د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مردان، خيبر او شمالي وزیرستان کې بريدونه شوي دي


پوليس وايي، د مردان پر پوليس سټېشن بريد کې ۱۰ کلوګرامه بارودي مواد کارول شوي دي.
پوليس وايي، د مردان پر پوليس سټېشن بريد کې ۱۰ کلوګرامه بارودي مواد کارول شوي دي.

د خيبر پښتونخوا په مردان، خيبر او شمالي وزیرستان کې په جلا جلا پېښو کې درې کسان وژل شوي او اته ټپيان دي.

په لومړۍ پېښه کې نن (جولای اوومه) شاوخوا ۱۱ نيمې بجې د مردان په نيسته سړک چمتار پوليس تاڼه باندې بمي برید شوی چې پکې د چارواکيو په وينا، یو پولیس والا وژل شوی او دوه پوليس او دوه ولسي وګړي ژوبل دي.

د مردان د پولیسو يو لوړپوړې چارواکي ثناوالله مشال راډیو ته وویل چې ريموټ کنټرول بم تر پل لاندې اېښودل شوی وو او هغه مهال وچاودېد چې کله د پوليسو ګاډی تېرېده. د ده په خبره، په بم کې ۱۰ کلو ګرامه چاودېدونکي مواد کارول شوي دي.د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمودخان په یو بیان کې برید غندنه کړی او د پلټنو امر يې کړی دی.

د خيبر ضلعې بريد

د خيبر ضلعې په تېرا کې هم نن (جولای اوومه) غرمه مهال د پولیو ضد کمپېن په یوه ډله په وسله وال برید شوی چې پکې دری پولیس سرتیري ژوبل شوي دي. د پوليس دغه سرتيرې د پوليو ډلې د امنيت ساتنې لپاره ګمارل شوي وو. د ضلعې پولیسو ویاند ظهیر خان اپریدی مشال راډیو ته وویل چې بريد د تیراه د متهري اکاخیلو سیمه کې شوی او ژوبل پولیس سرتېري د درملنې لپاره پیښور روغتون ته وړل شوي دي.

د مردان پوليس وايي، ريموت کنټرول بم تر پل لاندې اېښودل شوی وو.
د مردان پوليس وايي، ريموت کنټرول بم تر پل لاندې اېښودل شوی وو.

په تیرا کې د جولای پر څلورمه نیټه ماشومانو ته د پوليو وايرس ضد څاڅکو ورکولو کمپېن پای ته رسېدلی وو خو تر بريد لاندې راغلې ډلې هغو ماشون واکسينول چې له دې مهمه پاتې شوي ول.

د شمالي وزیرستان بريدونه

په شمالي وزیرستان کې په دوو جلا جلا پېښو کې يو امنيتي عسکر او يو ولسي وګړی وژل شوی دی.

د ميرعلي پوليسو تاڼې يوه چارواکي د نوم نه ظاهرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د جولای په اوومه نېټه د ميرعلي د بړوخېلو يو اوسېدونکی صفت الله پر خيسور سړک روان وو چې وسله والو ورباندې ډزې وکړې او ويې واژه.

نوموړي زیاته کړه چې بريد کوونکيو مخونه پټ کړي ول او په موټر سايکل سپاره ول چې وروسته په تېښته کې بريالي شول. تر اوسه چا د بريد ذمه واري نه ده منلې.

بلخوا د پاکستان پوځ یو افسر چې له رسنيو سره د خبرو اجازه نه لري د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ويلي چې د جولای پر شپږمه نېټه په يوه بله پېښه کې د ميرعلي په هرمز سيمه کې د وسله والو په حمله کې يو عسکر وژل شوی او بل زخمي دی. د دې حملې ذمه واري هم چا نه ده منلې.

د پاکستان ډان ورځپاڼه د دې هېواد د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) له قوله لیکلي چې دغه بريد هغه مهال وشو چې کله پوځ د استخباراتي معلوماتو پر اساس په سيمه کې د مشکوکو وسله والو پرضد عملیات کول.

د بیان په خبره، پر دې مهال د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د ډزو تبادله وشوه چې پکې ۲۳کلن عسکر وحيدالله ووژل شو. نوموړی د نوښار اوسېدونکی دی. په ډزو کې سپاهي فرقان زخمي شوی چې د درملنې لپاره د بنو پوځي روغتون ته وړل شوی دی.

په دې وروستيو کې په شمالي وزیرستان کې پر امنيتي ځواکونو او ولسي وګړو بريدونه زیات شوي دی.

د جولای پر څلورمه نېټه د ميرعلي د خدې مارکېټ مخې د پوځ پر يوه قافله ځانمرګی بريد شوی وو چې پکې نهه عسکر ژوبل شوی ول. تر دې له مخه د جولای پر لومړی نېټه هم نامعلومو وسله والو په ميرعلي کې دوه ولسي وګړي وژلي او يو يې ټپي کړی وو. دا ډول د جون پر ۲۸م هم وسله والو دوه پوليس والا او د پوليو یو کارکوونکی وژلی وو.

د شمالي وزیرستان د پوليسو مشر فرحان خان څو ورځې وړاندې مشال راډيو ته ويلي ول چې دوی د هدفي وژنو او د ناامنيو د نورو پېښو د مخنيوي لپاره هلې ځلې کوي او په دې لړ کې د وسله والو پرضد يې ځانګړو عملياتو ته دوام ورکړی.

د مردان، خيبر او شمالي وزیرستان د حملو ذمه واري لا تراوسه چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG