د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پولیس لاینز برید ذمه واري ولې څوک نه قبلوي؟


په پېښور کې پر یوه جومات د جنورۍ ۳۰مې نېټې ځانمرګي برید خواو شا ۱۰۰ تنان وژلي
په پېښور کې پر یوه جومات د جنورۍ ۳۰مې نېټې ځانمرګي برید خواو شا ۱۰۰ تنان وژلي

د خیبر پښتونخوا د پېښور پوليس لاینز په جومات حملې په اړه حکومت په ټوله صوبه کې د جنورۍ پر ۳۱مه نېټه ماتم اعلان کړی دی.

په خيبر پښتونخوا کې په ۲۰۲۲ز کال کې د پخوانيو کلنو په پرتله تر ټولو زیاتې حملې شوې دي. د صوبې د پوليسو مشر معظم جاه انصاري د جنورۍ پر ۲۶مه نېټه په پېښور کې د خبرې غونډې پرمهال ويلي ول چې په ۲۰۲۲ز کال دومره زیات بريدونه شوي چې په تېرو پينځو کلونو کې يې ساری نه دی ليدل شوی.

خو په دې کې د پوليس لاینز د جومات تازه بريد تر ټولو خونړۍ بلل کېږي.

چارواکي وايي، په ۲۰۲۲ز کې په خيبر پښتونخوا کې ۴۹۴ وسلوال بریدونه شوي چې په نتیجه کې یې ۱۱۹ پولیس سرتېري وژل شوي او ۱۱۲ ژوبل کړي دي. په دې کې د زیاتره حملو ذمه واري ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان منلې ده خو د پېښور د جومات د تازه بريد ذمه واري تراوسه هیچا نه ده منلې. د زیاتره پوهانو او نظر خاوندانو شک دا وو چې ښايي بريد تحریک طالبان کړی وي خو ټي ټي پي هم دې تاثر ته په کتو د جنورۍ پر ۳۰مه په بیان خپرولو کولو سره له حملې څخه د لاتعلقۍ اعلان وکړ.

پوښتنه دا ده چې د پخوا برعکس د ۲۴ ساعتونو تېرېدو سربېره هيچا د دې بريد ذمه واري ولې نه ده منلې؟

د چارو پوه احسان الله ټيپو يې وجه د افغان طالبانو پر ټي ټي پي فشار ګڼي. هغه وايي چې فکر کېده چې ښايي تحریک طالبان دا حمله کړې وي چې دا مهال په افغانستان کې مېشت دي خو د ده په خبره، افغان طالبان نه غواړي له پاکستان سره اړيکې خرابې کړي نو پر ټي ټي پي د دغسې حملو نه کولو فشار اچوي.

نوموړی وايي: "که د مشکوکو ترهګرو له نظره وکتل شي نو دا يوه کامیابه حمله وه خو دا چې بريد په جومات کې شوی نو ځکه پر دوی فشار زیات دی او بل تحریک طالبان پاکستان په ۲۰۱۸زکال کې اعلان کړی وو چې په جوماتونو او نورو ولسي ځایونو به حملې نه کوي."

تر حملې وروسته افغان طالبانو هم په بیان خپرولو سره د دې غندنه وکړه. احسان ټيپو وايي چې پر افغان طالبانو د پاکستان له خوا ډېر فشار دی چې یا خو دې ټي ټي پي مذاکراتو ته کښېنوي، يا دې له خپلې خاورې وباسي، یا دې په پاکستان کې له حملو څخه منع کړي.

د سربکف مومند په نوم يو کس چې ځان د تحریک طالبان مومند څانګې مشر يادوي د جنورۍ پر ۳۰مه پر ټولنيزو رسنيو د بريد ذمه واري منلې وه چې له دې وروسته ټي ټي پي له حملې څخه د لاتعلقی بیان خپور کړ.

هغه ليکلي، دا د هغوی څلورمه حمله ده چې د خپل وژل شوي مشر عمر خراساني د انتقام اخيستو لپاره يې کړې ده. عمرخراساني د تحریک طالبان مهم مشر وو چې د پروسږکال اګست مياشت کې د افغانستان په برمل کې وژل شوی وو.

په چارو نظر لرونکي وايي چې دوی په لومړي ځل د سربکف په نوم د يوه وسلوالې ډلې د غړي نوم اورېدلی دی.

خبريال شمس مومند چې په سياسي او وسلوالو پر چارو نظر ساتي، وايي چې د سربکف مومند نوم يې په لومړي ځل اورېدلی دی.

هغه زیاتوي:

"عمر خراساني چې ژوندی وو نو د هغه په تحریک طالبان کې يو پياوړی حېثېت وو خو د هغه تر مرګ وروسته چې سربکف وايي چې د هغه (عمر خراساني) ډله اوس هم پر ځای ده نو تحریک طالبان ته اوس پکار ده چې د دې وضاحت وکړي. خو زما په اند اول ځل موږ اورو چې دغسې ډله هم شته او کاروايانې هم کوي."

په پاکستان کې دا لومړۍ ځل نه دی چې په جوماتونو حمله شوې ده بلکې په تېرو څه دپاسه دوو لسيزو کې په جوماتونو او امام باړو په وار وار بريدونه شوي دي چې پکې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون ځېنو نورو وسله والو ډلو يې ذمه واریانې منلې دي.

د پخوا په څېر دا ځل هم خلکو دغې حملې ته سخت غبرګون ښوولی دی. د امنیتي چارو پوه برېګېډيير سيد نذير وايي چې هم دا وجه ده چې وسله والې ډلې د حملې له ذمه واری اخیستو څخه ډډه کوي.

نوموړي د جنورۍ پر ۳۱مه نېټه مشال رېډیو ته وويل چې خلک دې بريد ته په ډېره سپکه سترګه ګوري.

نوموړی وايي:

"خلک وايي، دا څنګه مسلمان دی چې لمونځ ګزار ولاړ دي، جومات د الله کور دی، د الله په وړاندې مونځ کوي او په هغه جهاد روا دی او( فدايي) حمله کوي. د خلکو د دغسې بیانيې خلاف شديد تاثر راغلی دی نو ماته ښکاري چې وسلوالو ډلو د خلکو نفرت محسوسه کړی دی."

پر ټولنیزو رسنيو سياستوالانو، مدني فعالانو او د چارو پوهانو حکومت په امیتي غفلت تورن کړی دی. برېګېډيير نذير وايي چې دا دومره حساسه ځای کې حمله د امنيتي ادارو ناکامي په ګوته کوي.

هغه وايي:

"دا استخباراتي ناکامي هم ده چې ولې يې په دې اړه تروخت له مخه خبرداری ور نه کړل شو؟ بل دا چې درې حصاره ماتول او له بارودو سره جومات ته ننوتل او بیا لومړي صف ته رسېدل، دې ته اشاره کوي چې امنیتي حصار ولې دومره کمزوری وو چې ورڅخه بريدګر تېر شو؟"

د چارو پوهان وايي چې د پېښور بريد د پاکستان حکومت له يوې لويې ننګونې سره مخامخ کړی دی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د پېښور تر سفر وروسته اسلام اباد ته له رسېدو سره سم د جنورۍ پر ۳۱مه نېټه پر ټويټر پاڼه منلې چې ترهګري د دې هېواد تر ټولو لويه امنيتې ننګونه ده. هغه پر سياسي ګوندونو غږ کړی چې خپلمینځي سياست شاته کړي او اول دې د پاکستان ضد کړیو پرضد يو موټي شي.

XS
SM
MD
LG