د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه: د امریکا غږ او دویچه ویلې پر ترکۍ خپرونو بندیز لګېدلی


د ترکیې د رسنیو د څار ادارې، د امریکا غږ او جرمني د دویچه ویلې خپرونې تړلې دي.

د ترکیې د راډیو او ټلویزیون عالي بورډ د جون په ۳۰مه د تېرې فبرورۍ میاشتې یوه پریکړه خپره کړه چې ورکې ویل شوي وو، نړیوالې رسنۍ د ان لاین یا پرلیکه نشریاتو لپاره د ادارې څخه د اجازتنامې پابند ګرځول شوې دي.

د انقرې یو عدالت د جون په ۳۰مه پریکړه وکړه چې د امریکا غږ او دیویچه ویلې ویبپاڼو ته د خلکو لاسرسی محدود کړي. پرون (د جولای پر لومړۍ نېټه) په ترکیه کې په دوی کې یوې ویب پاڼې ته هم لاسرسی نه کېده.

په یوه بیان کې، دویچه ویله وویل چې دوي د اجازتنامې یا لایسنس شرط ځکه نه دی پوره کړی چې دا به د ترکیې حکومت ته د دوd د ادارتي موادو د سانسور کولو موقع په لاس ورکړي. د دویچه ویلې عمومي رییس پیټر لیمبورګ وویل چې دا خیره یې د ترکیې راډیو او تلویزیون بورډ ته په تفصیل سره تشریح کړېده.

د جرمني د حکومت ویاند سټیفن هیبستریت وویل، چې حکومت یې دغه راپورونه په "خواشینۍ" سره په پام کې نیولي دي.

د ترکیې د راډیو او تلویزون په عالي بورډ کې د مخالف ریپبلکن ګوند غړي الهان تاچي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې هغه د دغو بندیزونو مخالفت کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG