انصاف د مې پر ۱۲مه تر نیمې شپې وروسته پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې پولیسو یې یوه مخکښه سیاستواله او د بشري حقونو چارو پخوانۍ وزیره شیرین مزارۍ نیولې ده.

د مزارۍ لور ایمان حاضر مزارۍ هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې تر ۵۰ زیات پولیس یې کور ته داخل شوي دي.

تحریک انصاف د مې پر ۱۲مه د پنجاب صوبې د روغتیايي چارو پخوانۍ وزیرې ډاکترې یاسمین راشد د ګرفتارۍ خبر هم ورکړی دی.

هغه ګوند داراز ویلي دي چې غړي او پلویان یې له خپل مشر عمران خان سره د یووالي په موخه د جمعې پر ورځ اسلام اباد ته ورځي.

خو د اسلام اباد پولیس وايي انتظامیې په ښار کې د قانون ۱۴۴مه دفعه یا ماده نافذه کړې ده. د پولیسو په وینا، هېچا ته د غونډو او د ښار د امنیت خرابولو اجازه نه ورکوي.

په پاکستان کې ضلعي انتظامیې او حکومتونه د عامه نظم ساتلو یا د ناامنۍ پېښو د مخنیوي لپاره وخت په وخت د جنايي قانون ۱۴۴مه دفعه نافذوي چې ورسره سم، پر ولسي غونډو، تر پینځو د زیاتو کسانو په ورغونډېدو، د موټرسایکل پر غبرګه سپرلۍ او د وسلې پر ګرځولو بندیز وي.

د اسلام اباد پوليس وايي چې تر اوسه يې شاوخوا ۲۰۰ کسان نيولي چې عامه ځايونه يې سوځولي او زيانمن کړي ول. له دې پرته پولیسو په لاهور، کراچۍ، پېښور او د پاکستان په يوشمېر نورو ښارونو کې هم د "بلوو او زيان رسولو" په تور سلګونه احتجاجیان نيولي دي.

د پنجاب او خیبر پښتونخوا لنډمهالو صوبايي حکومتونو د مې پر ۱۰مه د نظم او عامه امن ساتلو په موخه هلته د پوځ ځای پر ځای کولو فیصله وکړه.

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د امنیتي ځواکونو او د تحریک انصاف ترمینځ د اخ و ډب په پېښو کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د پي ډي اېم او حکومت غبرګون او دریځ

د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې په هغه واکمن تحریک کې شامل ګوندونه د مې پر ۱۲مه د هېواد پر سیاسي حالاتو غونډه کوي.

نوموړي د مې پر ۱۱مه شپې ناوخته په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د تحریک انصاف پلویانو د مې له نهمې راهیسې د مظاهرو پر مهال دولتي او شخصي ودانیو ته زیان ورساوه خو سپریم کورټ بیا هم د عمران خان د خوشې کولو امر وکړ.

پاکستان جمهوري غورځنګ د جمعیت علمای اسلام (ف) او مسلم لیګ (ن) په ګډون ګوندونو جوړ دی چې اوسمهال په اېتلافي حکومت کې ورشامل دي. پیپلز ګوند او یوشمېر نور ګوندونه او سیاستوالان هم د واکمن اېتلاف غړي دي.

اخوا د پاکستان د اطلاعاتي چارو وفاقي وزیرې مریم اورنګزېب ویلي دي چې عمران خان "له قامي خزانې څخه ۶۰ اربه روپۍ غلا" کړې او ورباندې مقدمه روانه ده خو سپریم کورټ یې د خوشې کولو امر وکړ.

نوموړې د مې پر ۱۱مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې په وروستیو ورځو کې مظاهرو او تاوتریخوالي ته په اشاره وویل چې د پاکستان له جوړېدو راهیسې "په تېرو ۷۵ کلونو کې دښمن هغه څه و نه کړل چې عمران خان وکړل خو عدالت بیا هم خوشې کړ. د هغه قضیه لا روانه وه، هغه د پوښتنو لپاره د [نیب] په تحویل کې وو."

په همدې حال کې د دفاعي چارو وزیر خواجه محمد اصف ویلي دي چې وفاقي کابینې مناسبه وګڼله، په هېواد کې بیړنی حالت اعلانېدلی شي.

نوموړي د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ د سپریم کورټ د درې کسیزه جرګګۍ پر پرېکړې انتقاد وکړ او په خبري غونډه کې یې تور پورې کړ چې د عمران خان خوشې کول "ښکاره ناانصافي" ده.

اصف زیاته کړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر یوازې په یوه وینا کولو دوه کاله زندان تېر کړل خو د عمران خان په لارښوونه د هغه پلویان د پوځي افسرانو په کورونو ورننوتل خو بیا هم نه سزا کېږي.

خو عمران خان د مې پر ۱۱مه د سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ ته ویلي ول چې ده هېڅکله د تاوتریخوالي ملاتړ نه دی کړی او اجازه یې نه ورکوي. نوموړي زیاته کړه چې دی ګرفتار وو، موبایل ټېلېفون یې ورڅخه اخیستی وو نو نه دی خبر چې په هېواد کې څه پېښ شوي او مسوول یې هم نه دی.

XS
SM
MD
LG