د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاپید: اسراییل او ترکیه د سفارتي اړیکو پر بحالولو سلا شوي


له ښي خوا: د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوشوغلو له خپل اسراییلي سیال یاییر لاپید، چې وروسته وزیراعظم شو، سره د خبري غونډې پر مهال - د ۲۰۲۲ز کال د جون ۲۳مې انځور.
له ښي خوا: د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوشوغلو له خپل اسراییلي سیال یاییر لاپید، چې وروسته وزیراعظم شو، سره د خبري غونډې پر مهال - د ۲۰۲۲ز کال د جون ۲۳مې انځور.

د اسراییلو سرپرست وزیراعظم ویلي دي چې له ترکیې سره د ډېپلوماټیکو اړیکو پر بحالولو سلا شوی دی.

د یاییر لاپید دفتر د اګست پر ۱۷مه وویل، اسراییل او ترکیه به د یوشمېر کلونو په موده کې په لومړي ځل سفارتي تعلقات بحال کړي او سفیران به واستوي.

په بیان کې راغلي چې دا اقدام تر هغې وروسته اخیستل کېږي چې لاپید په جون کې انقرې ته ورغی او هلته یې له ترکي ولسمشر رجب طیب اردغان سره ولیدل. نوموړی هغه مهال د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر وو او په انقره کې یې له خپل ترک سیال مولود چاوشوغلو سره هم پر دوه اړخیزه اړیکو خبرې کړې وې.

دواړه هېوادونه پخوا نېږدې ملګري ول خو اړیکې یې په ۲۰۱۰ز کال کې هغه مهال خرابې شوې چې اسراییلو یې د غزې تړانګې ته پر لاره پر بحري بېړۍ برید وکړ چې پکې ۱۰ ترکي وګړي ووژل شول. هغه بېړۍ له فلسطینیانو سره د یووالي په موخه د غزې تړانګې ته روانه وه.

په ۲۰۱۶ز کال کې د دواړو هېوادونو ترمینځ ابتدايي روغه جوړه وشوه خو په ۲۰۱۸ز کال کې چې امریکا په بیت المقدس کې خپل سفارت پرانیست، نو لانجه یې وزېږوله او له هغه وخت راهیسې دواړو خواوو سفیران نه دي استولي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ۲۰۱۷ز کال کې اعلان کړی وو چې خپل سفارت له تل ابیبه بیت المقدس ته انتقالوي. د نوموړي دې اعلان د زیاتره اسلامي هېوادونو غبرګونونه پارولي ول او عرب ټولنې دا پرېکړه غندلې وه.

ترکیه بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه نه مني او په تل ابیب کې سفارت لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG