د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات قامي جرګې په سيمه کې د وسله والو د شتون مخالفت او پرضد يې د درېدو فېصله کړې


د اګست پر ۱۷ شوې جرګه کې شاوخوا ۲۰۰ کسانو ګډون وکړ. د اګست ۱۷مې انځور
د اګست پر ۱۷ شوې جرګه کې شاوخوا ۲۰۰ کسانو ګډون وکړ. د اګست ۱۷مې انځور

سوات قامي جرګې په سيمه کې د وسله والو طالبانو د بیا فعالېدنې مخالفت او پرضد يې د درېدو پرېکړه کړې ده.

دا فیصله د اګست پر ۱۶مه نېټه د سوات قامي جرګې لخوا وربلل شوي کنفرانس کې شوې چې پکې د بېلا بېللو سیاسي ګوندونو، تعلیمی ادارو، خبریالانو او مدني فعالانو استازيو ګډون وکړ. خو واکمن تحریک انصاف ته پکې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

د سوات قامي جرګې په نوم سازمان د سيمې له ۱۰۰ کاري ډلو څخه جوړه ده. د کنفرانس اېجنډا په سوات کې د طالبانو بیا راڅرګندېدل او په دې ضلع کې د موټروې د خلکو پر زرعي مځکو جوړول وه.

ګډونوال په ۲۲ نکتو سره سلا شول او ورته يې ليکلې بڼه ورکړه. تر غونډې وروسته د جرګې وياند احمد شاه خبریالانو ته وويل چې په سوات کې په دي وروستيو کې د وسلوالو طالبانو راڅرګندېدل او د هغو پرضد د اګست پر نهمه نېټه د مټه په غرونو کې په عملیاتو کې د پوليسو د ډي ايس پي ژوبل کېدل پوښتني راپورته کړې دي.

د جرګې اېجنډا په سوات کې د طالبانو بیا راڅرګندېدل او په ضلع کې د موټروې د خلکو پر زرعي مځکو جوړول وه.
د جرګې اېجنډا په سوات کې د طالبانو بیا راڅرګندېدل او په ضلع کې د موټروې د خلکو پر زرعي مځکو جوړول وه.

نوموړي پر حکومت غږ وکړ چې په دې اړه دي خپل سپيناوي وکړي. هغه زیاته کړه چې دوی په سوات کې د وسلوالو د ورتګ سخت مخالفت کوي او پرضد به يې درېږي.

احمد شاه دا هم وويل چې وفاقی او صوبايي حکومت دې د سوات د خلکو د تحفظ يقيني کولو لپاره اقدامات وکړي او په دي اړه دې يوه واضحه تګلاره خپله کړي.

په جرګه کې د هغو مظاهرچيانو پرضد د پوليسو له خوا د جوړو شوو مقدمو غندنه هم وشوه چې څو ورځې مخکې يې د وسله والو طالبانو د شتون پرضد يه يو لاريون کې برخه اخیستې وه.

په سلګونو کسانو د اګست پر ۱۲مه نېټه په خوازه خېله او کبل کې "موږ پر خپله خاوره امن غواړو" تر شعار لاندې مظاهره کړې وه. دا لاريون په سوات کې د طالبانو د بیا راڅرګندېدو پرضد شوی وو. جرګې له حکومته د مظاهرې په ګډونوالو د جوړو شوو مقدمو ختمولو غږ وکړه.

کنفرانس دا پريکړه هم وکړه چې د سوات خلک سوله غواړي او هيڅوک به د سيمي امنیت خرابيدو ته پرې نږدي.

د دې ترڅنګ ګډونوالو د حکومت او ناقانونه وسله والې ډلې ترمينځ د روانو مذاکراتو په تړاو له حکومته غوښتنه وکړه چې له طالبانو سره د شوي "تړون" جزیات دې ولس ته په ډاګه کړي. خو حکومت وايي چې له طالبانو سره هیڅ ليکلی تړون نه دی شوی.

د خيبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار محمد علي سيف د اګست پر ۱۶مه مشال رېډيو سره په مرکه کې ومنل چې سوات ته وسله وال طالبان ورغلي ول خو زیاته یې کړه چې دا يوه "غلط فهمي" وه او چې کله ورته وويل شول چې تاسو له سواته ووځئ نو هغوی ووتل.

نوموړي زیاته کړه چې د ناقانونه اعلان شوې وسله والې ډلې، تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات روان دي خو دې ډلې سره تر اوسه دا نه ده منل شوې چې هغوی به له وسلو سره ګرځېدای شي.

هغه وويل چې خبرې روانې دي چې وسله وال به په کوم شکل کې د سولې د بهير برخه جوړېږي.

سيف دا هم وويل چې د تحريک طالبان پاکستان سره د تېر اکتوبر له مياشتې راهیسې خبرې روانې دي خو لا هم رسمي لوظنامې ته نه دې نيږدې شوي. دا مذاکرات د افغان طالبان په منځګړيتوب په کابل کې دوام لري او په دې لړ کې د پاکستان پوځي چارواکيو، حکومتي او پارليماني غړو، دیني عالمانو او قبايلي مشرانو د طالبانو له استازو سره په وار وار ليدلي دي.

په سوات کې د وسله والو طالبانو شتون ته سخت غبرګون ځکه ښوول شوی چې د دې ځای خلکو د تحریک طالبان پاکستان د پخواني مشر مولانا فضل الله په مشرۍ د طالبانو له لاسه ډېر کړاوونه ليدلي دي

فضل الله په ۲۰۰۷ز کال کې خپل سازمان د بیت الله مسید له تحريک طالبان پاکستان سره ورګډ کړ او په سوات کې يې خپل عدالتونه ولګول، پر پوځ، پوليسو او ولسي خلکو يې ځانمرګي بريدونه وکړل، د نجونو پر سکولونو او هنرمنداند يې بنديزونه ولګول او ګڼ شمېر ولسي وګړي يې په هدفي بريدونو کې په نښه کړل.

د پاکستان پوځ په سوات کې د طالبانو د تحريک پرضد عمليات وکړل او په ۲۰۰۹ز کې يې له وسله والو څخه د هغې سیمې د پاکولو دعوه وکړه. د طالبانو پرضد د پوځ د عملياتو په نتيجه کې تر دوه مېليونه زيات خلک بېکوره شوي ول.

د سوات موټروې په اړه د جرګې فېصله

د سوات قامي جرګې وياند احمد شاه دا هم وويل چې په جرګه کې له حکومته غوښتنه وشوه چې موټر وي دې د دوی پر زرعي مځکو نه بلکې د سيند پر غاړه دې جوړه کړي.

 حکومت او تحریک طالبان ترمینځ د "ليکل شوي سند" په اړه د محمد علي سيف مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:24 0:00

د خیبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې له چکدرې تر فتح پوره د ۸۰ کیلومیټره سړک جوړولو لپاره ۵۸ اربه روپۍ بېلې کړې وې. د خیبر پښتونخوا اعلاوزير محمود خان د روان ۲۰۲۲ز کال د مې پر ۲۰مه په بريکوټ کې د هغه سړک جوړولو پرانيسته وکړه.

په دې اړه د سوات اوسېدونکو په وار وار مظاهرې کړې چې تازه هغه يې د اګست پر اوومه وه.

ځينو مظاهرچيانو د اګست اوومې د احتجاج پر مهال مشال رېډيو ته وويل چې د سوات موټروې به د دوی د مېوو باغونه تباه کړي او په وينا يې، په زرګونه کناله زرعي مځکه به تر لاندې شي.

دوی زیاتوي چې د يوه اټکل له مخې د سړک له جوړېدو سره به د دوی د مېوو پینځه لکه ونې له مینځه ولاړې شي.

خو حکومت وايي چې هغه موټروې به د سوات د سیلګرۍ په وده کې مهم رول لوبوي. د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د تحریک انصاف د سوات غړی او د پرمختيايي کارونو مشر فضل حکیم د اګست پر اوومه نېټه مشال رېډیو ته وویل چې د سوات کمېشنر د سيمې له اوسېدونکو سره د جوړ جاړې لپاره جرګې کړې دي خو د ده په خبره، د خلکو ځينې خبرې نه شي منل کېدای. البته ده د هغو خبرو وضاحت ونه کړی.

XS
SM
MD
LG