د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیاسي فعال سید عالم مسید زوی وايي ورته ګواښونه کېږي


تیمور عالم مسید وايي له تېرې یوې میاشتې راهیسې ورته ګواښونه کېږي او نامعلوم کسان یې تګ راتګ څاري - د اکتوبر ۱۸مې انځور.
تیمور عالم مسید وايي له تېرې یوې میاشتې راهیسې ورته ګواښونه کېږي او نامعلوم کسان یې تګ راتګ څاري - د اکتوبر ۱۸مې انځور.

د پښتونخوا ولسي تحریک د مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ فعال ډاکتر سید عالم مسید زوی دعوه کړې ده چې ورته ګواښونه کېږي چې له وجې یې ژوند خورا ګران شوی دی.

تیمور عالم مسید د اکتوبر پر ۱۸مه پر دې موضوع په پېښور کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، که پر ده یا کورنۍ یې څه وشول نو ذمه وار به یې "ریاست او ریاستي ادارې" وي.

ډاکتر سید عالم مسید د پي ټي اېم او ولسي تحریک له مخکښو مشرانو یو دی چې سیاسي فعالیتونه کوي او د غورځنګ په مظاهرو کې یې هم برخه اخیستې ده. نوموړي خپله هم په تېرو وختونو کې ورته د پېښو ګواښونو خبره کړې وه او اوسمهال له پاکستانه بهر اوسي.

سید عالم مسید د پښتونخوا ولسي تحریک مشر او د پي ټي اېم له مخکښه فعالانو یو دی چې اوس له هېواده بهر اوسي - پخوانی انځور.
سید عالم مسید د پښتونخوا ولسي تحریک مشر او د پي ټي اېم له مخکښه فعالانو یو دی چې اوس له هېواده بهر اوسي - پخوانی انځور.

د مسید زوی تیمور عالم مسید دا روښانه نه کړه چې څوک ورته دړکې ورکوي خو و یې ویل چې له هېڅ سازمان سره تړاو نه لري او له یوې میاشتې راهیسې ورته ګواښونه زیات شوي دي چې له وجې یې له "سخت" ذهني فشار سره مخامخ دی. "زما پلار چې کله دلته په پاکستان کې وو نو هغه مهال هم له تېرو دوو کلونو راهیسې زموږ کورنۍ ته سختې دړکې ملاوېدې. خو له تېرې یوې میاشتې [راهیسې] ما ته ګواښونه نور هم زیات شوي دي او زه له کوره بهر نه شم وتلای. چې بهر ځم نو راپسې شا ته ګاډي [روان] وي او کله مې شا ته او کله مې مخې ته درېږي او کله راپسې کور ته راځي."

مسید وویل، د پېښور په ټاون سیمه کې په یوه تعلیمي اداره کې قانون لولي او که یې ژوند یا "کورنۍ ته څه ورپېښ شول نو ذمه وار به یې ریاست او ریاستي ادارې وي."

په خبري غونډه کې د پي ټي اېم فعالان او وکیلان هم شامل ول. د غورځنګ د پېښور ضلعې یو مخکښ مشر ډاکتر مشتاق احمد مشال راډیو ته وویل، له امنیتي ادارو غواړي چې د ډاکتر سید عالم مسید کورنۍ ته تحفظ ورکړي.

د قبایلي سیمو د وکیلانو ټولنې مشر رحیم شاه اپرېدي وویل، په کار ده چې امنیتي ادارې د هېواد وګړو د ساتنې لپاره خپله اییني ذمه واري پوره کړي.

د پېښور پولیسو دریځ

د پېښور انتظامیې یا پولیسو د مسید د دعوو او د پي ټي اېم د فعالانو د څرګندولو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د پېښور د پولیسو د ځانګړې څانګې (سپېشل برانچ) یوه چارواکي له رسنیو سره د خبرو اجاز نه لرلو له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې تیمور عالم مسید خپل ژوند ته د خطر په اړه د حیات اباد په تاڼه کې رپورټ دایر کړی دی.

د ده په خبره، تر هغې وروسته پولیس د امنیت په موخه د مسید تګ راتګ او کور څاري.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي او پر یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو هم بریدونه شوي دي چې پرضد یې په تېرو شاوخوا څلور میاشتو کې خلکو په شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، باجوړ، کورمه، اورکزیو، خیبر، مومندو، کوز دیر، سوات او پېښور کې د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجونه، لاریونونه، جرګې او جلسې کړې دي. له دې پرته یوشمېر سیاستوالانو او کاروباریانو دعوې کړې دي چې وسلوال ورڅخه باج غواړي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په بیا بیا ویلي دي چې د ټولې صوبې او د وګړو امنیت ته ژمن دی او په دې ترڅ کې یې اړین اقدامات کړي دي.

د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف د اکتوبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته ویلي ول چې حکومت او امنیتي ادارې د وسلوالو خلاف کارروایۍ کوي او د تحریک طالبان پاکستان په ګډون هېچا ته د پاکستان د ایین او قانون خلاف د فعالیتونو اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG