د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکي پوليس: د نوي کال په شپه بريد يو ازبک کړی وو


استنبول: پوليس د پېښې په ځای کې په پېره ولاړ دي
استنبول: پوليس د پېښې په ځای کې په پېره ولاړ دي

د ترکي پولیسو د هغه برید کونکي پيژندګلوي کړي چې د نوي کال په شپه یې په استنبول ښار کې پر یو نایټ کلب حمله کړې وه. دا برید کونکی د عبدالقادر مشاریپوف په نامه پيژندل شوی او د ازبکستان ښودل شوی. پوليس د هغه د نيولو هڅې کوي.

رسنیوو د تیرې اونۍ په پای کې د استنبول د پولیسوله خولې ويلي وو، عبدالقادر چې تخلص یې ابو محمد خراساني دي، په شام او عراق کې داعش ډلې سره تړاو لري.

د رپورټونو تر مخه عبدالقادر د ۲۰۱۱ کال راهیسي په ترکي کې اوسیده.

د نوي کال په شپه شوې بريد کې ۳۹ کسان وژل شوي وو او زمه واري یې داعش وسله والې ډلې منلي وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG