د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام کې د ترکیې دوه پوځیان وژل شوي


د ترکیو پوځیانو قافله د شام پر یوه سړک ولاړه ده - انځور له ارشیفه
د ترکیو پوځیانو قافله د شام پر یوه سړک ولاړه ده - انځور له ارشیفه

ترکیه وايي، د شام (سوریه) په شمال کې یې دوه پوځیان وژل شوي او دوه ژوبل دي.

د ترکیې پوځیانو ته دا مرګ ژوبله د ترکانو تر کنټرول لاندې سیمه کې اوښتې ده.

د ترکیې دفاع وزارت د جولای پر ۲۵مه ویلي برید د حلب په شمال کې د ترکیې پولې ته نېږدې د پوځیانو د کاروان تېرېدو پر وخت شوی دی.

دغه وزارت همداراز ویلي چې تر دې پېښې وروسته یې د وسله والو پر ضد عملیات پیل کړل او د "ترهګرو" اهداف یې په نښه کړل.

خو تر اوسه معلومه نه ده چې پر ترکیو ځواکونو چا برید کړی دی.

اخوا د شام د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ډلې ویلي چې ترکیو پوځیانو د حلب په شمال کې لسګونه راکټونه ویشتلي دي.

د توغندیو په بریدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG