د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم د کراچۍ په جلسه کې پښتنو ته د ورپېښو مسلو د هواري غوښتنه کړې


منظور پښتین د کراچۍ جلسې ته د وینا پر مهال - د فبرورۍ ۱۹مې انځور.
منظور پښتین د کراچۍ جلسې ته د وینا پر مهال - د فبرورۍ ۱۹مې انځور.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کراچۍ کې د جلسې له لارې د جنوبي وزیرستان د اوسېدونکي نقیب الله مسید د وژنې په تور د پخواني پولیس افسر راو انوار او نورو کسانو د سزا کولو او په هغه ښار کې د پښتنو او افغانانو نه ځورونو غوښتنه کړې ده.

د غورځنګ مشر منظور پښتین مشال راډیو ته وویل، د فبرورۍ پر ۱۹مه په سهراب ګوټ کې د جلسې جوړولو موخه د غورځنګ د یوه مخکښ غړي محمد ابراهیم ارمان لوڼي د څلورم تلین لمانځل او داراز، د نقیب مسید په وژنه کې د ککړو کسانو د سزا ورکولو ترڅنګ، پښتنو ته پر ورپېښه مسلو غږ اوچتول ول.

ارمان لوڼی د ۲۰۱۹ز کال د فبرورۍ پر دویمه په بوري (لورالایي) کې تر يوې مظاهرې لږ ساعت وروسته په مبينه ډول د پوليسو په تشدد کې وژل شوی وو. پښتون ژغورني غورځنګ تور پورې کوي چې هغه د پولیسو یو ځايي مشر عطاالرحمان ترین په وهلو وژلی وو خو پولیس دا تور ردوي.

جلسې ته د غورځنګ د مشر منظور پښتین او نورو مخکښه مشرانو په ګډون ګڼ پلویان او د ګڼ سیاسي او مدني فعالان ورغلي ول چې په کراچۍ ښار کې یې د پښتنو او افغانانو د "بې ځایه ګرفتاریو" درولو، په پښتون مېشته سیمو کې د ناامنۍ پرضد اقداماتو او هلته د پرمختیايي چارو ترسره کولو غوښتنې وکړې.

د غورځنګ مشر منظور پښتین وویل، د نقیب مسید له کورنۍ سره ولاړ دی او ورسره د انصاف لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.

ده وویل، راو انوار عدالتونو خوشې کړ خو امریکا او برتانیا ورباندې بندیزونه لګولي دي.

دا جلسه پر داسې مهال شوې ده چې د جنورۍ پر ۲۳مه د کراچۍ یو عدالت د جنوبي وزیرستان د اوسېدونکي نسیم الله، چې په نقیب الله مسید پېژندل کېده، د وژنې په قضیه کې پرېکړه واوروله او د پولیس افسر راو انوار په ګډون یې ټول تورن کسان بري کړل.

د کراچۍ په زندان کې دننه عدالت په خپله لنډه پرېکړه کې ویلي ول چې د "ناکافي ثبوتونو" له کبله د کراچۍ د ملیر سیمې د پولیسو پخوانی مشر راو انوار په ګډون ټول ۲۵ پولیسان بري کوي.

عدالت په خپله فیصله کې ویلي چې د قضیې پلټونکي پولیس د تورونو په ثابتولو یا عدالت ته د ثبوتونو په وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي.

خو د مسید وکیل صلاح الدین پنور د جنورۍ پر ۲۳مه د فیصلې تر اورېدو وروسته مشال راډیو ته وویل چې هغو پینځو پولیسو چې پخوا یې د انوار پرضد ګواهي ورکړې وه، وروسته له خپل بیانه په شا شول نو ځکه د قضیې لوری بدل شو او عدالت د ټولو تورنو کسانو د خوشې کولو امر وکړ.

تر دې مخکې عدالت د جنورۍ پر ۱۴مه فیصله په داسې حال کې خوندي کړې وه چې تر دې یوه ورځ مخکې د نقیب مسید د وژنې پینځه کاله پوره شول.

عالم شېر مسید وايي کورنۍ یې د نقیب مسید د وژنې قضیه تر وروستي حده وړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:14 0:00

د افغانانو او پښتنو ګرفتارۍ

د سهراب ګوټ جلسې ته په وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل چې په کراچۍ کې پښتانه او افغانان ځورول کېږي. ده وویل، د افغانستان خراب وضعیت د پاکستان د ناسمو تګلارو نتیجه ده.

دا هغه دعوه ده چې نوموړي تر دې مخکې هم په بیا بیا کړې خو اسلام اباد وايي، په افغانستان کې یې د سولې او ثبات لپاره هڅې کړې دي.

پښتین له اسلام اباده وغوښتل چې په کراچۍ کې دې افغانان نه نیسي او هغوی دې نه زنداني کوي.

د فبرورۍ پر ۱۹مه د کراچۍ جلسې ته ګڼ فعالان او ولسي وګړي ورغلي ول.
د فبرورۍ پر ۱۹مه د کراچۍ جلسې ته ګڼ فعالان او ولسي وګړي ورغلي ول.

پښتون ژغورنې غورځنګ تر دې مخکې هم په کراچۍ او سیند صوبه کې د افغانانو او پښتنو د ګرفتاریو او زنداني کولو پرضد مظاهرې کړې دي.

یوشمېر افغانانو مشال راډیو ته ویلي چې پولیس یې پر قانوني اسنادو سربېره نیسي او پیسې ورڅخه اخلي خو پولیس دا تور ردوي.

په کراچۍ کې له افغان بندیانو څخه یې اکثر تر هغې وروسته پاکستان ته واوښتل چې طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شو او له هغه راهیسې له هغه هېواده د خلکو د وتلو لړۍ روانه ده.

له هغوی څخه یې یوشمېر هغه خلک دي‌ چې د طالبانو د حکومت له خوا ځان ته خطر احساسوي او ګڼ یې په هېواد کې د بې روزګارۍ له کبله پر وتلو مجبور شوي دي. خو په وروستیو میاشتو کې سلګونه افغانان د عدالتونو تر فیصلو وروسته هېواد ته لېږدول شوي دي.

غورځنګ دعوه کوي چې په کراچۍ کې د افغانانو ترڅنګ داسې پښتانه هم نیول شوي چې پاکستاني وګړي دي او شناختي کارډونه لري.

خو د سیند صوبايي چارواکو په تېرو میاشتو کې په بیا بیا ویلي دي چې یوازې هغه افغانان نیسي چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د ناامنۍ موضوع

منظور پښتین د کراچۍ جلسې ته په وینا کې وویل، په پښتون مېشته سیمو کې پر زیاتې شوې ناامنۍ انتقاد وکړ او و یې ویل چې هلته وسلوال بیا د منظمېدو په حال کې دي.

ده وویل، پښتانه بیداره شوي دي او د ناامنۍ ضد یې ولسي هڅې پیل کړې دي.

پښتین زیاته کړه چې غورځنګ به په راتلونکې کې د ناامنۍ ضد ولسي پاڅونونو کې ګډون کوي.

په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په یوشمېر نورو برخو کې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې د زیاتېدونکې ناامنۍ ضد پراخې مظاهرې، جلسې، لاریونونه او احتجاجي ناستې شوې دي. په دې لړ کې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د ولسي پاڅون په نامه پراخې غونډې هم شوې دي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخواني مشر معظم جا انصاري د جنورۍ پر ۲۶مه په پېښور کې د يوې خبري غونډې په وخت ويلي وو چې په ۲۰۲۲ز کال کې چې د ناامنۍ کومې پېښې په خیبر پښتونخوا صوبه کې ولیدل شوې، ساری یې په تېرو پينځو کلونو کې نه وو لیدل شوی.

خو د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکي وايي، د وسلوالو ضد اقداماتو ته دوام ورکوي.

په وروستیو کې پوځ او پولیسو وویل چې په لکي مروت کې یې د عملیاتو پر مهال ۱۲ مشکوک وسلوال وژلي دي. د چارواکو په وینا، هغه عملیات د جنورۍ له ۲۶مې څخه د فبرورۍ تر اوومې نېټې پورې روان ول.

د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منير د ډېسېمبر پر ۲۳مه شمالي وزیرستان ته د سفر پر مهال ویلي ول چې پوځ امنیتي حالاتو ته توجه ورکوي او "د ترهګرۍ مخنيوي ته ژمن" دی. جنرال سيد عاصم منیر د نومبر پر ۲۹مه د جنرال قمر جاوېد باجوه د ځایناستي په توګه د پاکستاني پوځ د نوي مشر په توګه دنده پیل کړې وه.

د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف د فبرورۍ پر درېیمه ویلي ول چې حکومت پرېکړه کړې ده چې د ترهګرۍ پرضد به د وفاق او صوبو ترمینځ یو شان پالیسي عملي کوي.

XS
SM
MD
LG