د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د پولیسو پر مرکز برید پای ته ورسېد


 د پولیسو ايډېشنل انسپکټرجنرل جاوید اوډو رسنیو ته تایید کړه چې د هغه پر دفتر ترهګرو حمله کړېده:
د پولیسو ايډېشنل انسپکټرجنرل جاوید اوډو رسنیو ته تایید کړه چې د هغه پر دفتر ترهګرو حمله کړېده:

په کراچۍ کې د پولیسو پر مرکز د وسله والو لخوا تر سره شوی برید له څو ساعته جګړې وروسته په داسې حال کې پای ته رسېدلی چې دواړو غاړو ته تلفات اوښتي دي.

دا حمله د فبرورۍ د ۱۷مې نېټې په ماسختن په کې پي او یا کراچي پولیس افس باندې وشو. دا پنځه پوړیزه ودانۍ د کراچۍ د پولیسو یو له مهمو مرکزونو څخه ده چې د پولیسو ايډېشنل انسپکټرجنرل جاوید اوډو هم دغلته کېني. نوموړي له بریده سمدستي وروسته رسنیو ته تایید کړې وه چې د هغه پر دفتر "ترهګرو "حمله کړېده او د رېنجر ځواکونو او وسله والو ترمنځ د ډزو تبادله روانه ده.

د سیند حکومت ویاند د شبې ناوخته رسنیو ته وویل، تر درې ساعته د ډزو تبادله روانه وه خو په پایله کې یې درې واړه بریدکوونکي ووژل شول او دا عملیات پای ته ورسېدل. تر دې وړاندې په لومړنیو معلوماتو کې د بریدګرو شمېره له اتو تر لسو پورې ښودل شوې وه.

د سیند حکومت ویاند مرتضا وهاب ویلي، هغه تر دمې دمه تاییدولی شي چې د کې پي او ودانۍ تصفیه شوې او درې ترهګر وژل شوي دي.

د کراچۍ پولیس وايي، په دې حمله کې ۱۷ ژوبل کسان او څلور جسدونه د کراچۍ جناح روغتون ته رسول شوي دي. په ژوبلو کې د پولیس او رینجر سرتېري شامل دي. څلور وروړل شویو جسدونو کې یو د پولیسو، بل د رینجر سرتېري او درېم د یو خاکروب دی، د څلورم جسد په اړه لا معلومات نه دي ورکړل شوي.

شوي هم دي چې شپږ پکې رینجر سرتېري او درې پولیس والا دي. ژوبل تنان د جناح روغتون ته لېږدول شوي دي.

پولیس وايي، وسله وال په یوه سپین موټر کې ورغلي، په دروازه کې یې ډزې کړي او د پولیسو ودانۍ ته په ننوتلو بریالي شوي دي.

د سیند صوبې اعلا وزیر مراد علي شاه د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې د پولیسو، رینجر او پوځ په زړورتوب دا حمله ناکامه دکړل شوې او بریدګر له منځه وړل شوي دي. نوموړی وايي: د پولیس، رینجرز او د پوځ د سرتېرو د پروخت ځوابي عملیاتو ستاینه کوي.

له بریده فورا وروسته پولیسو په سیمه کې پولیسو ناکه نیولې او برېښنا یې بنده کړې وه. د سیند حکومت په جناح او سیول روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان کړی وو.

د کراچۍ د پولیسو ویاند ویلي په درې بریدګرو کې یوه ځان الوځولی او دوه نور د پولیسو په ډزو وژل شوي دي.

تر دې وړاندې د سیند صوبې د اطلاعاتو وزیر شرجیل مېمن له جیو نیوز سره په خبرو کې ویلي وو، هغوی نه شي ویلي چې برید کوونکي څوک او د کومې ډلې کسان دي؟

تر دې دمه کومې وسله والې ډلې د برید زمه واري قبوله کړې نه ده.

تر دې وړاندې د جنورۍ په ۳۰مه په پېښور کې د پولیس لاینز په جومات ځانمرګی برید ترسره شوی وو چې پکې له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات ژوبل شوي ول. عيني شاهدانو مشال راډيو ته ويلي وو چې ځانمرګی بريدګر په لومړي صف کې په امام پسې ولاړ وو او چاودنه یې وکړه.

له هغې ځانمرګې حملې وروسته د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي وو چې ترهګري اوس هم د پاکستان لپاره تر ټولو لویه ننګونه ده.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۲ کال د جون له مياشتې راهیسې تر ټولو لویېوسله والې ډلې، تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات کړي وو. که څه هم دواړه غاړې اوربند ته ورسېدې خو بريدونه بیا هم کېدل.

د ۲۰۲۲م کال په نومبر مياشت کې د تحريک طالبان پاکستان مشر، نور ولي مسيد اعلان وکړ چې دوی سره د مذاکراتو په وخت شوې وعدې نه دې پوره شوې نو ځکه یې خپلو وسله والو ته ويلي چې له ځانه په دفاع کې بريدونه بيا پيل کړئ.

د بریدونو په غبرګون کې ځايي ولس لاریونونه او احتجانونه کړي او په سیمه کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG