د لاسرسي ځای

تازه خبر

عجب خان: د خيبر ضلعې قبايلي مشر منصف خان خپلو دښمنانو وژلی دی


د منصف خان په جنازه کې په سلګونو کسانو ګډون وکړ.
د منصف خان په جنازه کې په سلګونو کسانو ګډون وکړ.

د خيبر ضلعې د وژل شوي قبايلي مشر منصف خان ورور د هغه د وژل کېدو وجه شخصي دښمني بللې او په دې تړاو يې د تورونو کسانو پرضد له پوليسو سره مقدمه درج کړې ده.

عجب خان د سېپټېمبر پر ۲۲مه نېټه په باړه کې له پوليسو سره د پېښې مقدمه درج کړه چې پکې نوموړي ويلي چې ورور يې د دوی د کورنۍ دښمانانو وژلی دی.

پوليسو ويلي چې د تورنو کسانو د نيولو لپاره چاپې وهي او د پېښې پلټنه يې پیل کړې ده. منصف خان مړی د سېپټېبر پر ۲۲مه نېټه خاورو ته وسپارل شو. د هغه جنازه سهار ۱۰ بجې په بر قمبر خېلو کې وشوه چې پکې د سيمې د خلکو په ګډون د پارلېمان غړو، پوليس او پوځي چارواکو ګډون وکړ. د خيبر سياسي اتحاد د منصف خان د وژنې غندنه کړې ده او د پېښې د پلټنې غوښتنه يې کړې ده.

پوليس وايي چې منصف خان ته تر دې وړاندې دړکې ورکړل شوې وې.
پوليس وايي چې منصف خان ته تر دې وړاندې دړکې ورکړل شوې وې.

د خیبر ضلعې پولیسو مشر (ډي پي او) محمد عمران د سېپټېمبر پر ۲۱مه مشال ريډیو ته وویل چې تېر ماښام (سېپټمېبر ۲۱) په بر قمبر خېلو کې په شوي دې بريد کې د منصف خان ساتونکی پوليس او يو لاروی ټپي شوي هم دي.

نوموړي زیاته کړه چې منصف خان اپریدي ته دړکې ورکړل شوې وې او حکومت د خونديتوب لپاره يې يو ساتونکی هم ورکړی وو. البته هغه په ډاګه نه کړه چې هغه ته دړکې چا ورکړې وې.

محمد عمران وويل چې د حملې پر وخت پوليس پر بريدګرو ځوابي ډزې وکړې خو هغوی وتښتېدل او يو موټر ورڅخه پاتې شو چې دا وخت د پوليسو په ولکه کې دی.

منصف خان باندې هغه مهال دا بريد شوی چې کله په پېښور کې په يو جرګه کې تر ګډون وروسته پر قمبر خيل ته په لاره وو.

دا په داسې حال کې ده چې د خيبر پښتونخوا د سوات او دير په ګډون په قبايلي ضلعو کې بمي چاودنې او هدفي بريدونه بیا زیات شوي دي چې پرضد يې په سوات، کورمه، اورکزو، جنوبي او شمالي وزیرستانونو، مومندو او باجوړو کې لاريونونو شوي دي.

XS
SM
MD
LG