د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه په شام کې څه غواړي؟ 


شام: په شمال-ختیځ ښارګوټي راس العین کې د ترکیو پوځي عملیاتو له پیلیدو سره سم ولسي وګړي خوندي سیمو ته ځغلي. ۲۰۱۹، ۹م اکتوبر
شام: په شمال-ختیځ ښارګوټي راس العین کې د ترکیو پوځي عملیاتو له پیلیدو سره سم ولسي وګړي خوندي سیمو ته ځغلي. ۲۰۱۹، ۹م اکتوبر

ترکیې د اکتوبر په نهمه د سوریه/شام په شمال مشرقي برخه کې د کرد جنګیالو پر ضد پوځي عملیات پیل کړل او هوايي ځواکونو يي په پوله پروت راس العین ښارګوټی په نښه کړی دی.

د مشال ریډیو د خبر مرکزي څانګې په دې اړه په یو راپور کې لیکلي چې دا عملیات یوځل بیا په شام کې د روانې جګړې نقشه بدلولی شي او هغه کرد ځواکونو ته ضربه ورکولی شي چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد جنګیدلې دي.

دا په شام کې له دوه زره شپاړسم کال راهیسې د ترکیې درېم مداخلت دی. لوی مرام يې دا دی چې په شام کې د کردانو زور قابو کړل شي. دا په داسې حال کې ده چې ترکیه د شام په شمال مغربي برخه کې له وړاندی ځواکونه لري. دا د دمشق ضد ځواکونو وروستی مرکز دی.

ترکیه څه غواړي؟

د شام په هساکا کې کرد جنګیالي. ۲۰۱۶ کال، فېبروي
د شام په هساکا کې کرد جنګیالي. ۲۰۱۶ کال، فېبروي

په شمال-ختیځ شام کې د ترکیې دوه هدفونه دي.

۱ـ ترکیه کرد ملیشې خپل امنیت ته خطر ګڼي نو غواړي چې له خپلې پولې څخه يې پر شا وتمبوي.

۲ ـ په شام کې دننه داسې یو ځاي پیدا کړي، چې په ترکیه کې مېشت د شام دوه میلیونه کډوال ځاي کړل شي. د ترکیې ولسمشر طیب اردغان په دا نزدو ورځو کې ویلي ول، غواړي چې د نورو شامي کډوالو د ځايولو لپاره په شام کې له ؛خوندي سیمې؛ پرته د رقعه او دیرالزور ښارګوټو ته ځان ورسوي.

په کردانو به يې څه اغېز وي؟

د شام په یوه کلي کې امریکايي ځواکونه له ترکیو عسکرو سره ګډه ګزمه کوي. ۲۰۱۹ کال، ۸سېپټېمبر
د شام په یوه کلي کې امریکايي ځواکونه له ترکیو عسکرو سره ګډه ګزمه کوي. ۲۰۱۹ کال، ۸سېپټېمبر

د کردانو په مشرۍ د شام جمهوري ځواکونو (اېس ډي اېف) د اسلامي دولت پرضد د امریکا پوځي ټلوالې په مرسته، د شام په شمالي او ختیزو برخو کې د خپل واک پراخولو لپاره کلونه تېر کړي دي. که څه هم کردان او ملګري يې ټینګار کوي چې یوازې سیمه ایزه خودمختاري غواړي خو بیا يې هم خپل خپل حکومتونه یا انتظامي ادارې جوړې کړې دي. دا هر څه د ترکیې له یرغل سره ګډوډېدای شي. د اېس ډي اېف اتحادي د شام جمهوري کونسل ویلي دا به د بیکورۍ یوه نوې لړۍ رامنځ ته کړي. له سیمې د پوره امریکايي ځواکونو راویستل به ترکیه لاسبرې کړي. کله چې پروسږ کال امریکا له شامه د ځواکونو د اېستلو وویل نو کردانو پر پوله د دمشق د حکومت او روسیو ځواکونو د ځای پر ځای کولو لپاره هڅې وکړې خو مذاکرات بریالي نه شول. اوس که چېرې امریکا له شامه راووځي نو له کردانو سره د دغه خبرو بیا پیل به یوه لار وي.

ترکیه تر څومره مزل کولئ شي؟

پر پوله د شام شمال-ختیځ سیمه چې اوس د کردانو په کنټرول کې ده، له فرات دریابه تر عراقۍ پولې پورې نېږدې ۴۸۰ کلومیټره غځېدلې ده. دا مهال د ترکیې پوځي پلانونه د راس العین او تیل ابیاد ښارګوټو ترمینځ د پولې په سل کلومیټرۍ مرکوز دي. یوه امریکايي چارواکي رویټرز ته د نهې په ورځ وویل چې امریکايي ځواکونه دغلته د څار له ځینو پوستو څخه پر شا شوي دي. اګر چې دا سیمه د کردانو په ولقه کې ده خو د تاریخ له پلوه دلته عرب پیاوړې موجودګي لري. ترکیه د عربانو له مهمو ډلو سره نېزدې اړیکې لري. که چېرې کردان دا سیمه په خپل کنټرول کې ساتل غواړي نو ډېره وینه به تویوي.

ایران او روسیه د ترکیې مرسته کوي؟

ترکیه: ولسمشران ایرانی حسن روحاني، ترکی رجب طیب اردوغان او روسی ولادیمیر پوتین په انقره کې له خبري غونډې پس تصویر اېستو ته ولاړ دي. ۲۰۱۹، ۱۶م سېپټېمبر
ترکیه: ولسمشران ایرانی حسن روحاني، ترکی رجب طیب اردوغان او روسی ولادیمیر پوتین په انقره کې له خبري غونډې پس تصویر اېستو ته ولاړ دي. ۲۰۱۹، ۱۶م سېپټېمبر

په شام کې په بهرنیو قوتونو کې روسیه او ایران د ولسمشر بشرالاسد د حکومت کلک ملاتړ کوي. د دې برعکس ترکیې او امریکا دواړو پر اسد د حکومت پرېښودلو غږ کړی او د هغه د حکومت ضد یاغیانو مرسته يې کړې ده. روسیې ویلي ترکیه د خپلې دفاع حق لري خو د کریملن ویاند دیمتري پیسکوف د نهې په ورځ وویل چې د شام ځمکني خودمختاري باید خوندي کړل شي او دا چې بهرني پوځونه چې په شام کې په غیرقانوني توګه وجود لري، له شامه ووځي.

که چېرې امریکا له شمال مشرقي شامه خپل ټول ځواکونه وباسي، نو په روسي ملاتړ ولاړ د دمشق حکومت کېدای شي هغه ټوله سیمه یو ځل بیا لاس ته کړي چې تر اوسه ترکیې نه ده قبضه کړی.

د ترکیې پلان او د مغربي هېوادونو غبرګون:

په مغرب کې د ترکیې ملګرو هېوادونو تراوسه په شام کې د دوه میلیونه کډوالو د ځايولو په اړه د ترکیې د پلان مرسته نه ده کړې. د مغربي هېوادونو لپاره لویه فکرمندي داده چې د کردانو سیمو ته د سني عرب شامیانو ورتګ به د سیمې ولسي نقشه بدله کړي. د شام لپاره د ملګرو ملتونو سیمه ایز مشر ویلي که ترکیه برید پیلوي نو باید ټولې خواوي په لویه کچه د ولسي وګړو له بېکوره کولو ډډه وکړي.

دا د بشرالاسد لپاره څه معنا لري؟

شامی مشر بشرالاسد
شامی مشر بشرالاسد

که څه هم د کردانو تر واک لاندې سیمه له وړاندې د شامي حکومت له کنټروله بهر ده، د ترکۍ لاسوهنې معنا به دا وي چې دا سیمه به د کردانو په مشرۍ له جمهوري ځواکونو (ایس ډي ایف ) د ترکیې او هغه یاغیانو لاسونو ته ولوېږې چې د اسد حکومت نسکورول غواړي. دمشق تل ترکیې ته د یو قبضه ګر طاقت په سترګه کتلي دي او له کردانو سره يې د مذاکراتو رضامندي ښودلې ده خو تر اوسه دغه هڅې هېڅ نتیجې ته نه دي رسېدلي.

د اسلامي دولت لپاره څه معنا لري ؟

په دغه سیمه کې انتشار او بېقراري اسلامي دولت ته د بیا-راټوکېدو موقعه

داعشیان په سوریه کې
داعشیان په سوریه کې


ورکولی شي. د کردانو ځواکونو سږ کال د اسلامي دولت د وروستیو مهمو ځایونو تر نیولو وروستو د داعش د وسله والو د خوندي ځایونو پرضد عملیات پیل کړي دي. او تر اوسه يې ۵۰۰۰ وسله وال نیولي دي. د کردانو مشرانو ویلي که د ترکیې د حملې په نتیجه کې ناقراري رامنځ ته شوه نو کرد ځواکونه به دومره ډېر وسله وال له ځان سره د ساتلو صلاحیت ونلري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG