د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه به پر کردي بېلتوپالو بریدونه جاري ساتي


ترکي وايي په شام کې به د کردي جنګیالو خلاف بریدونه جاري ساتي، انقره له فشار سره مخامخ ده چې په شام کې د نړیوالو قوتونو په ملاتړ د عارضي ډزبندۍ پرمهال دې ګوله باري بنده کړي.

د ترکي وزیراعظم احمد داود اوغلو پرون د اتوار په ورځ د جرمني چانسلرې انګیلا میرکل ته وېلي انقره به د /وای پي جي/ ډلې په کردي جنګیالو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

انقره دا نظر لري چې یاده ډله په ترکي کې د کارګرانو د تحریک /پي کې کې/ سره تړاؤ لري او ترکي دغه تحریک ترهه ګر تنظیم ګڼي.

ترک ځواکونو پرون په دویمه ورځ هم د شام په شمال کې په کردي ملیشاؤ ګوله باري کړی ده.

په برتانیا کې مېشت د شام د انساني حقونو د څار ادارې وېلي په دغه ګوله بارۍ کې د شام د جمهوري ځواکونو دوه جنګیالي وژل شوي دي. په یادو ځواکونو کې د واي پي جي ډلې د جنګیایلو اکثریت دی.

پرون فرانس هم په ترکي غږ کړی چې په شام کې دې د کردانو په اهدافو بمباري بنده کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG