د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میرلي کې نامعلومو وسله والو یو تن وژلی دی


دا په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۲۳م کال له پېل راهیسې ۱۱م هدفي برید دی. تېر کال هلته ۴۷ ورته پېښې شوې وې.
دا په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۲۳م کال له پېل راهیسې ۱۱م هدفي برید دی. تېر کال هلته ۴۷ ورته پېښې شوې وې.

د شمالي وزیرستان په میرلي کې د اپرېل پر اوومه وسلوالو په هدفي برید کې یو تن په ډزو وژلی دی.

د میرلي یو پولیس افسر د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وویل، وسلوالو خدي مارکیټ ته څېرمه د بنو او میرامشا پر سړک پر زاهد نومې کس ډزې وکړې او هغه یې پر ځای وواژه.

پولیس افسر زیاته کړه چې د پېښې په اړه یې د نامعلومو کسانو پرضد مقدمه لیکلې ده.

دا په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۲۳م کال له پېل راهیسې ۱۱م هدفي برید دی. تېر کال هلته ۴۷ ورته پېښې شوې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG