د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکیې کورنیو چارو وزیر وايي د استنبول برید په تړاو یې مشکوک کسان نیولي


په استنبول کې تر چاودنې وروسته نظامي پولیس سيمه څاري - د نومبر ۱۳مې انځور.
په استنبول کې تر چاودنې وروسته نظامي پولیس سيمه څاري - د نومبر ۱۳مې انځور.

د ترکیې کورنیو چارو وزیر ادعا کړې چې د نومبر پر ۱۳مه یې په استنبول کې د بمي چاودنې په تړاو مشکوک کسان نیولي دي.

سلیمان سوېلو د نومبر پر ۱۴مه تور پورې کړ چې د استنبول برید کردیو وسلوالو کړی دی. ده وویل، د حملې په تړاو یې ۲۲ مشکوک کسان نیولي دي او هغه کس یې هم ګرفتاره کړی دی چې بم یې ایښی وو.

سوېلو زیاته کړه چې د حملې امر د شام (سوریې) له شمالي ښار کوباني څخه ورکړل شوی وو.

د ترکیې په استنبول ښار کې د نومبر پر ۱۳مه شوې چاودنې شپږ کسان وژلي او ۸۱ زخميان کړي ول. رويټرز خبري اژانس د مړو شمېر د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان او د زخميانو هغه د استنبول د روغتيايي چارواکو له خولې ورکړی دی.

ولسمشر اردغان تر حملې لږ وروسته په يوه خبري غونډه کې وويل چې د لومړيو معلوماتو له مخې په مشهور استقلال واټ کې د دې چاودنې په کولو کې يوې ښځې هم کردار لوبولی دی. "دا یو مشکوک ترهګر عمل دی. خو زه غواړم خپلو خلکو ته ډاډ ورکړم چې د دې برید ترسره کوونکو ته به همغسې سزا ورکول کيږي څنګه یې چې دوی وړ دي. په ترهګرو حملو د ترکیې د ناکامولو هڅې پرون هم ناکمې وي او نن هم."

تر اوسه چا د دې بريد ذمه واري نه ده منلې. د ترکیې انادولو خبري اژانس د مرستيال ولسمشر فواد اوکتې له خولې ويلي چې دا بمي حمله وه چې یوې ښځې کړې ده. هغه زیاته کړه چې په زخميانو کې د دوو حالت ښه نه دی.

رويټرز خبري اژانس ليکلي چې په ترکیې په ۲۰۱۵ز او ۲۰۱۶ز کې هم بېلابېلې ورته حملې شوې وې چې د ډېریو ذمه وارۍ داعش او يا هم کردیو بېلتونپالو وسلوالو ډلو پر غاړه اخیستې وي.

تر ټولو لوی برید د ۲۰۱۶ز کال په ډېسېمبر کې په استنبول کې د فوټبال له يو لوبغالي بهر شوی وو چې ۳۸ کسان یې ووژل او ۱۵۵ کسان پکې زخميان شول. د هغه حملې ذمه وارې د کردستان کارګرانو ګوند (پي کې کې) وسلوالې څانګې منلې وه.

د پاکستان په شمول د نړۍ ګڼو هېوادونو ولسمشرانو او وزيراعظمانو د استنبول پر تازه برید خفګان ښوولی، غندلی یې دی او پر ټولنيزو رسنيو یې له ترکانو سره همدردي ښوولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG