د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوریه کې د کردانو ضد ترکي عملیات او غبرګونونه


سوریه: د ترکیو پوځي عملیاتو سره سم د سوریې د هساکې ولایت له شمالختیځ ښارګوټي راس العین څخه ځینې وګړي په یوه پیک اپ ګاډي کې خوندي ځایونو ته ځغلي. ۲۰۱۹ز کال، ۹م اکتوبر
سوریه: د ترکیو پوځي عملیاتو سره سم د سوریې د هساکې ولایت له شمالختیځ ښارګوټي راس العین څخه ځینې وګړي په یوه پیک اپ ګاډي کې خوندي ځایونو ته ځغلي. ۲۰۱۹ز کال، ۹م اکتوبر

ترکیو جنګي الوتکو د اکټوبر پر نهمه د سوریې په شمالختیځ سیمه کې بمباري پیل کړې.

رپوټونه وايي چې د سوريې په راس العین ښارګوټي کې چې له ترکیې سره پولې ته نږدې دی، د درنو چاودنو غږونه وو.

په دې سیمه کې مېشتو وسله والو ویلي چې دوه ولسي وګړي وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په چارشنبه د اکتوبر پر نهمه اعلان وکړ چې د سوریې په شمالي سیمو کې پوځي عملیات کوي.

اردوغان دې عملیاتو ته د سولې چینه نوم ورکړی دی.

اردوغان وویل چې په عملیاتو کې به د داعش وسله وال او کرد ملېشه ځواکونه چې د سوریې په شمال کې مېشت دي، وځپل شي.

ترکي ولسمشر وویل چې د دوی د پوځي عملیاتو هدف د ترهګرو ځپل دی.

خو د سوریې په شمالختیځ کې ترکیو پوځي عملیاتو په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي.

د ترکیې پوځ
د ترکیې پوځ

د امریکا سېنېټ کې د ریپبلیکنو استازي لنزي ګراهام د اکټوبر په نهمه وویل چې کانګرس به د سوریې په شمال کې د پوځي عملیاتو قیمت په ترکیه پرې کړي.

لنزي ګراهام پر ټوېټر ولیکل: زه به د دې لپاره چې د ترکیې ولسمشر د خپل دې اعلان ستره بیه پرې کړي، په کانګرس کې هڅې وکړم.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، د ترکیې حکومت هغو کردانو ته چې د سوريې په شمالي سيمو کې یې د اسلامي دولت د وسله والو یا داعش پرضد په عملیاتو کې له امریکا سره همکاري کوله، د ترهګرو په سترګه ګوري.

ترکیې د سوریې په شمالي سیمو کې د پوځي عملیاتو د پیل اعلان په داسې وخت کې کړی چې د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ څو ورځې مخکې وویل چې امریکايي ځواکونه له سیمې وځي.

خو ډونالد ټرمپ سوري کردانو ته په اشاره ویلي وو چې هغوی ښه خلک دي او له سوریې د امریکايي ځواکونو وتل د دې معنی نه لري چې امریکا به کردان یوازې پرېږدي.

ټرمپ ویلي وو چې کرد ملېشه خاص خلک دي، د جګړې ځانګړي مهارتونه لري او واشنګټن به یې مالي او تفنګي ملاتړ کوي.

د امریکا ولسمشر همدا راز ویلي وو چې د واشنګټن او انقرې اړیکې ډېرې ښې دي، خو پر ټوېټر یې لیکلي وو چې د انقرې هره غیر ضروري لانجه به د ترکیې اقتصاد ته ضربه ورکړي.

ترکیه او امریکا دواړه د ناټو غړي دي.

د دې تړون عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون پر ټوېټر لیکلي چې ترکي چارواکو د سوریې په شمال کې د پوځي عملیاتو د پیل په اړه دوی ته معلومات ورکړي دي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

سټولټنبرګ زیاته کړه چې پر ترکیه حساب کوي چې داسې عمل به کوي چې له داعش سره په مبارزه کې شويو پرمختګو ته زیان ونه رسېږي.

ترکیه د سوریې له شمال سره ګډه پوله لري.

په سوریه کې د جګړې له پیل راهیسې درې ميلیونه او شپږ لکه وګړي ترکیې ته ور کډه شوي دي.

د ترکیې حکومت غواړي چې د سوریې په خاوره کې خپل سرحد ته نږدې امن سیمه جوړه کړي او په خپله خاوره کې مېشت کډوال ور واستوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG