د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې تر برید وروسته د امنیت لپاره مظاهره شوې


په سوات کې د اګست پر ۱۲مه هم د امنیت لپاره مظاهره شوې وه.
په سوات کې د اګست پر ۱۲مه هم د امنیت لپاره مظاهره شوې وه.

د سوات د مینګورې په نشاط څلور لارې کې لسګونه کسانو تر هغې یوه ورځ وروسته مظاهره کړې چې په بره بانډې کې د سړک تر غاړې ښخ بم په چاودنه کې د امن یوې کمېټۍ او لښکر مشر محمد ادریس خان په ګډون اته کسان ووژل شول.

د سېپټېمبر پر ۱۴مه مظاهره کوونکو پر حکومت غږ وکړ چې په برید کې دې ککړ کسان ونیسي او د قانون منګولو ته دې یې وسپاري.

د مظاهره کوونکو یو مشر باچا لالا مشال راډیو ته وویل، له تېرو یوشمېر ورځو راهېسې داسې ګنګوسې دي چې وسله وال سوات ته ورستانه شوي دي چې له وجې یې د سیمې اوسېدونکي اندېښمن دي.

مظاهره کوونکو زیاته کړه چې حکومت دې د سیمې امنیت خرابېدو ته نه پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې پولیسو د سېپټېمبر پر ۱۳مه وویل، په سوات کې د سړک تر غاړې د ښخ بم په چاودنه کې د یوې امن کمېټۍ او لښکر مشر په ګډون اته کسان وژل شوي دي.

د پولیسو مشر زاهد نواز مروت د سېپټېمبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل پېښه د نهې (سې شنبې) پر ورځ ماښام شاوخوا شپږ بجې په بره بانډې کې شوې.

دی زیاتوي، د سړک تر غاړې ښخ بم چاودنې پلټنې یې پیل کړې دي.

محمد ادریس خان د ترهګرۍ ضد له لویو مبارزانو یو بلل کېده - پخوانی انځور.
محمد ادریس خان د ترهګرۍ ضد له لویو مبارزانو یو بلل کېده - پخوانی انځور.

په سوات کې یوه خبریال فضل خالق مشال راډیو ته وویل چې د امن کمېټۍ او لښکر مشر محمد ادریس خان په خپل شخصي کار پسې د کبل تحصیل کوټکۍ سیمې ته تللی وو او چې کور ته ستنېده نو ګاډی یې پر لار د رېموټ کنټرول بمي برید ښکار شو.

ده د سېپټېمبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، په چاودنه کې د نوموړي دوه ساتونکي، د هغه یو شخصي ملازم، د ګاډي ډرېور او درې لارویان ووژل شول.

تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې ده.

ادریس خان په سیمه کې د ترهګرۍ ضد له لویو مبارزانو یو بلل کېده چې تر دې مخکې هم ورباندې حملې شوې وې.

د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف په بره بانډې کې د برید غندنه کړې ده.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۳مه له مشال راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې د اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ اوربند برقرار دی. "غلطه واقعه ده. یو مجرمانه حرکت دی."

سیف زیاته کړه چې پولیس هڅه کوي چې "په دې پېښه کې ککړ مجرمان" ونیسي او نورې امنیتي ادارې هم خپل اقدامات کوي.

په وروستیو اوونیو کې تحریک طالبان پاکستان د یوشمېر حملو ذمه واري منلې او دریځ لري چې "دفاعي" کارروایانې کوي.

په سوات کې تازه پېښه پر داسې مهال شوې چې په وروستیو کې هلته یوشمېر ګوندونو او فعالانو د وسله والو پر فعالیتونو د اندېښنو څرګندونه کړې ده. په اګست کې وسله والو د مټې په غرونو کې د عملياتو پر مهال يو پوليس افسر او درې پوليسان ټپيان او يرغمل کړل چې وروسته يې د سيمې مشرانو ته وسپارل.

د دې پېښې پر ضد په سوات کې مظاهره وشوه او د اګست پر ۱۷مه سوات قامي جرګې هم غونډه وکړه.

د دې ترڅنګ په کوز دير ميدان کې هم وسله والو د اګست پر شپږمه د صوبايي اسمبلۍ غړي ملک لیاقت علي خان پر موټر بريد کې څلور کسان ووژل او د ملک لیاقت په ګډون يې څلور نور کسان ټپيان کړل.

د دې پېښې پرضد په کوز دير کې دوه ځله د ولسي پاڅون په نوم مظاهرې شوې ده چې يوه هغه يې د اګست پر ۱۶مه وشوه.

خو د پاکستان پوځ ویلي ول چې پر ټولنیزو رسنیو په سوات کې د ناقانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د وسله والو د شتون په اړه "ناسم خبرونه" خپرېږي. د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اګست پر ۱۳مه په بیان کې ویلي ول چې په سیمه کې تر پلټنو وروسته "ثابته" شوې چې هلته د وسله والو د فعالیتونو په اړه راپورونه " پر مبالغې ولاړ او ناسم" دي.

د پاکستان پوځ څه د پاسه یوه لسیزه مخکې په سوات کې د طالبانو د تحريک پرضد عمليات کړي ول او په ۲۰۰۹ز کې يې له وسله والو څخه د هغې سیمې د پاکولو دعوه وکړه. د طالبانو پرضد د پوځ د عملياتو په نتيجه کې تر دوه مېليونه زيات خلک بې کوره شوي ول.

XS
SM
MD
LG