د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې چارواکو د "هدفي بريدګرو" د وژلو ادعا کړې ده


امنيتي څواکونو په په تېرو پینځو ورځو کې په شمالي وزيرستان کې د درې هدفي بريدګرو د وژلو ادعا کړې. پخوانۍ انځور
امنيتي څواکونو په په تېرو پینځو ورځو کې په شمالي وزيرستان کې د درې هدفي بريدګرو د وژلو ادعا کړې. پخوانۍ انځور

په شمالي وزيرستان کې چارواکو ادعا کړې چې په ميرعلي کې يې په عملياتو کې په "هدفي وژنو کې لاس درلودونکي" دوه وسله وال وژلي دي.

په ميرامشاه کې يوه پوځي چارواکي چې له رسنيو سره د خبرو کولو اجازه نه لري، د نوم نه خپرولو په شرط د اګست پر ۱۹مه نېټه مشال رېډيو ته وويل چې امنيتي ځواکونو د ميرعلي سپينوام بوبلي سيمه کې د عملياتو پرمهال د ده په ادعا، د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د وسله والې ډلې "دوه قومندان حبيب عرف بلال او د هغه ملګری يې وژلی دی."

په سيمه کې ځينو استخباراتي چارواکو هم د نومونو نه خپرولو په شرط له مشال رېډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې "د حافظ ګل بهادر وسله واله ډله په ترهګرو پېښو، هدفې بريدونو او د امنيتي ځواکونو په نښه کولو کې ککړه ده."

تر اوسه پورې خپلواکو سرچينو د دې حکومتي ادعاوو تصديق نه دی کړی او نه هم وسله والې ډلې څه ويلي دي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د ضرب عضب په نوم پوځي عملياتو کې د حافظ ګل بهادر او نورو وسله والو ډلو د له منځه وړلو ادعا کړې وه. د دې عملیاتو له کبله د شمالي وزيرستان تر يو مېليون زیات کسان بېکوره شوي ول.

تر تازه پېښې مخکې یعني د اګست پر ۱۵مه نېټه هم په شمالي وزیرستان کې د پوځ یوه چارواکي مشال راډيو ته ويلي ول چې په ميرلي کې يې يو بريدګر وژلی او بل يې ژوندی نيولی دی . د ده په ادعا دوی هم په هدفي بريدونو کې ککړ ول. خو د دې ادعا هم په خپلواکه توګه تصديق نه وو شوی.

حکومت په هدفي وژنو کې په مبینه توګه ککړو کسانو د وژلو ادعاوې په داسې حال کې کوي چې په شمالي وزیرستان کې د اګست له ۱۷مې راهيسې د هدفي وژنو ضد پرلت دوام لري.

پرلت تر هغې وروسته پیل شوی وو چې وسله والو د جولای پر ۱۴مه په میرلي کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند دوه سیاستوالان او دیني عالمان ووژل.

پولیس دعوه کوي چې د قاري سمیع الدین ، قاري نعمان او د وزیرستان ځوانانو د تنظیم د څلورو غړو په وژنې تورن پینځه کسان يې نیولي او ورڅخه یې پلټنې پیل کړې دي. خو د اتمانزیو قبیلو تر څار لاندې د روان پرلت مشران د پولیسو له کړنو مطمین نه دي.

د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي، د احتجاج له پیله یې د خبرو اترو یوشمېر پړاوونه ترسره کړي‌ خو نتیجه یې نه ده ورکړې.

د انتظامیې په وینا،‌ پرلتوالو ته یې د امنیت ټینګولو باور ورکړی دی خو هغوی غوښتنه کوي چې په هدفي بریدونو کې لاس لرونکي دې ونیسي او ورته دې پوخ باور ورکړي چې بیا به په شمالي وزیرستان کې هدفي وژنې نه کېږي.

د قبایلي ضلعو ستونزو ته د پاکستان په ملي رسنيو کې ولې ځای نه ورکول کیږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:53:20 0:00

پرلتوالو د خپلو غوښتنو په حق کې د ضلعې لوی سړک او تجارتي مرکزونه هم تړلي ول خو وروسته يې د حکومتي جرګې په غوښتنه تر ۱۵ورځو پورې پرانيستل.

د پاکستان وفاقي حکومت د اګست پر ۱۰مه د وزیراعظم محمد شهباز شریف او په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو د مشر او جمعیت علمای اسلام (ف) د سیاستوال اکرم خان دراني تر ملاقات وروسته د یادې جرګې جوړولو اعلان کړی وو.

د دفاع وزارت په بیان کې راغلي ول چې ۱۶ کسیزه جرګه "په بشپړ ډول واکمنه یا بااختیاره" ده چې د اګست پر ۱۲مه د شمالي وزیرستان میرلي ته ورځي چې هلته له پرلتوالو سره خبرې وکړي.

په شمالي وزیرستان کې د زیاتره هدفي بريدونو ذمه وارۍ هېڅ وسله والې ډلې نه دي منلې او د پوليسو او پوځ له خوا د امنیت ټينګ ساتنې او د وسله والو د نيولو او وژلو پر وعدو سربېره هلته حملې دوام لري. ځايي ولس وايي هلته هدفي بريدونو او د ناامنۍ نورو پېښو اندېښمن کړي دي.

د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي چې هلته له ۲۰۱۸ز کال راهيسې هدفي وژنې کېږي. په هغه ضلع کې په هدفي بریدونو کې د ولسي وګړو په ګډون، سیاستوالان، دیني عالمان، قومي مخور او امنیتي سرتېري هم په نښه کېږي.

XS
SM
MD
LG