د لاسرسي ځای

تازه خبر

اردغان وايي شام کې د کردانو ملېشو ضد عملیاتو لپاره د امريکا اجازې ته انتظار نه کوي


اردغان وايي د نویو حملو پیلولو لپاره د امریکا اجازې ته اړتیا نه لري - پخوانی انځور.
اردغان وايي د نویو حملو پیلولو لپاره د امریکا اجازې ته اړتیا نه لري - پخوانی انځور.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان وايي، اوس هم د شام له شماله د کردانو ملېشې شړلو ته ژمن دی او د نویو حملو پیلولو لپاره به د امریکا "اجازې" ته انتظار نه باسي.

حریت ورځپاڼې د مې پر ۲۹مه په رپورټ کې لیکلي چې اردغان دا څرګندونې اذربایجان ته د سفر پر مهال په الوتکه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، که امریکا د ترهګرۍ ضد جګړې په لړ کې د خپلې برخې کار نه کوي نو ترکیه "به یې خپله وکړي."

اردغان مشخص وخت یاد نه کړ خو و یې ویل چې انقره پلان لري چې په شام کې د کردانو د خلکو ساتنې ټولیو (وای پي جي) پر ضد عملیات پیل کړي. دا هغه ملېشه ده چې ترکیه یې د ناقانونه کردانو د کارګرانو له ګوند (پي کې کې) سره په تړاو لرلو تورنوي. پي کې کې له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې په ترکیه کې وسله واله جګړه کوي.

امریکا په شام کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې پرضد په جګړه کې د وای پي جي ملاتړ کړی دی چې دا اقدام یې د انقرې له سخت مخالفت سره مخامخ شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې پر پلان اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي چې نوي عملیات سیمه ییز ثبات زیانمنولای او امریکايي ځواکونو ته خطر پېښولای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG