د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاروباريان: سوات کې د وسله والو فعالیتونو خبرونو د سيلګرۍ صنعت اغېزمن کړی


په سوات کې د سیلګرۍ یوې کمپنۍ مشر اظهر الدین وايي، د ناامنۍ د وېرې له وجې ګڼو سیلانیانو سوات ته د ورتګ پلانونه لغوه کړل ــ انځور له ارشيفه
په سوات کې د سیلګرۍ یوې کمپنۍ مشر اظهر الدین وايي، د ناامنۍ د وېرې له وجې ګڼو سیلانیانو سوات ته د ورتګ پلانونه لغوه کړل ــ انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا د سوات د هوټلونو ټولنه او د سیلګرۍ کمپنیو مالکان وايي، د وسله والو د فعالیتونو د خبرونو تر خپرېدو وروسته یې کاروبارونه خراب شوي دي.

د هوټلونو د ټولنې یو مشر وکیل خان پرون مشال راډیو ته وویل، روانه اوونۍ په مټه کې د پولیسو او وسله والو ترمینځ تر نښتې وروسته سیلانیان له سواته ستانه شوي دي.

د سیلګرۍ یوې کمپنۍ مشر اظهر الدین وايي، د ناامنۍ د وېرې له وجې ګڼو سیلانیانو سوات ته د ورتګ پلانونه لغوه کړل.

ده وویل، "په سوات کې د تاوتریخوالي [حالت او وېرې] له وجې د دې ځای پر سیلګرۍ واضح اثر پرېوتی دی. د سیلګرو په راتګ کې واضحه کمي راغلې ده."

د سیلګرۍ له څانګې سره تړلیو کاروباریانو دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د اګست پر اتمه د سوات په مټه تحصیل کې د عملیاتو پر مهال د پولیسو او وسله والو ترمینځ نښته وشوه چې پکې د یو افسر په ګډون څلور سرتېري ژوبل شول.

د سوات ځايي پولیسو د اګست پر اتمه نېټه رسنیو ته په وټس اپ په استولي بیان کې ویلي ول چې د مټې ډي اېس پي پير سيد هغه مهال ژوبل شو چې د شور او سردان په غرونو کې يې د وسله والو پرضد عملیات کول.

ځينو نورو چارواکو مشال راډيو ته وويل ول چې په نښته کې درې نور پوليسان هم زخميان شوي دي.

د اګست پر اوومه د سوات د سوداګرو او هوټلونو ټولنې مشرانو او په صوبايي اسمبلۍ کې د مخالفه عوامي نېشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسېن بابک له مشال راډیو سره په خبرو کې په ملاکنډ کې د وسله والو شتون او فعالیتونو په اړه اندېښنه وښوده.

د خیبر پښتونخوا د کوز دیر په میدان سیمه کې تر هغې درې ورځې وروسته د "قامي پاڅون" په نوم لاریون شوی دی چې هلته د وسله والو د واکمن تحریک انصاف د یو سیاستوال او د صوبايي اسمبلۍ د غړي ملک لیاقت علي خان پر ګاډي برید وکړ چې پکې څلور کسان ووژل شول او د نوموړي په ګډون څلور کسان ژوبل شول.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د خیبر پښتونخوا د امنیت پر خرابېدونکي وضعیت بحث شوی دی او وفاقي حکومت ویلي دي چې په صوبه کې د امنیت ټینګښت هڅې کوي.

تر اوسه معلومه نه ده چې هلته د کومې ډلې وسله وال فعال دي.

د واکمن تحریک انصاف سیاستوال او په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د سوات استازي فضل حکیم د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، حکومت په سیمه کې امنیتي اقدامات کړي دي.

تر نوموړي مخکې د اګست پر نهمه د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر سلاکار محمد علي سیف هم ویلي ول چې حکومت د وسله والو له هلو ځلو خبر دی او هېچا ته د حکومتي عملدارۍ چیلېنجولو اجازه نه ورکوي.

په همدې حال کې د سوات په بېلابېلو برخو کې سیاسي او مدني فعالان او ولسي وګړي نن د سولې او امنیت لپاره لاریونونه کوي.

د پاکستان وفاقي حکومت هم ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا د ټولو برخو امنیت ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG