د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکو په شمالي وزیرستان کې په هدفي وژنو کې د "لاس درلودونکي" د وژلو ادعا کړې


په پېښور کې احتجاجیانو د شمالي وزیرستان د پرلت په ملاتړ مظاهره کړې. پخوانی انځور
په پېښور کې احتجاجیانو د شمالي وزیرستان د پرلت په ملاتړ مظاهره کړې. پخوانی انځور

په شمالي وزیرستان کې پوځ ادعا کړې چې يو مهم هدفي بريدګر يې وژلی دی.

د پوځ یوه چارواکي د نوم ښوولو پر شرط مشال راډيو ته ويلي چې د اګست پر ۱۵مه يې په ميرلي کې د "رافيد په نوم بريدګر وژلی او د هغه يو ملګری يې ژوندی نيولی دی."

د پوځ د غه افسر، چې له رسنيو سره يې د خبرو کولو اجازه نه درلوده، مشال راډيو ته زياته کړه چې رافيد هلته په يوشمېر هدفي وژنو کې لاس درلود. نوموړی زياتوي چې د وژل شوي بريدګر مړی دا مهال په ميرامشاه کې د امنيتي ځواکونو په ولکه کې دی. تر اوسه خپلواکه سرچينو د دې پېښې تاييد نه دی کړی.

د قبایلي ضلعو ستونزو ته د پاکستان په ملي رسنيو کې ولې ځای نه ورکول کیږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:53:20 0:00

حکومت په داسې حال کې دا ادعا کړې چې په ميرعلي کې د اګست له ۱۷مې دهدفي وژنو ضد پرلت دوام لري. په شمالي وزیرستان کې پرلت تر هغې وروسته پیل شو چې وسله والو د جولای پر ۱۴مه په میرلي کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند دوه سیاستوالان او دیني عالمان قاري سمیع الدین او قاري نعمان ووژل.پرلتوالو د خپلو غوښتنو په حق کې د ضلع لوی سړک او تجارتي مرکزونه هم تړلي ول خو وروسته يې د حکومتي جرګې په غوښتنه پرانيستل.

حکومت د ځايي جرګو له لارې له پرلتوالو سره په وار وار خبرې کړې خو نتيجه يې نه ده ورکړې. له دې وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د اګست پر ۱۰مه د وزیراعظم محمد شهباز شریف او په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو د مشر او جمعیت علما اسلام (ف) د سیاستوال اکرم خان دراني تر ملاقات وروسته د سياسي ګوندونو پر استازو مشتمله ۱۶ کسيزه جرګه جوړه کړه. دې جرګې د اګست پر ۱۲مه نېټه په ميرعلي کې له پرلتوالو سره خبرې وکړې.

پرلتوالو جرګې ته ۱۵ وخت ورکړی چې د دوی غوښتنې وزیراعظم او کورکمانډر ته وړاندې کړي.

په جرګه کې د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرټري ميا افتخار حسين هم وو. نوموړي د اګست پر ۱۲مه مشال رېډيو ته وويل چې دوی به د پرلتوالو غوښتنې وزیراعظم ته وړاندې کوي او هغوی به یې پوره کوي.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، "موږ دوی ته دا خبره وکړه چې له موږ سره په لاس کې دومره واک نشته، ستاسو مسلې به وزیراعظم او یا ځايي انتظامیه هواروي."

میا افتخار حسېن وویل چې د پرلتوالو یوه غوښتنه دا وه چې دوی په جومات کې تړون کړی چې له خپلې سیمې به نه وځي بلکې کور کمانډر به دوی ته ورځي.

د میا افتخار حسېن په وینا، دا واک له وزیراعظم سره دی او دوی به هغه ته دا غوښتنه وړاندې کوي چې کور کمانډر پرلتوالو ته ورشي.

نوموړي وویل، "د پرلتوالو یوه غوښتنه وه او هغه امن دی او دا بلکل د حکومت ذمه واري ده او موږ د دوی د دې غوښتنې ملاتړي یو."

په شمالي‌ وزیرستان کې د روان ۲۰۲۲ز کال له پیله ۳۹ هدفي بریدونه شوي چې تر ۵۰ زیات کسان پکې وژل شوي دي. د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي چې هلته له ۲۰۱۸ز کال راهيسې هدفي وژنې کېږي چې د ولسي وګړو په ګډون، سیاستوالان، دیني عالمان، قومي مخور او امنیتي سرتېري هم په نښه کېږي.

په شمالي وزیرستان کې د زیاتره هدفي بريدونو ذمه وارۍ هېڅ وسله والې ډلې نه دي منلې او د پوليسو او پوځ له خوا د امنیت ټينګ ساتنې او د وسله والو د نيولو او وژلو پر وعدو سربېره هلته حملې دوام لري.

XS
SM
MD
LG