د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې له کورونا وایرسه "هوټلونو ته نهه نيم اربه روپۍ تاوان" رسېدلی


سوات
سوات

د خیبرپښتونخوا په سوات کې د هوټلونو د اتحادیې مشر وايي د کورونا وایرس مخنیوي لپاره پر سيلګرۍ د بندیز له وجې ورته شاوخوا نهه نیم اربه روپۍ زیان رسېدلی دی.

د سوات هوټل ایسوسي اېشن مشر زاهد خان د مې پر اتمه مشال رېډیو ته وویل چې په سیمه کې شاوخوا ۸۰۰ هوټلونه دي چې پکې نېږدې ۳۰۰۰۰ کسان کار کوي خو پر سیلګرۍ د بندیز له وجې د هوټلونو ۱۵ زره ملازمينو ته مالي تاوان شوی.

نوموړي زیاته کړه حکومت باید په تګلارو جوړولو کې دوی هم په اعتماد کې واخلي. د هغه په وينا د کورونا وبا د مخنيوي لپاره بايد داسې تدابیر رامنځته شي چې د خلکو اقتصاد ډير ونه ځپي.

بلخوا د سوات مرستیال کمېشنر جنېد خان ویلي چې د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره یې د مې له اتمې څخه د مې تر ۱۶ مې پورې سوات ته پر سیلګری بنديز لګولی دی. د هغه په خبره د کورونا وایرس مخنيوي لپاره دا بندیز ضروري دی.

د پاکستان صحت وزارت د مې په په نهمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په ټول ملک کې د کورونا وایرس وهلو شمېر اته لکه اته پنځوس زرو ته رسېدلی دی. اتلس زره او نهه سوه پينځلس ترې مړه شوي خو څه دپاسه اوه لکه، اوه پنځوس زره ترې رغېدلي دي.

د پاکستان حکومت د اختر په ورځو کې په سېلګرۍ بندیز لګولی دی. چارواکو ويلي د ضلعو ترمنځ به د خلکو په تګ راتګ هم پابندي وي.

په همدې حال کې د واکسينو لګولو چاره هم دوام لري خو حکومت په خلکو غږ کړی چې له يوله بله دې فاصله وساتي، په صابن دې لاسونه په بيا بيا ومينځي او ماسک دې واغوندي.

XS
SM
MD
LG