د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د پخوانۍ فاټا لنډمهالی قانون میاشت پس ناقانونه دی''


پېښور های کورټ په پخوانۍ فاټا کې د لنډمهالي قانون په يوه مياشت کې دننه د ختمولو په اړه خپله فیصله جاري کړې ده چې پکې راغلي د نومبر له دېرشمې نېټې پس هلته کېدونکي هره فیصله به ناقانونه وي.

په یوولس پانو مشتمله دغه فیصله د اکتوبر پر دېرشمه نېټه شوې وه. های کورټ د خېبر پښتونخوا حکومت ته لیکلي دي چې له انضمامه پس د ايف سي ار له ختمېدو سره د فاټا لپاره لنډمهالی قانون هم غیر-ايني دی او په يوه مياشت کي دننه دې حکومت د قبايلي سيمو لپاره د نورو سيمو غوندې د عدالتي نظام بندوبست وکړي او قبايلي سيمو کې دې د انتظامي افسرانو عدالتي اختيارات هم ختم کړل شي.

د های کورټ په فیصله کي دا هم راغلي چې له دې پرېکړې يوه مياشت پس به په پخوانۍ فاټا کې د انتظاميې لخوا د ځايي جرګو له لوري هره فیصله ناقانونه وي.

ياده دي وي چې په پخوانۍ فاټا کې لنډمهالي قانون د قبایلي سيمو يوه وکيل علي عظيم اپرېدي په پېښور های کورټ کي چېلنج کړی وو.

د اکتوبر پر دېرشمه نېټه پېښور های کورټ کې د چيف جسټس وقار احمد او جسټس مسرت هلالي یوې دوې کسیزې عدالتي جرګګۍ په یوه لنډه فېصله کې د پخوانۍ فاټا لنډمهالی قانون غېر آيني او غېر قانوني ګرځولی وو.

XS
SM
MD
LG