د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لورلايي له جلسې پس د پښتون ژغورنې غورځنګ ۱۰ غړي بندیان


بوري کې د ارمان لوڼي تلینغونډه. ۲۰۲۰، ۱۱ فبروري
بوري کې د ارمان لوڼي تلینغونډه. ۲۰۲۰، ۱۱ فبروري

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي، د دوی لږ تر لږه ۱۰غړي لا هم د بلوچستان له پوليسو سره په قېد کې دي.

دا کسان له هغو نيول شویو مظاهرچيانو څخه دي چې د فبرورۍ پر نهمه يې په لورالای کې د دې غورځنګ د يو مشر ارمان لوڼي د تلين په مناسبت جوړې شوې جلسه کې برخه اخیستې وه.

د دې غورځنګ يوې مشرې او د ارمان لوڼي خور، وړانګې لوڼۍ د فبرورۍ پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې د دوی غړي سوله ييز دي او د پاکستان تر ايين لاندې د پښتنو حقونه غواړي نو ځکه بايد په بند کې و نه ساتل شي.

"زموږ ډېر زيات غړي نيول شوي وو. بيا چې لږ شور جوړ شو نو حکومت ځينې راپرېښودل خو د ملا بهرام په شمول یې ۱۰کسان لا هم نه دې خوشي کړي. پر دوی تشدد هم شوی دی. درې اېف ای ار يې جوړ کړي دي. په دوی کې يې داسې کسان هم اچولي چې د لورالای په جلسه کې یې بېخي ګډون نه دی کړی. موږ یې د ضمانت لپاره عدالتونو ته ځو."

پېښور کې د ارمان لوڼي تلینغونډه
پېښور کې د ارمان لوڼي تلینغونډه

ارمان لوڼی د ۲۰۱۹ز کال د فبرورۍ پر دوهمه په لورالای کې تر يوې مظاهرې لږ وروسته په مبينه ډول د پولیسو په تشدد کې وژل شوی وو.

پولیس دا نه مني او وايي، پر هغه د زړه حمله راغلې وه.

د لورلای تر جلسې وروسته په نيول شویو کسانو، د رياست خلاف سازش، له ايينه سرغړونې، کرکې خورولو او عامه امن خرابولو تورونه پورې شوي دي.

د دې ضلعې پولیسو ايس ايچ او عبدالرحمن د فبرورۍ پر ۱۰مه مشال راډيو ته د دې کسانو نيول ومنل خو وايي پر چا یې تشدد نه دی کړی.

هغه زياته کړه چې د دوی په قېد کې ۱۰ نه بلکې دوه کسان دي:

"يو ملا بهرام دی او بل اڅکزی موږ سره دي. پر دوی چې کوم تور پورې شوی هغه له دې وجې دی چې دوی سخت تقریرونه کړي دي. پوليسو پر چا تشدد نه دی کړی. که تشدد شوي وي نو هغه چا به کړی وي چې دوی يې په لومړي سر کې په قلعه عبدالله کې نيولي وو. دوی ليویز والاوو نيولي وو. بيا موږ راوستل."

د بشري حقونو لپاره راپورته شوي، پښتون ژغورنې غورځنګ د جنورۍ له ۲۷مې وروسته مظاهرو او جلسو ته زور ورکړی.

په دغه ورځ د پېښور پوليسو د دې غورځنګ مشر منظور پښتين د رياست خلاف د سازش په تور ونيو.

دا غورځنګ دا تورونه ردوي او وايي ماورای عدالت قتلونه دې ودرېږي، غېب کړل شوي کسان دې عدالتونو ته حاضر کړل شي، پښتانه دې په خپلو وسايلو واک ولري او پاکستان دې له وسله والو سره اړيکې پرې کړي.

د پاکستان پوځ دا نه مني او وايي دوی د ترهګرو پر ضد ډېره قرباني ورکړې او په قبايلو کې يې امن راوستی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG