د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیې د شام په شمال کې پر اوربند موافقه وکړه


په شام کې ترکي ځواکونه "عملیات" کوي
په شام کې ترکي ځواکونه "عملیات" کوي

انقره - ترکیې د شام په شمال کې پر اوربند موافقه وکړه.

د امریکا یو لوړپوړي پلاوی د اکتوبر پر ۱۷مه ترکیې ته ولاړ چې ولسمشر اردغان په شام کې اوربند ته وهڅوي.

انقرې ته په تللي پلاوي کې د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس، د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین هم شامل دي.

مایک پېنس او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په انقره کې دوه په دوه سره وکتل. د هغوی خبرو ۹۰ دقیقې دوام وکړ.

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پېنس او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان
د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پېنس او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان

پېنس له اردغان سره تر کتنې وروسته په انقره کې خبریالانو ته وویل: "د امریکا متحدو ایالاتو او ترکیې [د اکتوبر پر ۱۷مه] په شام کې پر اوربند توافق وکړ، د ترکیې لوری به ۱۲۰ ساعته عملیات ودروي، چې کورد ملېشه له مصوون زون څخه ووځي، د 'سولې چینې' په نوم پوځي عملیات به ودرېږي، تر دې نوم لاندې پوځي عمل به تر هغو چې د کورد ملېشه ځواک د وتلو پروسه بشپړېږي، درېدلي وي."

د پېنس هدف په شام کې د کوردانو په مشرۍ د خلکو د ساتنې په نوم ډلګۍ وې چې ترکیه یې ترورېست سازمان بولي.

مایک پېنس زیاته کړه چې دواړو خواوو پر دې موافقه کړی چې د اوربند له عملي کېدو سره به امریکا پر ترکیه نور بندیزونه نه لګوي.

هغه زیاته کړه چې له ترکیې سره يې د شام په شمال کې د داعش پر ضد پر مبارزه هم موافقه کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اکتوبر پر ۱۷مه د پېنس د خبرو تر خپرېدو وروسته وویل چې فوق العاده ښې پایلې ته رسېدلي دي.

ډونلډ ټرمپ وایي: "کوردان ډېر خوشاله دي، ترکیه ډېره خوشاله ده، امریکا ډېره خوشاله ده. تاسو پوهېږئ! بشریت خوشاله دی، دا د تمدن لپاره ډېره ښه خبره ده."

د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ

ولسمشر ډونلډ ټرمپ له کوردانو مننه وکړه چې د مسئلې له دې حل لارې سره یې موافقه درلوده.

ټرمپ وویل چې دې موافقې د کوردانو ژوند ژغورلی دی.

د دې موافقې په اړه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوشوغلو په انقره کې خبري غونډې ته وویل: "داسې څه چې موږ به هلته نه ورځو او هلته به هېڅ نه کوو، لکه څرنګه چې پېنس وویل، بحث نه دی ورباندې شوی، امریکايي پلاوي وویل چې روسان هلته شته، نو اوس تاسو له هغوی سره مذاکره وکړئ، نو موږ هېڅ ضمانتونه نه دي ورکړي، موږ به دا په بیانه کې وګورو."

مولود چاوش اغلو پرون وویل چې د امریکا متحدو ایالاتو د ترکیې پولې ته نږدې د سوريې په خاوره کې د محفوظې سیمې امنیت ته متوجې شوي او منلې یې ده چې د ترکیې د امنیتي ګټو لپاره اهمیت لري.

چاوشوغلو وویل چې په "بشپړ ډول" موافقه شوې چې د ترکیې ځواکونه به دا سیمه کنټرولوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د اکتوبر په نهمه اعلان وکړ چې د شام په شمالي سیمو کې پوځي عملیات کوي.

د ترکیې دا کار په نړیواله کچه وغندل شو.

اردغان دې عملیاتو ته د سولې چینه نوم ورکړ او ویې ویل چې د شام په شمال کې د داعش وسله وال او کورد ملېشه ځواکونه به وځپل شي.

د ترکیې حکومت هغو کردانو ته چې د شام په شمالي سیمو کې یې د اسلامي دولت د وسله والو یا داعش پرضد په عملیاتو کې له امریکا سره همکاري کوله، د ترهګرو په سترګه ګوري.

خو د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پېنس پرون وویل چې د ترکیې له ولسمشر سره په خبرو کې يې د ملکي خلکو امنیت ته پر جدي پام او په ځانګړي ډول یې د مذهبي او توکمیزو لږکیو پر خوندیتوب يې موافقه کړې ده.

ترکیې تر هغه وروسته د شام په شمال کې د پوځي عملیاتو پيل اعلان کړ چې د متحدو ایالاتو ولسمشر له هغه ځایه د خپلو عسکرو د ایستلو خبره وکړه.

خو پېنس وویل چې په دې کې باید هېڅ شک نه وي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شام شمال ته د ترکیې د عسکرو له ورتګ او هلته له پوځي عملیاتو سره سخت مخالف دی او خپل مخالفت یې خپلې متحدې ترکیې ته هم څرګند کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG