د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات خلک وايي، د امنیت ټینګېدل او د وسله والو مخنیوی غواړي


د سوات خلکو له حکومته د امنیت د ټینګېدو غوښتنه وکړه: انځور سېپټېمبر ۱۶، کال ۲۰۲۲
د سوات خلکو له حکومته د امنیت د ټینګېدو غوښتنه وکړه: انځور سېپټېمبر ۱۶، کال ۲۰۲۲

د سوات په کبل تحصیل کې د سېپټېمبر پر ۱۶مه، سلګونو خلکو د امنیت د ټینګولو په خاطر لاریون او جلسه وکړه.

په دې لاریون او جلسه کې ځايي خلکو، قامي مشرانو، د سیمې مخورو او همدا رنګه د سیاسي ګوندونو استازو برخه واخیسته. غونډې ته د صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي رحمت علي، مخور مشر شیرشاه خان، د ځوانانو مشر فواد خان او نورو ویناوې وکړې.

دوی په خپلو خبرو کې وویل، په سوات کې د طالبانیت تېره دوره یې لیدلې چې پکې د سیمې خلک سخت اغېزمن شوي ول او دوی په هېڅ صورت دا نه غواړي چې سوات دې یو وارې بیا د وسله والو ډلو لاسو ته ورشي او خلک دې په کډو کولو مجبوره شي.

د سوات خلکو د وسله والو د مخنیوي غوښتنه وکړه.
د سوات خلکو د وسله والو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

دا لاریون او غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په تېرو څو ورڅو کې په سوات کې د بدامنۍ په پېښو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

د سوات خلک د بدامنۍ وروستو پېښو اندېښمن کړي او د مظاهرو، لاریونونو، پرلتونو او غونډو دا لړۍ د سیمې د ځوانانو په نوښت پیل شوې چې ورته د اولسي پاڅون نوم ورکړل شوی دی.

سلګونو کسانو په سوات کې د امنیت د ټینګیدو په خاطر مظاهره وکړه.
سلګونو کسانو په سوات کې د امنیت د ټینګیدو په خاطر مظاهره وکړه.

پر دې سربېره د سوات قامي جرګې هم اعلان کړی دی چې د سېپټېمبر پر ۱۸مه نېټه به په مینګوره کې د امن لپاره جلسه کوي. دوی وايي، حکومت دې امنیت ټینګ کړي او د هدفي وژنو مخنیوی دې وکړي.

په سوات کې د تازه مظاهرو په اړه مو هڅه وکړه چې د پولیسو د مشر ډي پي او زاهد مروت نظر هم واخلو خو بریالي نه شو. خو بل پلو، حکومت وايي، د تحریک طالبان پاکستان سره یې اوربند لا هم په خپل حال دی.

د خیبر پښتونخوا په باجوړ، خیبر، مومندو، وزیرستان او نورو سیمو کې هم خلکو د امنیت د ټینګیدو لپاره په دې وروستیو کې مظاهرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG