د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف په ۷۲ ساعتونو کې دننه د "بلوه ګرو" د نیولو امر کړی


د مې پر نهمه د تحریک انصاف پلویانو په لاهور کې کور ته له اچولي اوره لمبې خیژي.
د مې پر نهمه د تحریک انصاف پلویانو په لاهور کې کور ته له اچولي اوره لمبې خیژي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف، په لاهور کې د کور کمانډر کور ته اور اچونکي او د بلوو په نورو پېښو کې د ککړو کسانو د نیولو حکم کړی دی.

شهباز شریف نن (د مې پر ۱۳مه) په لاهور کې د پاکستان سېف سټي اتارټي د کتنې په مهال وویل، په پېښو کې ککړ کسان او د هغې پلانونکو پر خلاف به کاروایي کوي.

هغه وویل، د پاکستان په ۷۵ کلن تاریخ کې کله هم داسې کارونه نه دي شوي لکه په ورستیو کې چې په هغه هیواد کې وشول. نوموړي د قانون پر وزیر غږ وکړ چې زر تر زره خپل کار پېل کړي او په دې لړ کې له ځنډه کار وانخلي.

بلخوا د پنجاب حکومت په پېښه کې د ککړو ځینو مشکوکو کسانو عکسونه خپاره کړي او د هغوی په پیژندګلوي کې مرسته کونکو لپاره یې نقد انعامونه اعلان کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مې پر نهمه د پاکستان د رېنجرز ځواکونو دتحریک انصاف مشر عمران خان ونیوو، دې اقدام پراخې مظاهرې وپارولې چې پکې لږ تر لږه لس کسان ووژل شول او لسګونه نور پکې ژوبل شول.

مظاهرنیو په لاهور کې د کور کمانډر د کور سربیره په پېښور کې د ریډیو پاکستان ودانۍ او ځینې نوو ودانیو ته اور اچولی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG