د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال کورېلا: امریکا په پاکستان کې بریدونو اندېښمنه کړې ده


د امريکا پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال مايکل کورېلا د ډېسمبر پر ۱۵مه په راولپېنډۍ کې د پاکستان پوځ له مشر عاصم منير سره ليدلي - انځور له ارشېفه
د امريکا پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال مايکل کورېلا د ډېسمبر پر ۱۵مه په راولپېنډۍ کې د پاکستان پوځ له مشر عاصم منير سره ليدلي - انځور له ارشېفه

د امريکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) مشر جنرال مايکل کورېلا ویلي چې واشنګټن د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له لوري د پاکستان امنيت او ثبات ته پر ورپېښ خطر اندېښمن دی.

نوموړي د ډېسمبر پر ۱۷مه په اسلام اباد د پاکستان انګرېزۍ ژبې اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي، امريکا او پاکستان خپلو خپلو ګټو ته په پام، په ترهګرۍ ضد مبارزه او د پولو د امنیت ساتلو په چارو کې يو بل ته د همکارۍ لاس ورکولو ته ژمن دي.

جنرال کورېلا تېره اوونۍ پاکستان ته سفر کړی وو او په وينا يې، د ډېسمبر پر ۱۵مه يې په راولپېنډۍ کې د پاکستان پوځ له مشر جنرال عاصم منير سره په ليدنه کې د ترهګرۍ د مخنيوي پر لارو چارو خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تحريک طالبان پاکستان د نومبر پر ۲۸مه په پاکستان کې د حملو بيا پيلولو تر اعلان وروسته د يوشمېر بريدونو ذمه وارۍ منلې دي.

دا چې پاکستان د هغې وسلوالې ډلې د ځپلو لپاره له امريکا څخه د څه ډول مرستو تمه لرلای شي؟ په ځواب کې یې د دفاعي چارو برېتانيا مېشتې شنونکې ډاکټرې عايشې صديقې د ډېسمبر پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل، پاکستان به ښايي له امريکا ډرون ټېکنالوژي وغواړي خو په دې شرط چې د کارولو اجازه به يې د پاکستان له پوځ سره وي. "له امريکا سره انتخاب دا دی چې ډرون بريدونه وکړي. خو مخکې هم د پاکستان غوښتنه دا وه چې امريکا بايد خپلسري عمليات و نه کړي بلکې له پاکستان سره تر سلا مشورې او يا هم د هغه هېواد تر اجازې وروسته اقدام وکړي. پاکستان به غواړي چې امريکايي وسله یا مشينري خپله وکاروي. پاکستان به په اوسنيو حالاتو کې امريکا ته د خپلې خوښې د عملياتو اجازه ور نه کړي. پاکستان به ښايي له امريکا د ډالرو تمه هم وکړي. خو ايا دا تمه به يې پوره شي؟ زه فکر نه کوم."

د سټيټېسټا(Statista) په نوم يوې نړيوالې څېړنيزې ادارې پر خپله ووبپاڼه ليکلي، د امريکا استخباراتي ادارې (سي ای اې) له ۲۰۰۴ز کاله تر ۲۰۱۸ز پورې په پاکستان کې د "ترهګرو پرضد ټولې ۴۲۹ ډرون حملې" کړې وې. د هغې ادارې د شمېرو له مخې، تر ټولو زيات ډرون بريدونه په ۲۰۱۰ز کال کې شوي ول چې شمېر يې ۱۲۸ وو.

پاکستان به په اوسنيو حالاتو کې امريکا ته د خپلې خوښې د عملياتو اجازه ور نه کړي.
عایشه صدیقه

د پاکستان ملکي حکومتونه د امريکايي ډرون بريدونو له امله، چې اکثر په قبایلي ضلعو کې کېدل او پکې د "بېګناه ولسي وګړو د وژنې" خبرونه هم خپاره شوي ول، له نیوکو سره مخامخ ول.

په پاکستان کې د دفاعي چارو يو شنونکی برېګېډيیر سید نذير وايي، د ټي ټي پي د حملو د مخنيوي لپاره بايد سفارتي لارې چارې ولټول شي.

د ده په خبره، که د وسلوالو په نښه کولو لپاره يو ځل بيا ډرون بريدونه پيل شول نو پايلې به يې د پاکستان، افغانستان او سیمې لپاره ښه نه وي.

نذیر البته وايي چې د ناامنۍ پرضد ګڼ اړخیزه اقدامات په کار دي. ​"يو د پولو د څارنې چارې دي چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس ښه کېدای شي. بل، امريکا پاکستان ته تخنيکي مرستې ورکولی شي، او درېيم دا چې [اسلام اباد] د افغان طالبانو مشرتابه مجبوره کړي چې پر پاکستانيو طالبانو د خپل نفوذ په کارولو هغوی په پاکستان کې له حملو منع کړي. سيمه ييزه او نړيواله سفارتکاري هم د ترهګرۍ د مسلې د حل له چارو سره مرسته کولی شي. د دې برعکس که پوځي طاقت وکارول شي او يا هم په پاکستان او افغانستان کې ډرون بريدونه پيل شي، نو نړۍ او په خاصه توګه پاکستان ته به يې نقصان ډېر وي."

په پېښور کې خبريال او د سيمه یيزو چارو شنونکی شميم شاهد بيا په دې اند دی چې تر هغې چې د ترهګرۍ مسلې د حل په چارو کې د پاکستان د سياسي ګوندونو او د هغو د مشرانو رايو او وړانديزونو ته ځای نه وي ورکړل شوی، دا ستونزه د حلېدو نه ده.​ "هر کله چې د طالبانو پرضد کاروايي شوې ده، که هغه شريکه ده او که جلا جلا، په نتيجه کې يې نه يوازې د هغو شمېر سېوا شوی دی بلکې په سياسي نفوذ کې يې هم اضافه شوې ده. د کاروايانو د کاميابۍ او موثريت لپاره اړينه ده چې د سياسي قيادت باور او مرسته ترلاسه شي. په سوات کې پوځ له سياسي ملاتړه برخمن وو نو عمليات يې کاميابه شول. په شمالي وزيرستان کې هم تر هغې چې د سياسي قيادت خبره منل کېده، عمليات کامياب روان ول. خو په خيبر، باجوړ او مومندو کې د سياسي حمايت د نه شتون له وجې عمليات ناکامه شول. که د جنوبي وزيرستان خبره وکړو نو هلته له ۲۰۰۹ز راهيسې تر اوسه پورې د ترهګرو او پوځ ترمینځ پټ پټوڼی روان دی."

د پاکستان پوځ په بیا بیا ویلي دي چې بې له توپیره یې د وسلوالو ضد عملیات کړي دي.

‎​له سږني اوړي راهیسې د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې د ناامنۍ پېښې شوې دي چې پرضد یې د جولای له میاشتې راهیسې لاریونونه، پرلتونه، جلسې او جرګې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا صوبايي او د پاکستان وفاقي حکومتونو او پوځي چارواکو په وروستیو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې وسلوال منظمېدو ته نه پرېږدې، پرضد یې اقدامات کوي او د صوبې امنیتي وضعیت نه خرابوي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د وسلوالو ضد اقدامات کوي او هغوی د صوبې امنیت خرابولو ته نه پرېږدي. د کورنیو چارو وزیر بابر سلیم سواتي د ډېسېمبر پر پینځمه د اسمبلۍ غونډې ته ویلي ول چې پولیسو په تېرو ۱۰ میاشتو کې "۵۴۰ ترهګر نیولي" او د امنیت ټینګښت لپاره د عملیاتو پر وخت یې ۸۸ پولیسان وژل شوي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د ډېسمبر پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ويلي ول چې له ناقانونه وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان سره د حکومت هېڅ رسمي خبرې نه دي روانې او دا چې د هېواد امنيتي ځواکونه به "د ترهګرو ډلو د ماتولو" عمل په "پوره قوت" مخ ته وړي.

له دې پرته، د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې (ايي اېس پي ار) وايي، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د ډېسېمبر پر شپږمه د خیبر ضلعې تیرا سیمې ته د سفر پر مهال هوډ وښود چې پوځ به د "ترهګرۍ خلاف مبارزه جاري" ساتي.

XS
SM
MD
LG