د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېلابونو او ترهګرۍ په سوات کې سيلګري کمه کړې ده


د سوات په بحرېن کې باران او سېلاب کورونه وران کړي دي
د سوات په بحرېن کې باران او سېلاب کورونه وران کړي دي

په سوات کې د هوټلونو مالکان وايي چې دغلته د سېلابونو تر ويجاړي او ترهګرۍ پېښو سيلګرۍ ته ډیر تاوان رسولی دی.

په سوات کې د هوټلونو د مالکانو اتحاديې مشر وکیل خان د سیپتمبر پر ۱۸مه مشال رېډیو ته وویل چې په سوات کې سېلابونو لارې خرابې کړې او هوټلونه وران کړي. د هغه په وينا د دې تر څنګ په وروستيو کې د ترهګرۍ پېښو هم سېلانيان زړه توري کړي دي.

نوموړي وويل: "سيلګري کمه شوې ده. دلته د ترهګرۍ له وجې زموږ ځیني مېلمانه واپس تللي دي. ځای پر ځای سېلاب دی نو د هغې له وجې هم خلک نه راځي. اوس اوس د ترهګرۍ څو پېښې وشوې نو له دې وجې هم سېلګري ډیره متاثره شوې او زموږ ډېر نقصان وشو."

د سيپتمبر پر ۱۴مه د سوات د چارباغ په کوړک سیمه کې وسله والو د امن کمېټۍ یو پخوانی غړی محمد شرین وواژه. تر دې پېښې څو ساعته مخکې ګڼو خلکو په مینګوره کې د مظاهرې پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د سيپتمبر پر ۱۳مه په بره بانډې کې د سړک تر غاړې ښخ بم په چاودنه کې د امن یوې کمېټۍ او لښکر مشر محمد ادریس خان په ګډون د اته کسانو په وژنه کې دې ککړ کسان ونیسي او په سوات کې دې امنیت ټینګ کړي.

په سوات کې له دې وړاندی یو شمېر ګوندونو او فعالانو د وسله والو پر فعالیتونو د اندېښنو څرګندونه کړې ده.

په مینګوره کې د هوټلونو د مالکانو د اتحادیې مشر زاهد خان وايي په سېلابونو کېهوټلونو ته د رسېدلي زیان او د ترهګرۍ پېښې د دې سبب شوي چې سوات ته له نورو ځايونو د خلکو ورتګ کم شي. "سېلګري خو یو د سېلاب له وجې متاثره شوه ځکه چې د سړک غاړې هوټلې اوبه وړي دي. بل د ترهګرۍ له وېرې سيلګر نه راځي."

په پاکستان کې چارواکي وايي چې د جون میاشتې راهیسې د بارانونو او سېلابونو له وجې شاوخوا ۳۳ ملینه خلک اغیزمن شوي دي. په خیبر پښتونخوا کې یې د چارسدې، نوښار او ډېره اسماعيل خان تر څنګ سوات کې هم پراخه زیان رسولی او دلته یې د سېلګرۍ صنعت چې د ډېرو ځايي اوسېدونکو د امدن ذريعه ده، خراب کړی دی.

که څه هم په سوات کې په سېلابونو کې د ورانو شوو هوټلونو د شمېرو او زیان په اړه رسمي معلومات لا هم مخې ته نه دې راغلي خو زاهد خان او وکیل خان وايي چې سېلابونو شاوخوا ۲۰۰ هوټلو ته زیان رسولی دی. هلته د بحرېن اوسیدونکی ایت خان چې د سيلګرو بېلا بېلو سیمو ته د بیولو کار کوي، وايي ترهګرۍ نه بلکې د سېلاب له وجې خرابو شويو لارو د دوی کاروبار خراب کړی دی.

هغه مشال راډيو ته وويل چې په بحرېن کې وسله وال نشته: "د طالبانو د فعالیتونو په اړه خو لا څه نشته البته د سېلاب له وجې لارې خرابې شوي او د لارو له وجې خلکو ته په سفر کولو کې تکلیف دی نو سیلګر نه راځي. د سېلګرو په شمېر کې ۸۰ فيصده کمی راغلی دی خو زما په خيال وجه یې د لارو خرابېدل دي."

د خیبرپښتونخوا چارواکي هم دغه خبره کوي. د صوبې د وزیراعلا سلاکار بېریسټر محمد علي سېف مشال رېډیو ته وویل چې سوات ته سيلګر د ترهګرۍ نه بلکې د سېلابونو د زیانونو له وجې نه ورځي. "په سوات کې ماته داسې کومه سنجیده مسله نه ښکاري. سيلګري د سېلاب له وجې متاثره شوې ده او ترڅو چې د ترهګرۍ تعلق دی نو د هغې کسانو د نیولو لپاره اقدامات کېږي او د ترهګری د مخنیوي لپاره ګامونه اخیستل کېږي."

د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹م کال کې په سوات کې د وسله والو پر ضد عملیات کړي وو او ویلي وو چې هغه سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده. خو د اګست له میاشتې راهیسې دغلته يو ځل بیا ځايي خلکو د وسله والو په فعاليتونو اندېښنې ښودلې دي. دوی د سپتمبر په اتلسمه په يوه مياشت کې دوهمه مظاهره وکړه.

د سوات قامي جرګې په غوښتنه د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي او سیاسي فعالان د مینګورې نشاط چوک ته ورغونډ شوي ول او مظاهره یې وکړه. د جرګې مشر مختیاز خان یوسفزي په خپله وینا کې تور پورې کړ چې "پوځ" سیمې ته وسله وال وربللي دي. دا هغه تور دی چې په وروستیو کې پوځ او حکومت په بیا بیا رد کړی دی.

د مینګورې احتجاج ته د نوموړي په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو ویناګانې وکړې او په ګډه یې غوښتنه وکړه چې په سوات کې دې د امنیت بحالۍ لپاره "پولیسو ته زیات اختیارات" ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG