د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې وسلوالو یو ځايي وګړی وژلی دی


پولیس وايي، وسلوالو په میرلي بازار کې پر رحیم الله ډزې وکړې - پخوانی انځور.
پولیس وايي، وسلوالو په میرلي بازار کې پر رحیم الله ډزې وکړې - پخوانی انځور.

د شمالي وزیرستان پولیس وايي چې په میرلي کې په ۲۴ ساعتونو کې په دویم هدفي برید کې یو ځايي وګړی وژل شوی دی.

د میرلي پولیسو تر برید وروسته په بیان کې ویلي دي چې وسلوالو د فبرورۍ پر ۱۸مه په میرلي بازار کې پر رحیم الله ډزې وکړې او وتښتېدل.

بیان وايي، د "نامعلومه وسلوالو" پرضد مقدمه دایره شوې ده او د نیولو هڅې یې روانې دي.

تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۱۷مه هم وسلوالو د میرلي په حکیم خېلو کې د کرکټ یو ځايي لوبغاړی پیر قاسم شاه په هدفي برید کې وژلی وو. پولیس او د سیمې اوسېدونکي وايي چې شاه له خپلې لوبډلې سره عیدک ته د کرکټ سیالۍ لپاره روان وو چې له تورو ښیښو لرونکي ګاډي څخه ورباندې وسلوالو ډزې وکړې او و یې واژه.

د دواړو حملو ذمه واري چا نه ده منلې. د فبرورۍ ۱۸مې له پېښې سره په شمالي وزیرستان کې سږ کال د هدفي بریدونو شمېر پینځه ته ورسېد.

په شمالي وزیرستان کې هدفي بریدونه له یوشمېر کلونو راهیسې روان دي چې پکې ګڼو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په ۲۰۲۲ز کال کې په هغه ضلع کې ۴۷ هدفي بریدونه شوي ول چې پکې تر ۶۰ زیات مشران، ځوانان، سیاستوالان، ښځې، دیني عالمان او امنیتي سرتېري وژل شوي ول.

په شمالي وزیرستان کې سیاستوالانو، فعالانو، ځايي مشرانو او د ضلعې اوسېدونکو د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې د زیاتېدونکې ناامنۍ پر ضد احتجاجونه، پرلتونونه او جرګې کړي او له حکومته يې د امنيت ټينګښت غوښتني کړي.

انتظامیې او پوځ هم په وار وار ویلي چې هلته یې د وسلوالو ضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی او په تېرو وختونو کې یې د هدفي بریدګرو د وژنې دعوې هم کړې دي.

XS
SM
MD
LG