د لاسرسي ځای

تازه خبر

سمرقند غونډه: متقي ويلي د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي


امیر خان متقي د اپرېل پر ۱۳مه په سمرقند کې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو په غونډه کې ګډون کړی وو.
امیر خان متقي د اپرېل پر ۱۳مه په سمرقند کې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو په غونډه کې ګډون کړی وو.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي دي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

امیر خان متقي د اپرېل پر ۱۳مه په سمرقند کې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو غونډې ته په وینا کې وویل چې حکومت یې د وسلوالو پرضد اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

د نوموړي په وينا افغانستان پر خپله ژمنه ټینګ ولاړ دی، چې هېڅ فرد یا ډلې ته به اجازه ور نه‌ کړي چې د افغانستان خاوره د سیمې یا د کوم هېواد پر خلاف وکاروي او یا په افغانستان کې د مخدره توکو کښت یا قاچاق وکړي.

متقي زياته کړه، "دا یوازې د لفظي ژمنې تر حده نه خلاصه کېږي، بلکې موږ عملاً په افغانستان کې د امنیت او ثبات لپاره په جدي مبارزه بوخت یو."

متقي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د اپرېل پر ۱۳مه د روسیې، چین، پاکستان او د ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د سمرقند د غونډې په درشل کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر پراختیا اندېښنه وښوده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر ټېلېګرام د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له قوله په بیان کې ویلي، "د افغانستان د وضعیت په اړه مو پر اندېښنو بحث وکړ چې پکې په افغانستان کې د ترهګرۍ پراخېدل، د افغانستان په اړه د امریکا او لویدیز [هېوادونو] د بندیزونو دوام له کبله پیدا شوي ناورینونه او د افغانستان د خلکو سخت ژوند" شامل دي.

عبداللهیان زیاته کړه چې د ناستې ګډونوالو له تعلیمه د افغان نجونو پر محرومولو هم اندېښنه وښوده.

د طالبانو حکومت په تېرو وختونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د وسلوالو پرضد مبارزې ته ژمن دي، په دې لړ کې یې کاروایۍ ته دوام ورکړی دی او دا چې د افغانستان خاوره به د هېچا پرضد کارېدو ته پرې نه ږدي.

داراز، د طالبانو حکومت وايي، د نجونو د تعلیم لپاره یې د یو "شرعي چوکاټ" پر جوړولو کار ته دوام ورکړی دی خو د هغه چوکاټ په اړه یې وضاحت نه دی کړی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت تر غونډې يوه ورځ وړاندې د اپرېل پر ۱۲مه په یو بیان کې ويلي ول، چین غواړي افغانستان یو خپلواک او ټولشموله سیاسي جوړښت ولري، معتدله او معقوله کورنۍ او بهرنۍ تګلارې ولري او په تېره، له ګاونډیو هېوادونو او نورې نړۍ سره دوستانه اړیکې وپالي.

د چین ترڅنګ د نړۍ یوشمېر نورو ځواکمنو هېوادونو هم په بیا بیا پر طالبانو ټینګار کړی دی چې ټولګډونه حکومت دې جوړ کړي خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر کې ویلي ول چې هغه غوښتنه منطقي نه ده.

د سمرقند په غونډه کې د هغو هېوادونو ترڅنګ د ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو هم ګډون کړی دی.

د سمرقند غونډه د پاکستان په نوښت د هغې لړۍ څلورمه ناسته ده چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د هم هغه کال په سېپټېمبر کې په اسلام اباد کې پیل شوې وه.

د دې لړۍ دویمه غونډه د ۲۰۲۱ز کال په اکتوبر کې په تهران او درېیمه یې د ۲۰۲۲ز کال په مارچ کې په چین کې شوې وه.

د افغانستان د ګاونډیو په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG