د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو نجونو ته تر پينځم ټولګي د زده کړو اجازه ورکړه


د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال په ډېسېمبر کې د نجونو پر لوړو زده کړو او داراز، په ناحکومتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال په ډېسېمبر کې د نجونو پر لوړو زده کړو او داراز، په ناحکومتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

په افغانستان کې د طالبانو د پوهنې وزارت امر کړی چې له شپږم ټولګې ښکته نجونې کولی شي چې بېرته ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو ته لاړې شي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د سرپرست مولوي حبیب الله اغا د جنورۍ پر نهمه ناوخته په دې اړه په یوه مکتوب کې امر کړی چې په ټولو ولایتونو کې باید له شپږم ټولګي ښکته د نجونو ښوونځي، مدرسې، کورسونه او د موسسو له خوا پرمخ وړل کېدونکي ټولګي په بشپړه توګه بېرته فعاله شي.

د پوهنې وزارت همداراز ښځینه ښوونکو ته ویلي چې په خپل حجاب کې تدریس ته دوام ورکړي.

دا له هغه وروسته ده چې د رپورټونو له مخې د طالبانو په مخکیني امر سره چې د منځنۍ او لیسې دورې د نجونو ښوونځي یې تړلي وو په ځینو ولایتونو کې ابتدایه دورې نجونې هم درسونو ته نه پرېښودل کېدې.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل او پر افغانستان واکمن شول. هغوی د خپلې واکمنۍ په پیل کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې وتړلې او هغه مهال یې ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۲ز کال په پسرلي کې ښوونځي بیا پرانیزې خو دا کار یې و نه کړ.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال په ډېسېمبر کې د نجونو پر لوړو زده کړو او داراز، په ناحکومتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو سختدریځه کړنلاره له تنقید سره مخامخ شوې ده او د طالبانو حکومت پر نړیواله کچه د ښځو او نجونو پر وړاندې پر "جنسیتي تبعیض او نا برابرۍ" تورن شوي دي.

خو د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې په بیا بیا ویلي دي چې د "شریعت په چوکاټ" کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي او د نجونو د زده کړو لپاره تګلاره او "شرعي چاپېریال" جوړوي، خو په دې اړه یې وضاحت نه دی کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG