د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات خلک وايي حکومت دې د بدامنۍ مخه ونیسي


د سوات خلک وايي حکومت دې د بدامنۍ مخه ونیسي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:18 0:00

د سوات د کبل خلکو، د سېپټېمبر پر ۱۶مه د لاریون او جلسې پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د بدامنۍ، هدفي وژنو او قلنګ اخېستو مخه دې ونیسي. د سوات خلک اندېښمن دي چې طالبان ګینې بیا سوات ته راروان دي. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو نږدې ۱۰ ورځو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان په امنیتي پېښو کې وژل شوي دي. بل پلو، د پېښور کورکمانډر د سېپټېمبر پر ۱۷مه په سوات کې له خايي مشرانو سره د لیدو پر مهال هغوی ته ډاډ ورکړ چې پوځ به د ورانکارو خلاف کارروايي کوي. نور تفصیل له سواته په دې ویډیويي راپور کې.

XS
SM
MD
LG