د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان د سپریم کورټ وروستۍ پریکړه ''عدالتي مارشل لا'' بللې ده


مولانا فضل الرحمن په يوه غونډه کې وينا کوي - انځور له ارشيفه
مولانا فضل الرحمن په يوه غونډه کې وينا کوي - انځور له ارشيفه

د جمعیت علما اسلام (ف) او د پاکستان واکمنو ګوندونو اتحاد، جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمان د سپریم کورټ په وروستیو پریکړو نيوکې کړې او ویلي یې دي چې هغه اداره د ''تضاداتو'' ښکار ده.

د اپرېل پر ۱۵مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته نوموړي وویل، یو خوا عدالت په ۹۰ ورځو کې د انتخاباتو حکم او له بلې خوا ورته ویل کیږي چې په خپلو کې کښیني او د انتخاباتو د نېټې مقررولو لپراه یوې نتیجې ته ورسیږي.

مولانا فضل الرحمان پوښتنه وکړه چې که حکومت او اپوزیشن د خبرو له لارې په اکتوبر کې انتخاباتو کولو ته سلا شي نو د عدالت لخوا په ۹۰ ورځو کې د ټاکنو د کولو د حکم به څه کیږي؟

دا په داسې حال کې ده چې د اېتلافي حکومت او چيف جسټس عطا بنديال ترمینځ اختلافات تر هغه وروسته ډېر شوي چې نوموړي په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتو په اړه له خپلې خوا اقدام وکړ او بیا یې په پنجاب کې د مۍ پر ۱۴مه د صوبایي انتخاباتو امر وکړ. تر دې وړاندې د ټاکنو کمېشن د صوبایي ټاکنو لپاره د اکتوبر اتمه نېټه اعلان کړې وه.

مولانا فضل الرحمان د چا نوم وانخیست خو تور یې ولګاوه چې د حکومتي اتحاد د''بلېک مېل'' کېدو هڅې کیږي. هغه وویل د پاکستان په ایین کې د هرې ادارې واک او چوکاټ معلوم دی. هغه زیاته کړه: "که کومه اداره د عمران خان لپاره د پارلېمان او ټاکنو کمېشن په واک کې مداخله کوي نو پر ضد به زموږ پلویان سرکونو ته راووځي. پارلبمان به ګټي، قام او اولس به ګټي که خېر وي. مونږ له وړاندې په سرکونو د راوتو عادي یو.''

د پاکستان جمهوري غورځنګ مشر د پارلېمان ورستیو منظور کړیو بېلونو او پر سپریم کورټ کې د هغې په اړه د اته کسیزې جرګګۍ په جوړیدو هم نیوکې وکړې.

د پاکستان د سپریم کورټ اته کسیزه جرګګۍ د اپرېل پر ۱۳مه په د پارلمان د یوې قانوني مسودې په اړه په پرېکړه کې ویلي، چې هغه قانوني مسوده دې نه عملي کیږي. مسوده د سپریم کورټ د مشر قاضي د واک بیا ټاکنې په اړه ده چې روانه میاشت قامي اسمبلۍ او سېنېټ منظوره کړې وه.

مولانا فضل الرحمان تور ولګاوه چې د سپریم کورټ وروستئ پریکړې ''عدالتي مارشل لا'' ده. چيف جسټس تر اوسه د مولانا فضل الرحمان د تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا د تحریک انصاف مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان پر حکومتي اتحاد تورونه لګوي چې د خپلې ګټې لپاره د سترې محکمې امرونه نه مني. عمران خان د اپریل پر ۱۵مه په لاهور کې د خپل ګوند غړو ته په وینا کې وویل د اساسي قانون د سرلوړۍ دپاره به احتجاجونو ته دوام ورکوي.

په پاکستان کې د تېرو څو میاشتو راهیسې د انتخاباتو د نېټې پر سر ناندرې روانې دي. په پنجاب او خیبر پښتونخوا صوبو کې دا مهال نګران حکومتونه دي. د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلۍ ړنګه شوې وه.

حکومت دريځ لري چې په اوس وخت کې ټاکنې د خراب اقتصادي حالاتو او ناامنیو له وجې نه شي کېدلی. د چارواکو په وينا له همدې امله بايد انتخابات په خپل قانوني وخت، د دې کال په اکتوبر کې وشي.

XS
SM
MD
LG