د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وايي کراچۍ کې یې ۲ مشکوک وسله وال وژلي


په کراچې کې یو پولیس د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
په کراچې کې یو پولیس د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

د کراچۍ پوليس وايي، د ښار په ګلشن معمار سیمه کې یې په نښته کې دوه مشکوک وسله وال وژلي دي.

د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې د اکتوبر په لومړۍ نېټه رسنيو ته په استولې خبرپاڼه کې ويلي چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس یې د وسله والو پر پټنځي چاپه ووهله چې پر مهال یې نښته وشوه.

خبرپاڼه کاږي، په نښته کې څلور پولیسان هم ژوبل شول.

پولیسو په بیان کې دعوه کړې چې وسله وال د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې غړي ول.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۲۸مه په کراچۍ کې د چینايي وګړو د غاښونو پر کلېنېک په وسله وال برید کې یو چینايي کس وژل شوی وو او دوه ژوبل ول. پولیسو ویلي ول چې د برید ښکار شویو چینایانو د پاکستان تابعیت هم درلود.

د پاکستان رسنیو خبر ورکړ چې د حملې ذمه واري د سیندودېش د خلکو پوځ په نوم یوې نوې وسله والې ډلې منلې وه.

تر دې مخکې پر چینايي وګړو د اکثرو حملو ذمه واري بلوڅ بېلتونپاله وسله والو ډلو منله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG